تازه خبرونه
په کندهار کې د پاکستاني پوځیانو په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول
د آریانا نیوز خبریال نجیب الله ساحل له زیانمنې سیمې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې په یوه کور کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي. په داسې حال کې، چې یو ماشوم له ویجاړیو روغ ژغورل شوی او اته نور ټپیان دي.
سیمهییزو چارواکو د پنجشنبې پر ورځ تائید کړې؛ د کندهار ولایت په سپین بولک ولسوالۍ کې د وروستیو هوايي بریدونو له کبله لږ تر لږه ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۶۶ څخه ډېر ټپیان دي.
د آریانا نیوز خبریال نجیب الله ساحل له زیانمنې سیمې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې په یوه کور کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي. په داسې حال کې، چې یو ماشوم له ویجاړیو روغ ژغورل شوی او اته نور ټپیان دي.
د نجیب الله ساحل د راپور له مخې؛ شاوخوا کورونه سخت زیانمن شوي او د بریدونو په پایله کې ډېری ملکي وګړي ټپیان دي.
یوه حمزه نومي ماشوم، چې د پېښې عیني شاهد وی آریانا نیوز ته ویلي: د بمبارد پرمهال څو ماشومان تر ویجاړیو لاندې بند پاتې ول؛ د اسلامي امارت ځواکونو وژغورل او د کندهار ښار روغتونونو ته یې ورسول.
د سپین بولډک ولسوالۍ ویاند محمد علي حقمل د تلفاتو شمېر تائید کړ او وایي، چې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶۶ کسان ټپیان دي او ۲۰ نور وژل شوي دي.
ویل کیږي، چې د پاکستانیو پوځیانو وروستیو هوايي بریدونو د ملکي تلفاتو، بشري حقونو سرغړونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
تازه خبرونه
ازبک پلاوی په سوداګریز فورم کې د ګډون لپاره کابل ته راورسېد
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه.
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، نن(شنبه د زمري درېیمه) له غرمې وروسته د ازبکستان یو لوړپوړی پلاوی، چې دولتي چارواکي او د خصوصي سکټور استازي په کې دي؛ د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجهیوف پر مشرۍ کابل ته راورسېد.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، د دې سفر موخه د اسلامي امارت له چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنې او په سوداګریز فورم کې ګډون دی.
تازه خبرونه
ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، حکومت یې د امریکا پر وسلهوالو ځواکونو د تاریخ تر ټولو ستره پانګونه کړې وه؛ خو د جو بایډن ادارې په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو یوه لویه برخه پرېښې ده.
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.
هغه یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه د بایډن پر ادارې نیوکه وکړه او ادعا کوي، چې د امریکا ډېر پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.
ټرمپ وایي:« هغوی د دې تجهیزاتو ډېره برخه طالبانو(اسلامي امارت) او افغانستان ته پرېښوده.»
نوموړي زیاته کړې، الوتکې او نور تجهیزات باید له افغانستان څخه ایستل شوي وی.
ټرمپ ویلي:« دا ډېر د افسوس وړ وه. ما ولیدل، چې څه روان ول. ډېر ناوړه کار وشو.»
کارپوهانو ویلي، چې ټرمپ په خپل دوهيم پېر کې ان یو ځل هم؛ پر هغو وسلو او تجهیزاتو، چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال یې پوځي ځواکونو ویجاړ کړي، خبرې نهدي کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان او بنګلهدېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ یې د اړیکو او ګډو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.
په مسکو کې د افغانستان سفارت څرګنده کړې، د افغانستان سفیر ګل حسن حسن د بنګلهدېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره لیدلي او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
د سفارت د خبر له مخې؛ د افغانستان سفیر د دې لیدنې پر مهال په هېواد کې د پانګونې د مناسبو فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د بنګلهدېش خصوصي سکټور، شرکتونه او صنعتي بنسټونه یې پانګونې ته وهڅول.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ یې د اړیکو او ګډو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.
-
تازه خبرونه5 days agoد نورستان په سېلابونو کې ۲۳ کسان مړه، ۸۰ ټپیان او نږدې ۱۰۰ نور نادرکه دي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه نور اغېزمن نهدي – هند
-
لوبی4 days agoفیفا د نړۍ تازه نوملړ خپور کړ؛ اسپانیا لومړۍ شوه او افغانستان یو سلو یو اویاوم شو
-
لوبی3 days agoد افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوشتېپه بریالي شول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان تل د افغانستان د بېثباته کولو هڅه کړې ـ فضلالرحمن
-
تازه خبرونه3 days agoټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoنړۍ او کورنیو لوریو د نورستان له سېلاب ځپلو سره ملاتړ او خواخوږي ښکاره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه فراه کې پر زر جریبه ځمکه ستر ټرانسپورټي تمځای جوړېږي
