سیمه ییز خبرونه
په هلمند كې د يوې امنيتي پوستې پېنځه پوليس وژل شوي دي
په هلمند ولايت كې يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې خپورشي وايي:
د جمعې په شپه د هلمند- كندهارد لويې لارې په اوږدوكې د پوهنتون پوستې اړوند پولیس د يوه تن لخوا، چې په همدې پوسته كې ميلمه و؛ وژل شوي اود پېښې عامل په تيښه بريالى شوى دى.
د سرچينې په وینا، ياد شوي كس د وژل شويوپوليسووسلې اومهمات هم له ځان سره وړي دي، خووسله والوطالبانوتردې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
سیمه ییز خبرونه
پاکستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته سپارلې
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.
پاکستاني سرچینو رویټرز ته ویلي؛ اسلامآباد د منځني ختیځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته لېږدولې؛ په داسې حال کې، چې د هوکړې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې اوس هم بېپایلې پاتې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.
دغه رازډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اوربند په نازک وضعیت کې دی او د ایران د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي پر سر اختلافونه اوس حل شوي نهدي.
ایران ټینګار کړی، تر هغې، چې جګړه په بشپړ ډول پای ته ونهرسېږي؛ د خپل اټومي پروګرام په اړه به خبرې ونهکړي او د بندیزونو لرې کېدل، د سمندري کلابندۍ پای او د تېلو د خرڅلاو بیا پیل غواړي.
سیمه ییز خبرونه
باکو د نړۍ د ښار جوړونې د سترې غونډې کوربه شو
دغه غونډه، چې د مې له اووهلسمې څخه به تر دوهویشتمې پورې روانه وي؛ د آذربایجان حکومت او د ملګرو ملتونو د بشري میشتځایونو پروګرام پر همکارۍ جوړه شوې ده.
د آذربایجان په پلازمېنه باکو ښار کې د نړۍ د ښارونو دیارلسمه نړیواله غونډه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د لسګونو زره ګډونوالو په حضور کې پیل شوه.
دغه غونډه، چې د مې له اووهلسمې څخه به تر دوهویشتمې پورې روانه وي؛ د آذربایجان حکومت او د ملګرو ملتونو د بشري میشتځایونو پروګرام پر همکارۍ جوړه شوې ده.
د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې؛ د نړۍ د ۱۸۲ هېوادونو له ۴۰ زره ډېرو کسانو په دې نړیواله غونډه کې نوملیکنه کړې، چې دا یې د دغې نړیوالې غونډې تر ټولو ستر پړاو ګرځولی دی.
په دې فورم کې دولتي چارواکي، د ښار جوړونې څانګهوال(متخصصان) پانګهوال او د نړیوالو بنسټونو استازي د ښاري پراختیا، اقلیمي بدلونونو، ارزانه استوګنځیو او ځیرک ښارونو په اړه خبرې اترې کوي.
د دغې غونډې له اړینو برخو څخه په قرهباغ او ختیځ زنګزور کې د آذربایجان د بیارغونې او پراختیایي پروژو ارزونه بلل شوې ده.
سیمه ییز خبرونه
سعودي عربستان د ایران د جګړې پر مهال په عراق کې هوايي بریدونه کړي دي
دا بریدونه د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د شمالي پولو په نږدې سیمو کې ترسره شوي او هغه اډې او مورچلې یې پر نښه کړي، چې د ایران له ملاتړه برخمن ول.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران د جګړې په لړ کې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د عراق هغه هدفونه وویشتل، چې د تهران له ملاتړه برخمنو وسلهوالو ډلو پورې تړلي بلل کېدل.
دا بریدونه د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د شمالي پولو په نږدې سیمو کې ترسره شوي او هغه اډې او مورچلې یې پر نښه کړي، چې د ایران له ملاتړه برخمن ول.
د راپور له مخې؛ په دغو هدفونو کې داسې ځایونه هم ول، چې له هغه ځایه د سعودي عربستان او د خلیج د نورو هېوادونو پر ضد د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه ترسره کېدل.
همدارنګه راپور ښیي، چې ځینې وختونه د کویټ له خاورې څخه د عراق پر لور د توغندیزو بریدونو خبرونه هم ورکړ شوي؛ خو دا روښانه نهده، چې دا بریدونه په کویټ میشتو امریکایي ځواکونو کړي او که سیمهییزو ځواکونو.
په یوه بله پېښه کې د عراق د جنوب د «کتائب حزبالله» ډلې پوستې پر نښه شوي، چې له کبله یې څو جنګیالي وژل شوي او د بېپیلوټه الوتکو د عملیاتو یو ارتباطي مرکز هم ویجاړ شوی دی.
رویټرز څرګنده کړې، چې سعودي عربستان د جګړې پر مهال د خپلو سیمو پر ضد د بریدونو په ځواب کې د لومړي ځل لپاره د ایران پر خاوره هم مستقیم بریدونه کړي دي. متحده عربي اماراتو هم ورته عملیات ترسره کړي دي.
دغه راز له ایران سره نږدې ډلې په عراق کې د جګړې پر مهال سلګونه بېپیلوټه الوتکې د خلیج پر هېوادونو؛ په ځانګړي توګه سعودي عربستان او کویټ توغولي دي.
د دغو بریدونو له کبله د خلیج عربي هېوادونه اړ شوي، چې د عراق له حکومت څخه وغواړي د دغو ډلو فعالیتونه کنټرول کړي او ان د اعتراض پر توګه یې د عراق سفیران او استازي هم احضار کړي دي.
-
سوداگري2 days agoپه مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شولو د پروسس کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
-
نړۍ3 days agoد اسرائیل بیتشمش ته نږدې ستره چاودنه؛ تومر دفاعي شرکت: پېښه له مخکې پلان شوې آزموینه وه
-
نړۍ3 days agoله چین څخه د لویو لاسته راوړنو پرته د ټرمپ راستنېدا؛ د واشنګټن او بېجینګ سیالي روانه ده
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoباکو د نړۍ د ښار جوړونې د سترې غونډې کوربه شو
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان او چین د واخان دهلېز او راتلونکو پراختیایي پروژو پر همکاریو ټینګار وکړ
-
څار4 days agoڅار: افغانستان ته د پاکستاني پلاوي احتمالي سفر
-
تحول4 days agoتحول: له ایران سره د جګړې د بیا پیل روان ګواښونه
-
سوداگري3 days agoچینايي او ازبکستاني پانګهوالو د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده

