تازه خبرونه
په کابل کې د دیني عالمانو او مخورینو لویه غونډه تر سره شوه
د چارشنبې پر ورځ ( د وږي ۸) د لویې جرګې په تالار کې د کابل ولایت دیني عالمانو او مخورینو د اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو پر ګډون له اسلامي نظامه د ملاتړ لویه غونډه جوړه شوه.
په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي د اسلامي امارت مخالفانو ته وويل، چې له تېر تاریخه دې عبرت واخلي؛ ځکه د ده د څرګندونو له مخې د هېواد له دښمنانو سره يوځاى کېدل او له هغوى څخه مرسته غوښتل د هيچا پر ګټه نه دي.
امیر خان متقي ویلي: مونږ باید له تاریخ څخه زدهکړو، چې بهرنیان زمونږ وطن نه جوړوي، اشغالګر زموږ وطن نه جوړوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: د ریاست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د دیني عالمانو او مخورینو په یوه لویه غونډه کې ویلي: د دولت له ٧٠ سلنې ډېره بودجه او لګښتونه د بهرنيانو لهخوا ورکول کېدل. (الحمدلله) د افغانستان اسلامي امارت لخوا د اشغال له پای ته رسیدو وروسته ټول دولتي ارګانونه له سره منظم شول. د ادارو تشکیلات دومره خراب ول، چې د اړتیا له کبله نه، بلکې د شخصي ګټو یا ګوندي ګټو په خاطر جوړه شوي وه.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست، چې په دې غونډه کې یې هم ګډون کړی و، ویلي: که رښتیا فکر وکړو افغانستان ۴۳ کاله یا نیمه پېړۍ په بحراني او جهادي حالاتو کې تېر کړل. مونږ اوس په دې فکر کې یوو، چې په یوه ورځ کې اختر ونمانځو. اختر په یوه ورځ کې نمانځل کېدی نهشي… د جګړې او جهاد کار اسانه و؛ غمونه ورسره تړلي وي؛ خو ابادي ډېر زغم او لوی تعامل ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په هېواد کې تاوتریخوالی کم شوی او په ټول افغانستان کې یوه رهبري ده. سراج الدین حقاني د شته نظام د بقا لپاره د یووالي ټینګښت مهم وباله.
د کابل ولایت د علماوو شورا رییس دین محمد هم ویلي: زه له تاسې څخه یو عهد اخلم، چې له خپلو مشرانو سره مخلص شوو او که څوک د هغوی پر وړاندې بغاوت وکړي، ایا مونږ ټول یې مقابلې ته چمتو یوو که نه؟ مونږ به له دغه نظامه پر ځان او مال دفاع کوو.
د کابل ښار د دولسمې ناحیې د علماوو د سرتاسري شورا رئیس سلطان احمد عادل څرګنده کړه: علمای کرام او مخورین له اسلامي امارته غواړي، چې د اسلامي شریعت، خپلواکۍ، د افغانستان وقار او ملي ګټو له په نظر کې نیولو سره د اوسني عصر غوښتنو ته پر کتو له نړۍ سره لازم تعامل تر سره او له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان له واکمن نظام سره مسوولانه چلند وکړي او د حقايقو په پام کې له نيولو سره د افغانستان له واکمن نظام سره تعامل وکړي.
په دې غونډه کې د کابل ولایت علماوو شورا یو ۱۲ مادهییز پرېکړه لیک وړاندې کړ او له اسلامي نظام څخه یې د خلکو ملاتړ اړین وباله او له اسلامي امارته یې وغوښتل، چې د ملي او اسلامي ګټو په چوکاټ کې له نړیوالو سره تعامل وکړي.
تازه خبرونه
افغانستان او ایران د ویزو پر آسانتیا او د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
د هرات ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هرات ته د خپل هېواد له سرقونسل سره په سفر کې د هرات له والي اسلامجار سره لیدلي او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان او ایران چارواکو په هرات ولایت کې د یوې لیدنې پر مهال د ویزو د ورکړې پر آسانتیا، د اسلامکلا له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي ستونزو پر اوارۍ ټینګار کړی دی.
د هرات ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هرات ته د خپل هېواد له سرقونسل سره په سفر کې د هرات له والي اسلامجار سره لیدلي او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د هرات والي د وګړو لپاره د ویزو د ورکړې د ډېرو آسانتیاوو پر رامنځته کولو، د اسلامکلا بندر له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دوغارون ـ اسلامکلا پر پوله د ټرانسپورټي ستونزو پر اوارۍ ټینګار وکړ.
دغه راز په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال هم د ویزو د ورکړې د آسانتیا او د سوداګریزو لېږدونو د زیاتوالي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی او څرګندوي، چې د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو د اواري لپاره به لازم ګامونه پورته شي.
هرات او د اسلامکلا سرحدي بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو راکړو ورکړو د پام وړ برخه له همدې لارې ترسره کېږي.
تازه خبرونه
د مزارشریف د روضې د بیارغونې بېړنی پروګرام پیل شو
د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.
د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت څرګنده کړې، چې دې هېواد د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې(یونسکو) پر همکارۍ د مزارشریف ښار د روضې جومات د ژغورنې او بیارغونې بېړنی پروګرام پیل کړی، چې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمن شوی دی.
د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.
د یاد سفارت د څرګندونو له مخې، دا پروژه د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د دې هېواد د تاریخي او فرهنګي آثارو د ژغورنې لپاره د ایټالیا او ملګرو ملتونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي.
د مزارشریف د روضې جومات د افغانستان له مشهورو تاریخي او مذهبي ودانیو څخه دی او هر کال د کورنیو او بهرنیو زرګونو زیارتکوونکو او سیلانیانو کوربه وي.
تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۲۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، له ۳۰۰ څخه ډېر افغان کډوال د پاکستاني زندانونو او بندخونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، ۱۵۶ کسان د تورخم له لارې ننګرهار ولایت ته او ۱۶۹ نور د سپین بولډک له لارې کندهار ولایت ته دننه شوي دي.
وزارت زیاته کړې، راستانه شوي کسان د لېږد د آمریتونو له نوملیکنې او د همکارو بنسټونو مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
له څو وروستیو میاشتو راپدېخوا په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو د نهلرلو یا د کډوالۍ اړوند ستونزو له کبله نیول شوي او وروسته افغانستان ته راستانه کړ شوي دي.
-
تازه خبرونه3 days agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
Opinion4 days agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
لوبی4 days agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
-
تازه خبرونه2 days agoد سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
-
تازه خبرونه21 hours agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoچین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
روغتيا4 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
