د هوا حالاتو بدلونونه
په ۲۰۲۶ز.کال کې له ۹۷ زره ډېر افغانان له طبیعي پېښو زیانمن شوي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د طبیعي پېښو د معلوماتو له مخې؛ د روان کال د جنورۍ له دوهیمې څخه د اګست تر درېیمې پورې په ټول افغانستان کې ۹۷ زره او ۳۲۰ کسان له طبیعي پېښو زیانمن شوي دي. دغه پېښې په ټولو ۳۴ ولایتونو او لږ تر لږه ۲۰۲ ولسوالیو کې رامنځته شوي او نږدې ۱۳ زره کورنۍ یې اغېزمنې کړې دي.
ملګرو ملتونو ويلي، په ۲۰۲۶ز.کال کې سېلابونو، ځمکښویېدنو، واورې اورښتونو او نورو طبیعي پېښو په افغانستان کې د ۹۷ زره او ۳۲۰ کسانو پر ژوند اغېز کړی دی، چې د بېوزلۍ، لوږې، زیانمنو بنسټیزو جوړښتونو او د بشري مرستو د کمېدا ترڅنګ یې د کورنیو لپاره نوې ستونزې رامنځته کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د طبیعي پېښو د معلوماتو له مخې؛ د روان کال د جنورۍ له دوهیمې څخه د اګست تر درېیمې پورې په ټول افغانستان کې ۹۷ زره او ۳۲۰ کسان له طبیعي پېښو زیانمن شوي دي. دغه پېښې په ټولو ۳۴ ولایتونو او لږ تر لږه ۲۰۲ ولسوالیو کې رامنځته شوي او نږدې ۱۳ زره کورنۍ یې اغېزمنې کړې دي.
دغه راز لږ تر لږه ۹۷ کسان مړه او ۳۳۱ نور ټپیان شوي دي. سېلابونو او ناڅاپي طبیعي پېښو شاوخوا ۸۸ زره کسان زیانمن کړي.
د اوچا د څرګندونو له مخې، نږدې ۱۰ زره کورونه زیانمن شوي او له ۲۱۰۰ ډېر کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي. په ډېرو سیمو کې کرنیزې ځمکې، څاروي، سړکونه، پلونه او د اوبو لګولو سیسټمونه هم زیانمن شوي دي.
ختیځ افغانستان؛ تر ټولو زیانمنه سیمه
په ختیځ افغانستان کې له ۵۱ زره ډېر کسان زیانمن شوي او تر ټولو ډېر زیان په همدې سیمه کې ثبت شوی دی. غرنی جوړښت، تنګې درې او د سړکونو محدودې شبکې دغه سیمې د ناڅاپي سېلابونو او ځمکښویېدنو پر وړاندې زیانمنې کړې دي.
د جولای له شلمې څخه د اګست تر درېیمې پورې هم په غزني، کابل، کاپیسا، لغمان، لوګر، نورستان، پکتیا، پکتیکا، پنجشېر او پروان ولایتونو کې نږدې ۵۰۰۰ کسان له طبیعي پېښو زیانمن شوي دي. په دې لړ کې نورستان له تر ټولو سختو زیانونو سره مخ شوی دی.
سېلابونه؛ د خوړو خوندیتوب ته ګواښ
سېلابونه یوازې کورونه نه ویجاړوي؛ بلکې کرنیز محصولات، څاروي، د اوبو لګولو کانالونه او د خوراکي توکو د لېږد لارې هم له منځه وړي.
د هغو کلیوالو کورنیو لپاره، چې عاید او سپما یې محدوده ده؛ د کور یا د یوه کرنیز فصل د حاصل له لاسه ورکول د څو میاشتو بېعایدۍ او پر بشري مرستو د ډېرې اتکا پر معنا دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په روان کال کې ۳.۷ میلیون ماشومان او ۱.۲ میلیون امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې ښايي له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي. دغه بنسټ د ۲۰۲۷ز.کال تر جنورۍ پورې د خوړو او تغذیې د مرستو د دوام لپاره ۵۴۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
بشري مرستې له بودجوي کمښت سره مخ دي
اوچا د ۲۰۲۶ز.کال د بشري مرستو د پروګرام لپاره ۱.۷۱ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري، چې له ۱۷.۵ میلیون اړمنو کسانو سره مرسته وکړي؛ خو تر اوسه د دې اړتیا یوازې شاوخوا څلورمه برخه بودجه برابره شوې ده.
یونیسف هم اټکل کړی، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیون کسان، چې ۱۱.۶ میلیون یې ماشومان دي؛ په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د اقلیم بدلون خطرونه زیاتوي
کارپوهان وايي، د تودوخې لوړېدل، د واورو او یخچالونو چټکه وېلېکېدا او د اورښتونو د بڼې بدلون کولی شي د ناڅاپي سېلابونو او وچکالۍ خطر زیات کړي.
په راپور کې ټینګار شوی، چې د وختي خبرداري سیسټمونو جوړول، د بېړنۍ وتنې لارو رامنځته کول، د خوندي سرپناهوو برابرول، د سړکونو او پلونو رغول او د سېلابونو پر وړاندې د مقاومت لرونکو بنسټیزو جوړښتونو پیاوړتیا کولی شي د ډېرې مرګ او ژوبلې مخه ونیسي.
اصلي ننګونه یوازې له یوه سېلاب سره مبارزه نهده؛ بلکې له کورنیو سره مرسته کول دي، چې خپل کورونه، کرنیزې ځمکې او د عاید سرچینې بېرته ورغوي او هره طبیعي پېښه یې بیا له صفر څخه د پیل کولو حالت ته اړ نه کړي.