Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د برښنا پرچاوي د ازبکستان د وارداتي شبکې د ستونزو له کبله رامنځته شوې – برښنا شرکت

خپور شوی

د

د افغانستان برښنا شرکت د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په کابل کې د برښنا د اوږدې او پرلپسې پرچاوۍ علت په ازبکستان کې د وارداتي برښنا شبکې خپله ځانګړې ستونزه ده.

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په ډاګه کړې؛ د ازبکستان چارواکو ویلي، چې د برښنا د شبکو د ستونزو له کبله د تړون له مخې افغانستان ته برښنا نشي رسولی.

هغه زیاته کړې؛ برښنا شرکت هڅه کوي، چې د حرارتي برښنا د فعالولو ترڅنګ د تولیدي برښنا پر وېش هم غور وکړي.

نوموړي ویلي؛ مونږ هڅه کوو، چې د لنډ مهال لپاره دولتي بنسټونه او صنعتکاران له څه نا څه پرچاوې سره مخ او د استوګنې سیمې له ډېرې برښنا برخمن کړو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند له خلکو وغوښتل، چې زغم ولري؛ ځکه، چې ستونزه به ډېر ژر حل شي.

تازه خبرونه

دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

Published

on

د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوه‌ویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .

هغه وایي: مونږ جګړه نه‌ غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ‌ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.

هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمه‌ییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمه‌ییزه ناسته

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۳, ۱۴۰۴

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول

د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوم‌لیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!