Connect with us

تازه خبرونه

په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان نفوس ۳۶.۴ میلیون اټکل شوی

د دغه راپور له مخې، د دې نفوس ۵۱ سلنه نرینه او ۴۹ سلنه ښځینه دي.

خپور شوی

د

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د اټکلونو پر بنسټ د افغانستان نفوس شاوخوا ۳۶.۴ میلیون ته رسېدلی دی.

د دغه راپور له مخې، د دې نفوس ۵۱ سلنه نرینه او ۴۹ سلنه ښځینه دي.

د احصائې ادارې زیاته کړې، چې د هېواد په ولایتونو کې کابل تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ولایت دی، چې د اټکلونو له مخې؛ په کې شاوخوا ۶.۱ میلیون خلک ژوند کوي.

دا اټکلونه په ټولنیزو خدماتو، اقتصادي پراختیا، عامې روغتیا او تعلیمي سکټورونو کې بنسټیز رول لري، چې د پالیسۍ جوړولو او ملي سرچینو د تخصیص بنسټ ګڼل کیږي.

تازه خبرونه

افغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ

د دوشنبې پر شپه د کابل د څرخي‌پله په اړوند سیمه کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون برید لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل.

Published

on

په کابل کې پر نشه‌یي توکو د روږدو روغتون له خونړي برید وروسته د سېشنبې پر ورځ( د کب شپږویشتمه) کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع خبرداری ورکړی، چې د پاکستان پوځي رژیم به “غاښ ماتونکي” غبرګون ترلاسه کړي.

د دوشنبې پر شپه د کابل د څرخي‌پله په اړوند سیمه کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون برید لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل.

قانع زیاته کړې، چې د ژغورنې هڅې نن( سې‌شنبه) سهار هم روانې دي او د ژغورنې ډلې تر کنډوالو لاندې جسدونه لټوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا خونړۍ پېښه، چې له وروستیو اوونیو راپدېخوا د تاوتریخوالي زیاتېدا ښیي؛ په هېواد کې له هوایي او توپچي بریدونو سره مل ګنل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم په کابل کې پر نشه‌يي توکو د روږدو روغتون پر نښه کړ

د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دې هوایي برید کې ګڼ‌شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې پر نشه‌یي توکو روږدي کسان ول؛ وژل شوي او ټپیان دي.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۶, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د افغانستان له هوايي حریم سرغړونه وکړه او په کابل کې یې پر مخدره توکو د روږدو کسانو روغتون پر نښه کړی دی.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دې هوایي برید کې ګڼ‌شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې پر نشه‌یي توکو روږدي کسان ول؛ وژل شوي او ټپیان دي.

مجاهد زیاته کړې: “مونږ دا جرم پر سختو ټکو غندو او دا د ټولو انساني نورمونو او اصولو خلاف عمل ګڼو.”

نوموړي له نړۍ غوښتي، چې د دغو هوایي بریدونو مخه ونیسي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیح‌الله مجاهد

Published

on

Last Updated on: کب ۲۶, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت ویاند د ځینو چارواکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د نوملړ د بیا خپرولو په ځواب کې د دې نوملړ بیا خپرول د یوې ناکامې تجربې تکرار او له فردي حقونو سرغړونه ګڼي او د هغې د لغوه کولو غوښتنه کوي.

 ذبیح الله مجاهد وايي، چې دا بندیزونو پرته له کوم معقول دلیل څخه د دوی سفر او رسمي فعالیتونه محدودولی شي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په وروستیو کلونو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت پر یو شمېر چارواکو لګول شوي بندیزونو هیڅ نتیجه نده ورکړې او بې له کوم دلیله غځول شوي دي.

هغه ټینګار کړی، چې د بندیزونو په نوملړ کې د یو هېواد د لوړ پوړو چارواکو شاملول د دوی سفر محدودوي او دا موضوع کولی شي د یو هېواد پر اړیکو او تعاملاتو او خلکو منفي اغېز وکړي.

د اسلامي امارت ویاند د دې بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

رییس الوزرا محمد حسن آخوند د نوموړي د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر، اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر عبدالکبیر، د کلیو پراختیا وزیر عبداللطیف منصور او د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف او د اسلامي امارت د ځینو نورو چارواکو نومونه په دې نوملړ کې لیدل کیږي.

په دې نوملړ کې شامل شوي اشخاص یوازې هغه وخت د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته سفر کولی شي، چې له امنیت شورا څخه رسمي اجازه ترلاسه کړي.

د اسلامي امارت د چارواکو پر وړاندې د امنیت شورا بندیزونه له کلونو راپدېخوا لګول شوي او وخت پر وخت د دې ادارې له‌خوا بیا – بیا خپریږي. د دې نوملړ له مخې؛ د اسلامي امارت ۲۲ چارواکي اوس هم د سفر، شتمنیو او د وسلو تر بندیزونو لاندې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!