Connect with us

تازه خبرونه

په هرات کې د یوه کور د چت پر راپرېوتو ۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

دا پېښه د چارشنبې پر ورځ د اوبه ولسوالۍ د کبکان په کلي کې رامنځته شوې ده.

خپور شوی

د

د هرات سیمه‌ییزو سرچینو ويلي، چې د دې ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د راپرېوتو له کبله د یوې کورنۍ پېنځه غړي مړه شوي او یو بل ټپي دی.

دا پېښه د چارشنبې پر ورځ د اوبه ولسوالۍ د کبکان په کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچینو ويلي، چې په دې پېښه کې یوه میرمنې او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

ټپي کس، چې د کور مشر دی له پېښې وروسته د اوبه ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته وړل شوی؛ خو له لومړنیو طبي مرستې وروسته د بشپړې درملنې لپاره هرات ښار ته ولېږدول شو.

تازه خبرونه

په وروستیو بارانونو او سېلابونو کې ۲۳ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښو کې  ۲۷۴ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۱۵۵۸ نور څه نا څه ویجاړ شوي دي.

Published

on

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې اعلان کړی، چې په تېرو درې ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله د هېواد په ۱۱ ولایتونو (کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه ) کې ۱۲ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښو کې  ۲۷۴ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۱۵۵۸ نور څه نا څه ویجاړ شوي دي.

سربېره پردې اته جوماتونه، ۲۰۹ کیلومټره سړکونه او څو دوکانونه زیانمن شوي. په داسې حال کې، چې شاوخوا ۱۲۰۰ څاروي هم  له منځه تلي دي.

ویل کیږي، چې د بېړنیو مرستو د تر سره کولو لپاره کاري ډلې سیمو ته رسېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت رهبر په کورنیو چارو وزارت کې نوې ټاکنې کړي

Published

on

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د اسلامي امارت د رهبر د حکم له مخې د کورنیو چارو وزارت په اړوند تشکیلاتو کې لاندې ټاکنې رامنځته شوې دي:

۱. د جوزجان ولایت مخکنی والي قاري ګل حیدر شفق؛ د بامیان ولایت د والي په توګه.

۲. د بامیان ولایت مخکنی والي ملا عبدﷲ سرحدي؛ د جوزجان ولایت د والي په توګه.

۳. د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکنی قومندان ملا احمد شاه دیندوست؛ د سرپل ولایت د والي په توګه.

۴. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مخکنی رییس ارکان حافظ انځر ګل عبدﷲ؛ د لغمان ولایت د مرستیال په توګه.

۵. د چارو ادارې لوی ریاست له اداري فساد سره د مبارزې مخکنی رییس مولوي غلام الرحمن حیدري؛ د ننګرهار ولایت د مرستیال په توګه.

۶. د سرپل ولایت د لواء د ټولې قرارګاه مخکنی قومندان مخدوم عبدالخبیر؛ د سمنګان ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۷. د کندوز ولایت د استخباراتو مخکنی رییس حاجي محمد اسماعیل فائز؛ د لغمان ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۸. د کندهار ولایت لوړ میوند ولسوالۍ مخکنی ولسوال ملا عبدﷲ؛ د سپین بولډک د کمیسیار په توګه. ۵/۴

۹. د کندهار زون حمایوي کنډک مخکنی قومندان حافظ سید محمد وارث؛ د کندهار ولایت لوړ میوند د ولسوال په توګه.

۱۰. د کندهار مرکز اتمي امنیتي حوزې مخکنی آمر ملا احمد ﷲ سالم؛ د کندهار زون حمایوي کنډک د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او عمان ترمنځ د ټرانسپورټ او هوايي چلند پر همکاریو ټینګار وشو

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د عمان له ټرانسپورټ وزیر سره د لیدنې پر مهال دواړو لوریو د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا، د ټرانسپورټي خدمتونو په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د اړوند تفاهم‌لیکونو پر ارزونه خبرې او اندونه وړاندې کړل.

Published

on

د اسلامي امارت ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر حمیدالله آخوندزاده عمان ته د خپل کاري سفر پر مهال په بېلابېلو لیدنو کې د دغه هېواد د ټرانسپورټ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سعید بن حمود المعولي او د عمان د ملکي هوايي چلند ادارې له مشر نایف بن علي العمري سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د عمان له ټرانسپورټ وزیر سره د لیدنې پر مهال دواړو لوریو د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا، د ټرانسپورټي خدمتونو په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د اړوند تفاهم‌لیکونو پر ارزونه خبرې او اندونه وړاندې کړل.

دغه راز د عمان ملکي هوايي چلند ادارې له مشر سره په لیدنه کې د هوايي ټرافیک پر خدمتونو، کارګو لېږد، هوايي دهلېزونو جوړولو او پراختیا او مسلکي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، ګډو همکاریو اړوند موضوعات خبرې وشوې او وڅېړل شول.

ویل کیږي، چې دا لیدنې د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا، د ټرانزیټ د آسانتیا او د افغانستان د هوايي چلند د سکټور د پیاوړتیا لپاره ځانګړی ارزښت لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!