تازه خبرونه
په هېواد کې اداري فساد صفر ته نږدې دی – مجاهد
د افغانستان اسلامي امارت له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، چې چارسمبالي حکومت په ټولو دولتي ادارو کې فساد له منځه وړی او په نادولتي سکتورونو کې هم د فساد د له منځه وړلو هڅې روانې دي.
د اسلامي امارت و یاند څرګنده کړې، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له وا کمنۍ سره سم له فساد سره جدي مبارزه تر سره شوې او دا منفي پدیده یې صفر ته نږدې کړې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د اسلامي امارت له راتلو سره په هېواد کې د فساد کچه صفر ته رسیدلي د اسلامي امارت مسوولین له فساد سره مبارزې ته ژمن دي او دا لړۍ به نوره هم جاري ساتي. په تېر نظام کې دا غلط فرهنګ ډېره پراختیا درلوده؛ خو اوس يي مخنیوی شوی.
دغه راز ویل کیږي، چې په مالي بنسټونو، دولتي قراردادونو، کانونو قراردادونو او ټولو عایداتي بنسټونو کې فساد ختم شوی او اوس يي هم پر وړا ندې مبارزه روا نه ده.
د ماليي او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو مسوولینو هم ويلي، چې په ټولو مالي او اقتصادي منابعو کې د فساد جرړې ایستلي او اوس هم له روان بهیر څخه منظمه څارنه روان ده.
د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي؛ د ماليې وزارت پر پوره پاملرنه په ټولو ګمرکونو کې له فساد سره جدي مبارزه روانه ده او د دې مبارزې حقایق ملت او نړیوالو ته هم څرګند شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وایي: مونږ په سکتوري او اقتصادي برخو کې د فساد مخنیوي کړی او دا لړۍ همدا سې جاري ساتو، چې دا منفي فرهنګ بشپړ له هېواده ورک شي.
د خصوصي سکتور غړيو هم ويلي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له راتلو سره په اقتصادي سکتورونو کې فساد بشپړ ختم شوی دی.
د خصوصي سکتورغړي هم مني، چې د اسلامي امارت له راتلو سره سم د هېواد په کچه په اقتصادي او مالي برخو کې فساد او برو کراسۍ پای ته رسېدلي او چارې باید منظمې او رڼې روانې دي.
د سوداګرۍ ګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي ویلي؛ زه پر پوره ډاډ ویلی شم، چې د هېواد له ګمرکونو نیولې بیا ترمالیاتو، د کانونواو دولتي قرار دادونو په برخه کې تقریبا فساد ختم شوی.
د اقتصادي چارو کار پوهانو هم د اسلامي امارت لهخوا د فساد پر وړاندې شوې مبارزه ستايي.
د اقتصادي شنونکی شبیر احمد بشیري وایي؛ اسلامي امارت د هېواد په اقتصادي او مالي بنسټونو کې د فساد جرړې ویستلي، چې دا یو اړین ګام دی او له فساد سره مبارزه ښه منظمه روانه ده.
د روانې میلا دي میاشتي نهمه، چې له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې سره سمون لري؛ هېواد ته په دا سې حال کې رارسیږي، چې د هېواد خصوصي سکتور او عام ولس له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت روانه مبارزه ستایي او زیاتوي، چې په هېواد کې باید د دې منفي پدیدې مخنیوی باید نور هم چټک شي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه16 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی17 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
