تازه خبرونه
په هلمند او کندهار کې د کوکنارو پر ځای د ریحان کرکېله زیاته شوې
په کندهار او هلمند ولایتونو کې سږکال پر ٢٢ سوه هکټاره ځمکه ریحان کرل شوي دي.
چارواکو ویلې؛ سږکال په هلمند او کندهار کې پر څه باندې دوه زره هکتاره ځمکه ریحان کرل شوي، چې له ۳ زره مټریکه ټن څخه ډېر حاصلات به ورڅخه تر لاسته شي.
په کندهار او هلمند ولایتونو کې سږکال پر ٢٢ سوه هکټاره ځمکه ریحان کرل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست د ویاند محمد حنیف حقمل د څرګندونو له مخې، په کندهار کې پر څه باندي ١٠٠٠ هکټاره ځمکه ریحان کرل شوې، چې ورڅخه به ١١ سوه مټریکه ټنه حاصل لاسته راشې.
د هلمند د کرنې ریاست د ترویج مدریت غړی محمد نسیم وایي، چې په هلمند کې هم د تېر کال پر پرتله د ریحانو کرکیله زیاته شوې ده.
د دغه ولایت د کرهڼي اوبو لګو لو او مالدارۍ ریاست وایي؛ په تېر ۱۴۰۲ ل لېږدیز کال کي پر ۱۱۹۹ هکټاره کرنیزه ځمکه ریحان کرل شوي وه، چي ۲۱۵۸ ټنه حاصلات یې لرل. سږکال د ریحانو کرکېله پر ۱۴۳۲ هکټاره ځمکه ترسره شوې، چي دا د تېر کال پر پر تله ۲۳۳ هکټاره زیاتوالی ښیې او تمه ده، چې ور څخه به نږدې ۳ زره مټریک ټنه حاصلات تر لاسه شي .
د دې ولایتونو کروندګر ذین الله نومی وایي؛ د مناسب بازار د نشتون له کبله د ریحان بیې د تېر کال پر پرتله ٣٠ سلنه ټیټې شوې، چې له کبله یې کروند ګر زیان من شوې دي.
کروندګر محمد اسماعیل، چي پخپلو کرنیرو ځمکو یې ریحان کرلي وایي؛ تېر کال یې له یادي کرکیلي ښه عواید او حاصلات ترلاسه کړي وه؛ خو سږ کال د تېر کال پر پرتله د ریحانو په بیه کې د پام وړ کموالی راغلی، چې له کبله به یې کروندګر ښه ګټه ترلاسه نکړي .
ویل کیږي، چې تېر کال په بازارونو کې د ۴ نیم کیلو ریحانو بیه څه نا څه ٥٠٠ افغانۍ وه؛ خو سږکال د همدومره ریحانو بیه ٣٠٠ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
