Connect with us

تازه خبرونه

په هېواد کې اداري فساد صفر ته نږدې دی – مجاهد

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۱۹, ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، چې چارسمبالي حکومت په ټولو دولتي ادارو کې فساد له منځه وړی او په نادولتي سکتورونو کې هم د فساد د له منځه وړلو هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت و یاند څرګنده کړې، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له وا کمنۍ  سره  سم  له  فساد سره جدي مبارزه تر سره شوې او دا منفي پدیده یې صفر ته نږدې کړې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د اسلامي امارت له راتلو سره په هېواد کې د فساد کچه صفر ته رسیدلي د اسلامي امارت مسوولین له فساد سره مبارزې ته ژمن دي او دا لړۍ به نوره هم  جاري ساتي. په تېر نظام  کې دا غلط فرهنګ ډېره پراختیا درلوده؛ خو اوس يي مخنیوی شوی.

دغه راز ویل کیږي، چې په مالي بنسټونو، دولتي قراردادونو، کانونو قراردادونو او ټولو عایداتي بنسټونو کې فساد ختم شوی او اوس يي هم  پر وړا ندې مبارزه روا نه ده.

د ماليي او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو مسوولینو هم ويلي، چې په  ټولو مالي او اقتصادي منابعو کې د فساد جرړې ایستلي او اوس هم  له روان  بهیر څخه  منظمه څارنه روان ده.

د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي؛ د ماليې وزارت پر پوره پاملرنه په ټولو ګمرکونو کې له فساد سره جدي مبارزه روانه ده او د دې مبارزې حقایق ملت او نړیوالو ته هم څرګند شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وایي: مونږ په سکتوري او اقتصادي برخو کې د فساد مخنیوي کړی او دا لړۍ همدا سې جاري ساتو، چې دا منفي فرهنګ بشپړ له هېواده ورک شي.

د خصوصي سکتور غړيو هم ويلي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له راتلو سره په اقتصادي سکتورونو کې فساد بشپړ ختم شوی دی.

د خصوصي  سکتورغړي هم مني، چې د اسلامي امارت له راتلو سره سم د هېواد په کچه په اقتصادي او مالي برخو کې فساد او برو کراسۍ  پای ته رسېدلي او چارې باید منظمې او رڼې روانې دي.

د سوداګرۍ ګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي ویلي؛ زه پر پوره ډاډ ویلی شم، چې د هېواد له ګمرکونو نیولې بیا ترمالیاتو، د کانونواو دولتي قرار دادونو په برخه کې تقریبا فساد ختم شوی.

د اقتصادي چارو کار پوهانو هم د اسلامي امارت له‌خوا د فساد پر وړاندې شوې مبارزه ستايي.

د اقتصادي شنونکی شبیر احمد بشیري وایي؛ اسلامي امارت د هېواد په اقتصادي او مالي بنسټونو کې د فساد جرړې ویستلي، چې دا یو اړین ګام دی او له فساد سره مبارزه ښه منظمه روانه ده.

د روانې میلا دي میاشتي نهمه، چې له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې سره سمون لري؛ هېواد ته په دا سې حال کې رارسیږي، چې د هېواد خصوصي سکتور او عام ولس له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت روانه مبارزه ستایي او زیاتوي، چې په هېواد کې باید د دې منفي پدیدې مخنیوی باید  نور هم  چټک شي.

International Sports

مسي د نړیوال جام په ګول‌وهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ

د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.

Published

on

لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.

د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.

مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.

مسي اته ځله د طلایي‌توپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرله‌پسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایي‌توپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قطر د رأس لفان په صنعتي ښار کې د مایع طبیعي ګاز د پروسس په مرکز کې د شوې چاودنې له کبله، چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ او ‌ژوبله اوښتې، له قطر سره خواخوږي ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د قطر له دولت او ولس او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله کړې ده.

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Published

on

 

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.

د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوه‌یم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117