تازه خبرونه
په کندهار کې د اسلامي امارت د مشرتابه پر مشرۍ د کابینې لومړنۍ غونډه ترسره شوه
په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د مشرتابه پر مشرۍ د کابینې لومړنۍ درې ورځنۍ غونډه جوړه او تر سره شوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټویټ کړی، چې د ۱۴۴۳ سپوږمیز هجري کال د شعبان المعظم پر ۱۶ نېټه د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده پر مشرۍ د کابینې په ناسته کې د بېلابېلو ادارو او بنسټونو د کارونو، د اسلامي امارت د پیاوړتیا او ځواکمنتیا، د نظم او دسپلین د ټینګېدو او د ستونزو د حل لپاره لازمې سپارښتنې وکړې.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په غونډه کې د اسلامي امارت لومړي وزیر، د لومړي وزیر مرستیالانو، د دفاع، کورنیو چارو، اوقافو، اقتصاد، مالیې، عدلیې، ټولګټو، امربالمعروف او نهی عن المنکر، د کلیو پراختیتا، مخابراتو، کار او ټولنیزو چارو، لوړو زدکړو، پوهنې، کانونو او پترولیم، کرنې، عامې روغتیا، سوداګرۍ او هوانوردۍ وزارتونو چارسمبالو، د سترې محکمې قاضي القضات، د استخباراتو، علومو اکاډمۍ، د چارو ادارې او احصائې محترمو مشرانو، د افغانستان بانک او سرې میاشتې مشرانو، کابل ښاروال او دغه راز د اسلامي امارت ویاند او نورو مسوولینو ګډون کړی و.
دغه راز ویل کیږي، چې د غونډې په بهیر کې د اسلامي امارت د ادارو پر قوانینو، اجرائاتو، له خلکو سره پر تعامل او اړیکو، اقتصادي ستونزو ته د اساسي حل لارو پیداکولو، د اسلامي امارت د ټولو مجاهدینو د را ټولولو او په امنیتي ادارو کې د استخدام او تنظیم کولو او په ټوله کې په ټولو دولتي چارو کې د ښه پرمختګ لپاره لازمې سپارښتنې وشوې او په اړه یې مهم تصامیم ونیول شول.
دغه راز د مشرتابه لخوا په هېواد کې د اسلامي شریعت د ښه پلي کیدو په اړه اړوند ارګانونو ته ځانګړې لارښوونې وشوې، چې په نتیجه کې به یې اسلامي احکام په منظم او ښه ډول په ټولنه کې پلي کیږي او ټول افغانان به د اسلامي احکامو تر چتر لاندې له آرام او سوکاله ژوند برخمن شي.
په دې غونډه کې د لومړي وزیر مرستیال ملا برادراخند پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره کورنۍ او بهرنۍ پانګونه راجلب کړي؛ د برښنا د تولید، سړکونو جوړولو او د کانونو په سمه توګه استخراج ته لار اواره شي او د ټولو سترو او کوچنیو اقتصادي پروژو او برنامو لپار تر وسه وسه سهولتونه رامنځته کړي.
همدا رنګه د لومړي وزیر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر مشرۍ ادارې کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د اداري سیسټمونو د اصلاح او په مالي او نورو برخو کې د کاغذپرانۍ او ستونزو د لرې کولو لپاره لازم ګامونه واخلي او بیا یې د مشرتابه له مقام سره شریک کړي.
دغه راز د اسلامي امارت د مشرتابه تر مشرۍ لاندې په دې غونډه کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د را ټولولو او د هغوی د غوره درملنې او په هېواد کې د نشه یي توکو د پېر او پلور د مخنیوي او د یو لړ نورو مهمو چارو په اړه هم لازمې سپارښتنې وشوې.
په دې غونډه کې د مشرتابه لخوا د دولتي وسلو، موټرو او نورو توکو د ساتنې او له بیت المال سره د ډېرې پاملرنې په اړه ټولو وزیرانو، مسوولینو او اړوند ادارو ته اړین هدایات وړاندې شول.
د اسلامي امارت مشرتابه په دې اړه ویلي: که وس او توان یې وشي فرد- فرد افغان ښځې او نرینه ته به معاشونه وټاکي؛ ځکه د خپل بیچاره ولس ستونزې او سختۍ درک کوي، خو تر اوسه د اسلامي امارت اقتصاد کمزوری دی. ولس باید له خپل نظام سره مرسته وکړي، د زکاتونو او عشر په راټولیدا او پخپل ځای مصرولو کې هڅه وشي، امارتي ارګانونه دې له اصراف او ډېر لګښت څخه ځانونه وساتي.
له دې مخکې ویل شوي وه، چې دا غونډه به له نړۍ سره د افغانستان پر اړیکو او د کابینې پر بدلون راوڅرخي؛ خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابینه کې د بدلون راپورونه رد کړل.
تازه خبرونه
څار: د پاکستان پر سیاستونو نیوکې
تازه خبرونه
اسلامي امارت امریکایی بندي ډینس کویل خوشې کړ
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سېشنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکایي وګړي ډینس کویل له بند څخه د خوشې کېدا خبر ورکړ.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سېشنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.
اسلامي امارت امریکایی بندي ډینس کویل خوشې کړ
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکایي وګړي ډینس کویل له بند څخه د خوشې کېدا خبر ورکړ.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سېشنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا اقدام د بشردوستانه او ښه نیت پر بنسټ کوي او باور لري چې دا ډول ګامونه کولی شي د هیوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي.
یاد وزارت همدارنګه هیله څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د همغږۍ او رغنده خبرو اترو له لارې پاتې ستونزو ته حل لارې ومومي.
اسلامي امارت په دې برخه کې د متحده عربي اماراتو له همکارۍ ستاینه هم کړې ده.
دغه راز د کویل د خوشې کېدا لپاره یو امریکایی پلاوی، چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په کې دی؛ نن (سېشنبه د وري څلورمه) د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د متحده عربي اماراتو سفیر سیف محمد الکتبي او د بندیانو د کورنۍ یوه غړي هم ګډون درلود.
د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې امیر خان متقي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د هیڅ هېواد هېڅ وګړی نهدی بندي کړی، بلکې نیول شوي کسان له قوانینو څخه د سرغړونې پایله وه او اشخاص د قضايي پروسیجرونو له تېریدو وروسته خوشې شوي دي.
په دې ناسته کې زلمي خلیلزاد هم د اسلامي امارت له دې اقدام ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو مسلو په اړه د خبرو اترو دوام یې اړین وباله او په راتلونکي کې یې د نور پرمختګ هیله څرګنده کړه.
متقي همدارنګه ټینګار کړی، چې کابل او متحده عربي امارات باید خپلو وګړو ته معیاري قونسلګري خدمات وړاندې کړي او د افغانستان حکومت په دې برخه کې بشپړ چمتو دی.
هغه د متحده عربي اماراتو له رییس محمد بن زاید آل نهیان څخه د بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د رغنده رول له کبله مننه وکړه او متحده عربي امارات یې د افغانستان نږدې ملګری وباله.
امیر خان متقي مخکې هم د اسلامي امارت او د بندیانو د کورنۍ ترمنځ د معلوماتو په تبادله کې د قطر د حکومت له هڅو ستاینه کړې وه.
ویل کیږي، چې د متحده عربي اماراتو سفیر د خپل هېواد چمتووالی وښود، چې په بشري ادارو کې خپل رول ولوبوي او دا ډول پرمختګونه یې د ټولو پر ګټه وګڼل.
تازه خبرونه
بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو کچه ۳ میلیون پونډه کړه
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.
بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۳ میلیون پونډه (۳۷۵ میلیون افغانۍ) اعلان کړه، چې موخه یې د طبیعي پېښو له کبله د زیانمن شویو خلکو ملاتړ دی.
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.
له دې نوې مرستې سره افغانستان ته د بريټانیا سږنۍ دوه اړخیزه مرسته ۱۵۴ میلیون پونډ (۱۳.۸ میلیارډ افغانۍ) ته رسیږي.
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه19 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
-
لوبی3 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
