تازه خبرونه
چین، پاکستان او بنګله دیش د سارک پرځای د نوي سیمه ییز بلاک په لټه کې دي
د سویلي آسیا د سیمهییزې همکارۍ ټولنه( سارک ) په ۱۹۸۵ کال کې د سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري همکارۍ د ودې لپاره رامنځته شوه. سارک له نږدې یوې لسیزې راپدېخوا په نیمه فعال حالت کې دی. د دې ټولنې وروستۍ بشپړه غونډه په ۲۰۱۴ کال کې ترسره شوه او له هغه وخت راپدېخوا د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکیچونه د دې ټولنې د هڅو اصلي خنډ دی.
د سویلي آسیا د سیمهییزې همکارۍ ټولنې (سارک) ځینې آسیایي هېوادونه؛ چین، پاکستان او بنګله دیش هڅه کوي، چې یو نوی سیمهییز بلاک جوړ او پر اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو راوڅرخیږي.
د سویلي آسیا د سیمهییزې همکارۍ ټولنه( سارک ) په ۱۹۸۵ کال کې د سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري همکارۍ د ودې لپاره رامنځته شوه. سارک له نږدې یوې لسیزې راپدېخوا په نیمه فعال حالت کې دی. د دې ټولنې وروستۍ بشپړه غونډه په ۲۰۱۴ کال کې ترسره شوه او له هغه وخت راپدېخوا د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکیچونه د دې ټولنې د هڅو اصلي خنډ دی.
د نیپال، بنګله دېش او سریلانکا ډیپلوماټیکو سرچینو تائید کړې، چې د بدیل جوړښت د جوړولو لپاره غیر رسمي مشورې روانې دي.
د پاکستان ورځپاڼې “ایکسپریس ټریبیون” د راپور له مخې؛ سږکال د جون پر نولسمه د چین په کنمینګ کې یوه غونډه وشوه، چې بنګله دېش هم په کې برخه اخیستې وه.
ورځپاڼې راپور ورکړ، چې: “د غونډې اصلي هدف د سارک نورو غړو هېوادونو ته بلنه ورکول ول، چې په نوي ګروپ کې شامل شي.”
یوه لوړ پوړي بنګلهدېشي چارواکي سیمهییزو رسنیو ته ویلي: “سارک نور په خپله اوسنۍ بڼه کار نهکوي او مونږ داسې میکانیزمونو ته اړتیا لرو، چې انعطاف منونکی، غیر سیاسي او پایلې لرونکي وي.” دا څرګندونې د سارک د کوچنیو غړو هېوادونو نارضایتي منعکس کوي، چې سیمهییز اهداف یې د سیمهییزو سیاسي شخړو له کبله پر ټپه درېدلي دي.
بنګلهدېش، بوتان، نیپال او سریلانکا ته ورته هېوادونو له نوي سیمهییزجوړښت سره مخ پر زیاتېدونکي لېوالتیا ښودلې. په داسې حال کې، چې په مرکزي او ختیځه آسیا کې، د چین ملاتړ شوي نوښتونو د افغانستان او مالډیپ په څیر هېوادونو ته هم لېوالتیا ښودلې، چې د سټراټیژیکې همغږۍ په بدل کې اقتصادي فرصتونه وړاندې کوي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د سارک د بیا راژوندي کولو ناکامي نه یوازې په نړیوال سټیج کې د سویلي آسیا د ډلهییزې معاملې ځواک کم کړی، بلکې سیمه یې نوره هم ټوټه ټوټه کړې ده. کله، چې د اقلیم بدلون، مهاجرت، عامې روغتیا او ډیجیټل زیربنا په څیر مسلو کې د پولې هاخوا همکاري تر بل هر وخت ډېره اړینه ده.
د سویلي آسیا د سیاست کارپوهه ډاکټر فرح قریشي، چې په نوي ډیلي کې میشته ده، وايي: “د سارک بې اهمیتي اوس یوازې یو ډیپلوماتیک شرم ندی، بلکې په داسې نړۍ کې له لاسه وتلی فرصت دی، چې سیمهییز بلاکونه د پرمختګ اصلي څرخ دی.”
لکه څنګه، چې نوي سمونونه راڅرګندېږي، شنونکي ټینګار کوي؛ د سارک لپاره هر بریالی بدیل باید د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له حل کولو څخه هاخوا وي؛ دا د همکارۍ اغېزمن میکانیزمونو، سیاسي ګډون او د سیمې بدلیدونکو ننګونو ته د ځواب ویلو لپاره انعطاف ته هم اړتیا لري.
د اوس لپاره د سارک راتلونکی ناڅرګند دی؛ خو د عملي او رغنده بدیلونو موندلو لپاره د سیمهییزو هېوادونو لیوالتیا په ډراماټیک ډول زیاته شوې ده.
