تازه خبرونه
په کابل کې په یو لاریون کې دوه تنه ووژل شول او اته نور ټپیان شول
عیني شاهدان وایي، نن د کابل د حوت خيلو سیمې اوسیدونکو د اسلام ستر پیغمبر ته د یوې فرانسوي مجلې د سپکاوي ډک اقدام ته په غبرګون کې لاریون تر سره کړ چې د پولیسو له غبرګون سره مخامخ شول.
بلخوا د کابل د پولیسو ویاندحشمت الله ستانکزیوایي، لاریون په تاوتریخوالي اوښتی چې ځینو لاریون کونکو ډزې هم وکړې او پولیسوهڅه وکړه چې ښار ته یې له غځېدو مخنیوی وشي.
نوموړی وایي، د هودخېلو اوسیدونکو د دغه لاریون په اړه له پولیسو سره له وړاندې پوهاوی نه و کړی.
دښاغلي ستانکزي په وینا، په دې نه پوهیږي چې لاریون کې اوښتې احتمالي مرګ ژوبله په کومې کچه کې ده.
په همدې حال کې د کابل د هود خېلو سیمې ځینې اوسیدونکي وایي، په دغه لاریون کې دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي او وایي، دا مرګ ژوبله د پولیسو له خوا را منځته شوې ده.
تر اوسه لا نه ده معلومه چې په لاریون کې ولې تاوتریخوالی را منځته شو؛ خو د کابل پولیس وایي، په لاریون کې څو ډلې خلکو خپلو کې لانجې وکړې او همدا سبب شو چې لاریون په تاوتریخوالي واوړي؛ نو له همدې کبله پولیسو ښار ته د دغه لاریون له غځېدو مخنیوی وکړ.
تازه خبرونه
چین ته له پاکستاني لوري سره د خبرو لپاره د اسلامي امارت د منځنۍ کچې د پلاوی سفر تائید شو
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د خبرو دا بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هېواد سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ( د وري دیارلسمه ) تائید کړې؛ د اسلامي امارت د منځنۍ کچې یو پلاوی د چین پر نوښت دغه هېواد ته رسېدلی، چې له پاکستاني لوري سره د خپل اصولي دریځ له مخې رسمي خبرې اترې ترسره کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د خبرو دا بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هېواد سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي.
د بلخي د څرګندونو له مخې؛ افغان پلاوی په دې ناستو کې د متوازن او اصولي دریځ له مخې ګډون کوي او په پام کې لري، چې له مقابل لوري سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو پر ګټورتوب هراړخیزې او مسوولانه خبرې اترې تر سره کړي.
نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت باور لري، چې د متقابل درناوي، نه مداخلې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماټیک تعامل کولی شي د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته موضوعاتو ته عملي او دوامدار حللارې ومومي او د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
په چین کې د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي کمولو خبرې پیل شوې
د افغانستان اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د دغو خبرو په اړه هیله څرګنده کړې او وایي؛ تمه ده، چې دا خبرې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان تاوتریخوالی او شخړې پای ته ورسوي.
سرچینو د پنجشنبې پر ورځ( د وري دیارلسمه ) آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د چین په اورومچي ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې رسماً پیل شوې دي.
د افغانستان اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د دغو خبرو په اړه هیله څرګنده کړې او وایي؛ تمه ده، چې دا خبرې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان تاوتریخوالی او شخړې پای ته ورسوي.
دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې په دې خبرو کې لوړپوړي چارواکي ګډون لري.
نوموړي هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې دا یوازې د ټیټې کچې خبرې دي.
اندرابي دا ډول راپورونه «ناسم» وبلل.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ټینګار کړی، چې افغانستان او پاکستان د چین ګاونډیان دي او بېجینګ د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د اختلافاتو د حل ملاتړ کوي.
هغې زیاته کړې، چې چین په فعاله توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب هڅې تر هغې روانې ساتي، د دواړو لوریو ترمنځ تاوتریخوالی کم او اړیکې ښې شي.
اسلامآباد هم تائید کړې؛ یو پلاوی یې اورومچي ته استولی او یو ځل بیا یې خپل پخوانی دریځ تکرار کړی، چې افغانستان باید د وسلهوالو ډلو په اړه د پاکستان امنیتي اندېښنې حل کړي. دا هغه ادعا ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو رد کړې او پاکستان یې د خپل کورني امنیت مسوول بللی دی.
تازه خبرونه
سېلابونو په کندهار او هلمند کې کورونه ویجاړ او خلک بېځایهکېدا ته اړ کړل
د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.
په کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله خلکو ته درانده مالي زیانونه اوښتي دي.
د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.
دغه راز د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۵، دامان ولسوالۍ کې ۱۵۰ او ژېړۍ ولسوالۍ کې ۱۷۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
همداراز، یوازې د تېرې شپې (چارشنبې) د اورښتونو او سېلابونو له کبله د ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې لسګونو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
په هلمند ولایت کې هم د سختو سېلابونو له کبله پراخ زیانونه اوښتي دي.
د هلمند د امنیې قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ د دغه ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي؛ خو په کندهار او روزګان ولایتونو کې وروستیو اورښتونو کرنیزو چارو ته هیلې زیاتې کړې دي.
د کندهار کرنې ریاست وایي، په تېرو دوه ورځو کې شاوخوا ۲۴ ملي مټره باران شوی او د روان کال ټول اورښت ۱۷۹ ملي مټرو ته رسېدلی؛ خو اوس هم د وچکالۍ د بشپړ مهار لپاره نورو اورښتونو ته اړتیا ده.
په همدې حال کې د روزګان د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وايي؛ په دې ولایت کې وروستي اورښتونه ۲۳.۱۸ ملي مټره ثبت شوي، چې د سږني کال ټوله کچه ۱۷۲.۱۶ ملي مټرو ته رسېدلې ده.
ویل کیږي، چې د یوه سمسور کال لپاره له ۲۵۰ تر ۳۰۰ ملي مټرو باران ته اړتیا ده.
-
تازه خبرونه3 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
-
نړۍ4 days agoله برید پرته به د ایران په جګړه کې برخه وانخلو – احمد الشرع
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد کویټې ښار په څنډه کې د ګازنللیکه له چاودنې سره مخ شوې
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoاسلامي رفاه بنسټ د افغان- پاکستان کړکېچ د کمېدا او بېځایه شویو ته د مرستو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد پېښور جرګې د نښتو پر درولو او خبرو پیلولو ټینګار څرګند کړ
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د غېږنیونې غوره لیګ د خپرولو حق ترلاسه کړ

