لوبی
پیروزي عینو مینه او صرفان هرات په افغانستان اتلانو لیګ کې ښه وځلېدل
د دې ورځې په لومړۍ لوبه کې عینو مینې اتفاق خانزاده ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه؛ سمیع الله نادري د عینو مینې لپاره دواړه ګولونه ووهل او منیر احمد حلیمي د اتفاق خانزاده لپاره یو ګول وواهه.
د همدې ورځې په دوهیمه لوبه کې صرافان هرات د ارمان پر وړاندې لوبه ۲ پر ۰ وګټله؛ ارسلان محمدي او جواد الکوزي ګولونو صرافان لوبډله له درې نمرو برخمنه کړه.
عینو مینه او صرفان هرات د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو کې ښه وځلېدل.
د دې ورځې په لومړۍ لوبه کې عینو مینې اتفاق خانزاده ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه؛ سمیع الله نادري د عینو مینې لپاره دواړه ګولونه ووهل او منیر احمد حلیمي د اتفاق خانزاده لپاره یو ګول وواهه.
د همدې ورځې په دوهیمه لوبه کې صرافان هرات د ارمان پر وړاندې لوبه ۲ پر ۰ وګټله؛ ارسلان محمدي او جواد الکوزي ګولونو صرافان لوبډله له درې نمرو برخمنه کړه.
اوس د افغانستان اتلانو لیګ په هېواد کې د فوټبال یو له خورا مشهورو پېښو څخه ګرځیدلی، چې په ټول هېواد کې پاملرنه راجلبوي او د ځایي استعدادونو په روښانه کولو کې مرسته کوي. دا لیګ د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه غوره کلبونه راټولوي، چې د سپورټ د مخ پر زیاتېدونکي شهرت په لوړولو کې مرسته کوي.
د دې سیالیو ټول هېوادني مینهوال کولی شي دا لوبې پر ژوندۍ بنه په آریانا ټلویزیون کې وګوري.
لوبی
آریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
د سیالیو دوهیم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
آریانا ټلویزیون د تېر کال د لومړۍ پړاو له بریالي خپراوي وروسته د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو د تولید او خپرولو حقونه ترلاسه کړي دي.
د سیالیو دوهیم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
تمه ده، چې په دې سیالیو کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د تنکیو، ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو په ګډون شاوخوا ۶۰ لوبغاړي برخه ولري.
دا سیالۍ به د ګروپي پړاو پر جوړښت پیل شي او تر پایلوبې ورسیږي. دا پړاو به یو ځل بیا د ۶ توپونو چټک سنوکر بڼه ولري.
په لومړي پړاو کې نوید نادري د رییس خان هوتک پر وړاندې ۷ پر ۶ اتلولي وګټله. ۳۲ کلن نادري له غوره یو اوونیزې سیالۍ وروسته اتلولي ترلاسه کړه.
د هېواد شپاړس غوره لوبغاړو، چې ډېری یې تنکي ځوانان ول؛ په پرانیستونکې سیالۍ کې برخه واخیسته او خپل ځلیدونکي استعدادونه یې نندارې ته وړاندې کړل.
د ملي سنوکر فډراسیون رییس وحیدالله اصغري هغه مهال له لوبغاړو داسې ستاینه وکړه، چې ځوانو لوبغاړو پیاوړې وړتیا ښودلې او د دې سپورټ راتلونکی هیله بښونکی دی.
د ټورنمنټ لومړی پړاو د آریانا ټلویزیون لهخوا په ټول هېواد کې تنظیم او خپور شواو په دې اړه یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه او د سیالیو پوښښ یې د پام وړ لیدونکي راجلب کړل.
سنوکر د افغانستان په ښاري سیمو کې ځوان نسل پر ځان راټول کړی؛ ځانګړي کلپونه لري او سیالیو ته جمتو کیږي. تمه ده، چې د آریانا سنوکر اتلولۍ جام بیا هم زړه راکښونکی شي او خپل پیاوړي لوبغاړي وځلوي.
تنظیم کوونکي وايي، چې دوهیم پړاو به هم تېر کال ته ورته بریالی ترسره شي او لوبغاړي به پر ملي کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.
لوبی
آریانا ټلویزیون د غېږنیونې غوره لیګ د خپرولو حق ترلاسه کړ
دا هوکړه، چې له افغانستان غېږنیونې فډراسیون سره لاسلیک شوې؛ په خپلو ۱۰ ورځنیو ملي سیالیو کې د ټول افغانستان غوره غېږنیوونکو ته د لوبو زمینه برابروي.
آریانا تلویزیون د افغانستان دغېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو د تولید او خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي، چې په هېواد کې د سپورټ د ودې او پراختیا پر لوري یو اغېزمن ګام دی.
دا هوکړه، چې له افغانستان غېږنیونې فډراسیون سره لاسلیک شوې؛ په خپلو ۱۰ ورځنیو ملي سیالیو کې د ټول افغانستان غوره غېږنیوونکو ته د لوبو زمینه برابروي.
د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ پرانیستونکی پړاو به د روان ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې په کابل کې ترسره شي.
سیالي هره ورځ د ماښام له ۶ څخه د شپې تر ۹ بجو په کابل بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست جمنازیم کې ترسره کیږي.
تنظیموونکي وايي، چې دا سیالۍ به د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ۱۰ لوبډلې ولري، چې شاوخوا ۳۵۰ لوبغاړي به په ۱۰ وزني ډلو کې سیالي وکړي.
تمه ده، چې په دې لیګ د غېږنیونې بېلابېلې بڼې او نوي راټوکېدونکي استعدادونه نندارې ته وړاندې شي او د لوبغاړو لپاره به پر لوړه کچه د سیالیو زمینه چمتو کړي.
آریانا ټلویزیون د دغو لوبو پراخ پوښښ پر ژوندۍ او تحلیلي بڼه وړاندې کوي.
غېږنیونه په افغانستان کې اوږده مخینه لري او یو کلتوري اړین سپورټ پېژندل شوی؛ په بېلابېلو سیمهییزو دودونو کې ژورې ریښې لري او پر شوقي او مسلکي کچه ترسره کیږي.
د دې سیالیو منظم پیل د سپورټ په عصري کولو او ډېرو لوبغاړو ته د ډېرو سیاليو د فرصتونو په چمتو کولو کې د لوبېدا ښه زمینه ګڼل کیږي.
چارواکي وايي؛ د سیالیو دا نوښت نه یوازې د غېږنیونې هڅول رانغاړي، بلکې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په یوه منظم مسلکي ټورنمنټ کې سیالان راټولوي، چې ملي یووالي او ویاړ ته هم وده ورکړي.
تمه ده، چې د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ به د لیدونکو د پام وړ شمېر راخپل کړي؛ ځکه، نو ټلویزیون دا زړهراکښونکی سپورتي پېښه د پروګرامونو په مهالوېش کې ځای کړې ده.
لوبی
په بامیان کې ۲۳۰ سکي بازانو په زړهراکښونکې سیالیو کې برخه واخیسته
په دې سیالۍ کې له ټول ولایت څخه ۲۳۰ لوبغاړو د چپدره شاه فولادي په اړوند سیمه کې د یو او بل پر وړاندې سیالي ترسره کړه.
په بامیان ولایت کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پر مالي ملاتړ د سکي سیالي ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې له ټول ولایت څخه ۲۳۰ لوبغاړو د چپدره شاه فولادي په اړوند سیمه کې د یو او بل پر وړاندې سیالي ترسره کړه.
سیالي د عمر له مخې په درې ګروپونو؛ شوقي، مسلکي او سیمهییزه برخه کې ترسره شوه. ورزشکارانو، د افغان بیسیم له ملاتړ د هرکلی ترڅنګ په بامیان او هېواد کې د سپورټ د پراختیا لپاره د دې شرکت د پرلهسې ملاتړ غوښتنه وکړه.
په دې سیالیو کې د بامیان، غزني او میدان وردګ ولایتونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
سیمهییزو چارواکو ويلي، چې له دې سیالیو څخه موخه د ځوانو د استعدادونو د ودې لپاره د پلیټ فارم چمتو کول او په سپورتي فعالیتونو کې د ښکېلتیا هڅول دي.
د بامیان ولایت د فزیکي زدهکړې او سپورټ ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال رجب علي فطرت ویلي: «د بامیان ولایت د اولمپیک، فزیکي زدهکړې او سپورت ریاست پر استازیتوب غواړم له دې مخابراتي شرکت څخه مننه وکړم او غوښتنه کوم، چې په ټولو برخو کې دې له لوبغاړو ملاتړ وکړي. په ځانګړي توګه له سکی لوبغاړو»
تنظیم کوونکو د داسې ملاتړ د دوام پر اړتیا هم ټینګار وکړ او دا یې په بامیان کې د سپورټ د پراختیا لپاره یو مهم فکټور وګڼلو.
د سیالۍ تنظیموونکي شاه آغا ویلي: “مونږ هیله لرو، چې افغان بیسیم مخابراتي شرکت به تل د بامیانو له لوبغاړو سره همکاري وکړي. په ځانګړي توګه د سکیینګ په برخه کې.”
ګډونوالو لوبغاړو دا سیالۍ د تجربو تبادلې او د خپلو وړتیاوو ښودلو لپاره د ارزښتناکه فرصت په توګه څرګندې کړې.
لوبغاړي علي عسکري ویلي: “مونږ شاوخوا له اته کلونو راپدېخوا سکي کوو. د نورو ولایتونو خلکو د غزني او میدان وردګ په ګډون هم په دې سیالیو کې برخه اخیستې ده.”
د دې سیالیو د پایلو له مخې؛ په مسلکي کټګورۍ کې سید روح الله لومړی مقام وګاټه او علي آغا او سید هادي پر ترتیب دوهیم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
په شوقي کټګورۍ کې آصف، شېر حسین او نور آغا له لومړي څخه تر درېیم مقام ترلاسه کړ.
همدارنګه، په محلي (لرګین) سیالیو کې حسن علي اتلولي وګټله او شمسالله او محمد دوهیم مقام ترلاسه کړ.
د بامیان ولایت، چې د واورې پوښل شوي غرونه لري، د ژمنیو لوبو لپاره په افغانستان کې یو له مناسبو سیمو څخه ګڼل کیږي او پخوا یې د کورنیو او نړیوالو سکیینګ سیالیو کوربتوب کړی دی.
-
تازه خبرونه3 days agoد «پرمختګ» اوبپاڼې پرانیسته؛ د افغانستان د رسنیو لپاره نوی معلوماتي سرچینه
-
سوداگري16 hours agoد افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
-
نړۍ2 days agoد جګړې له پایلو د اماراتو اندېښنه؛ د تېلو په راکړه ورکړه کې د ډالرو دډې ته کولو احتمال
-
نړۍ17 hours agoله ایران سره نوې هوکړه به د پخوانۍ هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي – ټرمپ
-
تحول3 days agoتحول: د ایران لهخوا د هرمز تنګي د بیا بندېدا علت
-
څار2 days agoڅار: په چین کې د کابل-اسلام آباد د خبرو اترو برخلیک
-
سوداگري2 days agoازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون
-
تازه خبرونه1 day agoد صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپل بېلاروس سیال سره د ډیزلو او پټرولو پر پېرلو خبرې وکړې
