تازه خبرونه
په چین کې د شانګهای دوه ورځنۍ سرمشریزه جوړه شوه
دغه راز د افغانستان کړکېچ د شانګهای همکاریو ټولنې د سرمشریزې یوه له مرکزي مسلو څخه پاتې دی؛ داسې، چې په وروستیو کلونو کې د دې ټولنې د اجنډا یوه برنه وه؛ خو تر اوسه پورې هیڅ باوري حل ورته وړاندې شوی ندی.
د ۲۰۲۵ کال د شانګهای د همکاریو ټولنې سرمشریزه( د سنبلې له نهمې تر لسمې / د اګست له یودېرشمې د سپټمبر تر لومړې ) د چین په تیانجین کې پیل شوه.
دا سرمشریزه پر لاندې موضوعات راڅرخيږي:
– د سیمهییزې همکارۍ پیاوړتیا: له نړیوالو ننګونو سره د مبارزې لپاره پر بشپړ یووالي راڅرخېدل
– تلپاتې او لوړ کیفیت لرونکې پرمختیا: په سیمه کې د همغږۍ او پرلهپسې اقتصادي ودې پر لوري حرکت
– سیمهییز امنیت او ثبات: د ګډو ګواښونو پروړاندې د تګلارو ارزونه او د امنیتي جوړښتونو پیاوړتیا
– څو اړخیزه پالنه او نړیوال عدالت: د عدالت، متقابل درناوي او نه تسلط پر بنسټ له نړیوال نظم ملاتړ
– د چین “پېنځه ګډ کوره” نوښت: د یووالي، سولې، پرمختګ، ښه ګاونډیتوب او عدالت لپاره د کورونو ګډون
دغه راز د افغانستان کړکېچ د شانګهای همکاریو ټولنې د سرمشریزې یوه له مرکزي مسلو څخه پاتې دی؛ داسې، چې په وروستیو کلونو کې د دې ټولنې د اجنډا یوه برنه وه؛ خو تر اوسه پورې هیڅ باوري حل ورته وړاندې شوی ندی.
پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو سره دا کړکېچ نور هم پېچلی شوی؛ ځکه، چې د شانګهای همکاریو ټولنې ډېرو غړو هېوادونو د اسلامي امارت د واکمنۍ د امنیتي اغېزو او افغانستان ته د سیمهییزو او افغان ترهګرو د بېرته راستنېدو د خطر په اړه، اندېښنې څرګندې کړې دي.
د دې اندېښنو یوه روښانه بېلګه په کابل کې د چین، پاکستان او اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په وروستۍ درې اړخیزه غونډه کې لیدل کېدی شي؛ یوه غونډه، چې په بشپړه توګه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له مخ پر زیاتېدونکي نفوذ څخه د راپورته شويو ناندرو او اندېښنو اغېزمنه او د اسلامي امارت تمې یې پوره نکړې.
دغو اندېښنو ته پر پاملرنه په چین کې د شانګهای همکاریو ټولنې سرمشریزه به پرته له شکه د غړو هېوادونو د ګډو اندېښنو او ناندرو د تکرار لپاره یوه مناسبه هڅه وي. په هرحال د افغانستان د مسلې له اهمیت سره – سره به د دې هېواد هیڅ استازی په دې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون ونلري.
له دې حقیقت سره – سره، چې د دې ټولنې د ځینو اصلي غړو په ګډون روسیې او چین له اسلامي امارت سره پراخې اړیکې ټینګې کړې دي او مسکو ان د اسلامي امارت حاکمیت پر رسمیت پېژندلی دی.
له همدې کبله تمه وه، چې اسلامي امارت به په دې غونډه کې ګډون وکړي او یا د څارونکي غړي په توګه د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي، چې د افغانستان د امنیت په اړه د دې هېوادونو اندېښنو ته مستقیم ځواب ووایي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف د شانګهای همکاریو ټولنه په سیمه کې یو مهمه ټولنه ګڼي او ټینګار کوي، چې د دې ټولنې په غونډو کې د افغانستان حضور کولی شي د افغانستان د سوداګرۍ، اقتصاد او ټرانزیټ په اړه مثبت اغېز رامنځته کړي.
افغانستان د ۲۰۱۲ کال په جون کې د شانګهای همکاریو ټولنې څارونکی غړی شو؛ خو د جمهوري رژیم له نسکورېدو وروسته دا غړیتوب له تېرو څلور کلونو راپدېخوا غیرفعال دی.
ځینې کارپوهان پدې باور دي، چې غونډې ته د اسلامي امارت د استازو د نهبللو یو دلیل د امریکا مخالفت او له امنیت شورا څخه د اسلامي امارت د چارواکو د بهرنیو سفرونو د مخنیوي لپاره د وسیلې په توګه کار اخیستل دي. دغه راز دوی په دې برخه کې اسلام آباد ته د امیر خان متقي د سفر لغوه کول او له امنیت شورا څخه د هند د غوښتنې بېرته اخیستل، چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر ته د نوي ډیلي سفر لپاره اجازه ورکړي؛ پر ګوته کوي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
تازه خبرونه
په ایران کې میشت افغانان له سختې پرېکړې سره مخ دي – عرفات جمال
عرفات جمال الجزیرې ته څرګنده کړې، چې ایران میشتي افغانان یا باید په دې هېواد کې جګړه او اقتصادي ستونزې وزغمي او یا هم افغانستان ته له راستانېدا سره ورته ننګونې وویني.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال ويلي، چې په ایران کې میشت ډېری افغانان له سختې پرېکړې سره مخ شوي دي.
عرفات جمال الجزیرې ته څرګنده کړې، چې ایران میشتي افغانان یا باید په دې هېواد کې جګړه او اقتصادي ستونزې وزغمي او یا هم افغانستان ته له راستانېدا سره ورته ننګونې وویني.
نوموړی وایي: ” داسې ښکاري، چې اوسمهال دا (د کډوالو راستنېدا) پوره پاملرنه غواړي. خلک د بمونو او مرمیو په اړه، چې پرې وریږي؛ خبرې کوي. دوی وېره لري؛ خو د خراب اقتصاد په اړه هم خبرې کوي.”
عرفات جمال ویلي، سږ کال شاوخوا ۱۱۰زره افغانان له ایران څخه راستانه شوي دي.
هغه پر افغانستان د پاکستان پوځي یرغل ته د نغوتې( اشارې ) پر مهال ویلي: «د دې خلکو لپاره کومه ښه پرېکړه نهوینم؛ ځکه له یوې جګړې تښتي او بلې ته راستنیږي.»
جمال دا خبرداری هم ورکړی، چې ملګري ملتونه اوسمهال د راستنېدونکو د وضعیت د څارنې لپاره پوره مالي سرچینې نلري.
ویل کیږي، چې په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او عمان چارواکو د ایران د جګړې او په افغانستان کې د پاکستان د یرغل په اړه خبرې وکړې
په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو خواوو د افغانستان او عمان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه په سیمه کې د وروستیو بدلونون په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
-
تازه خبرونه4 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه3 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه4 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
تازه خبرونه3 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
نړۍ3 days agoایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
