تازه خبرونه
په کابل کې د داعش ډلې مرستیال هم ووژل شو
خبری سرچینو د داعش ډلې پر ضد په بګرامي او شکردره ولسوالیو کې د اسلامی امارت د استخباراتو له عملیاتو خبر ورکړی دی.
یوې پاکستانۍ رسنۍ ادعا کړې، چې د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د داعش دوهیم کس له استخباراتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
ایکسپریس تریبیون د دوشنبې پر شپه (د غویی ۱۸) راپور ورکړ، چې وژل شوی کس “انجنیر عمر” نومیده.
د اړوند سرچينو د څرګندونو له مخې، تېره جمعه په یو لړ ځانګړیو عملیاتو کې د داعش ډلې مرستیال انجنير عمر، چې پر حيدر، فريدون او سکندر هم یادېده؛ وژل شوی دی.
نوموړي په کابل او مرکزي زون کې د داعش ډلې د نظامي مسوول په توګه هم کار کړى دى.
د دغه راپور له مخې، دغه کس لومړی د داعش ډلې د مرکزی برخې د مشر په توګه کار کاوه او بیا د داعش د مشر ثناالله غفاری د مرستیال په توګه وټاکل شو.
په ورته وخت کې سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې پر ورځ د غویی پر ۱۸ د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د درنې جګړې او د سپکو او درندو وسلو له غږ اورېدو خبر ورکړی دی.
المرصد ویبپاڼې، چې د اسلامي امارت ډېری خبرونه پوښي؛ دغې جګړې ته په نغوته کې ادعا کړې، چې د اسلامي امارت استخباراتو په دې ولسوالۍ کې د داعش پر دوه پټنځایونو بریدونه کړي دي.
د اسلامي امارت امنيتي ارګانونو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ويلي.
تازه خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.
محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
تازه خبرونه
د قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا، د افغانستان د رغنده رول، له نړیوالې ټولنې سره د مثبت تعامل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې او اندونه وړاندې شوي دي.
د قطر ملي امنیت شورا د سرمنشي مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي په کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراجالدین حقاني سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا، د افغانستان د رغنده رول، له نړیوالې ټولنې سره د مثبت تعامل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې او اندونه وړاندې شوي دي.
دې قطري چارواکي پرون د افغانستان له دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سره هم لیدلي وه. دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا پر غځېدا خبرې کړې دي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoد ایران پولې ته نږدې ۱۷ افغان کډوال له تندې مړه شوي
-
تازه خبرونه5 days agoد طب افغان زدهکړیالانو د پاکستان د طبي شورا پر پرېکړه خپله دعوه ثبت کړه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان او هند د طبي توکو او درملو د تولید او برابرولو پر پیاوړتیا خبرې پیل کړې
-
لوبی4 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoاقتصادي کمیسیون د ۶۶ کورنيو معیارونو مسوده تائید کړه
