تازه خبرونه
چین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
په دې لیدنه کې چینايي ډیپلوماټانو په افغانستان کې د چین پانګهوالو له ستونزو سره د مخ کېدا موضوع وړاندې کړې او د اقتصادي اړیکو د بشپړې ژورتیا غوښتنه یې کړې ده.
د اسلامي امارت د صنعت او تجارت وزیر د چین له سفیر او تجارتي اتاشې سره د چینایي پانګهوالو د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې چینايي ډیپلوماټانو په افغانستان کې د چین پانګهوالو له ستونزو سره د مخ کېدا موضوع وړاندې کړې او د اقتصادي اړیکو د بشپړې ژورتیا غوښتنه یې کړې ده.
نورالدین عزیزي د دېرو آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له چینایي پانګهوالو سره د همکاریو د پراخولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
په دې لیدنه کې د چینایي پانګهوالو د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر موضوعات بحث شوی دی.
چینايي ډیپلوماټانو هغه ننګونې پر ګوته کړې، چې د چین پانګهوالو پر وړاندې موجودې دي او د اقتصادي اړیکو د پوره پرمختګ غوښتنه یې کړې ده.
نورالدین عزیزي ویلي، چې افغانستان له چینایي پانګهوالو سره د همکاریو د پراخولو لپاره په بشپړه توګه چمتو دی.
د صنعت او تجارت وزارت مسوولانو ویلي، چې دا ناسته به د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د پراخېدا پر اړتیا ټینګار کوي او وایي، چې ټول سکټوري بنسټونه په ځانګړي توګه د صنعت او تجارت وزارت باید په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د ترسره کوونکو ستونزو ته لومړیتوب ورکړي.
د خصوصي سکټور غړي زیاتوي؛ هر څومره، چې د پانګونې د جذب بهیر پراخ شي؛ همغومره به د اقتصادي ستونزو د کمېدا زمینه برابره شي.
تازه خبرونه
د افغانستان او عمان چارواکو د ایران د جګړې او په افغانستان کې د پاکستان د یرغل په اړه خبرې وکړې
په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو خواوو د افغانستان او عمان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه په سیمه کې د وروستیو بدلونون په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیاسي چارو شنونکي او خبریالان وستایل
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني، یو شمېر چارواکو، سیاسي شنونکو، رسنیزو چارواکو او خبریالانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن (سېشنبه د کب نولسمه) د یوې غونډې پر مهال له سیاسي کارپوهانو، خبریالانو او رسنیزو چارواکو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې خبریالانو او سیاسی شنونکو د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې اغېزمنې هڅې ترسره کړې دي.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني، یو شمېر چارواکو، سیاسي شنونکو، رسنیزو چارواکو او خبریالانو ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي: “د اوسني نظام او امنیت ساتل د ټولنې د هر فرد مسوولیت دی. د جګړې په وخت کې د سیاسي شنونکو او رسنیو دریځ د خلکو د پوهاوي په لوړولو او د خلکو ترمنځ د سیاسي شعور په رامنځته کولو کې اړین رول لوبوي. د افغانستان د خلکو ګټې ګډې دي او د هغوی ساتنه یو ګډ مسوولیت دی. رسنۍ مسوولیت لري، چې په روښانه توګه حقایق څرګند کړي او د هېواد رښتینی او مستند انځور نړۍ ته ورسوي. د افغانستان د خلکو ترمنځ هیڅ راز ژبنۍ، سمتي او قومي برتري نشته؛ ځکه، چې په هېواد کې یووالی او ورورولي حاکمه ده.
تازه خبرونه
افغانستان د امریکا وروستۍ پرېکړه د افسوس وړ وبلله او پر خبرو یې ټینګار څرګند کړ
د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سېشنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی هېواد” ګڼي؛ د افسوس وړ بولي او ټینګار کوي، چې د خبرو اترو له لارې دې ستونزې حل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سېشنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېر کال کې اسلامي امارت د ښه نیت له مخې د ځینو امریکایي وګړو په اړه مثبت ګامونه پورته کړي دي.
په اعلامیه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د آسانتیا په برخه کې د قطر رول ته هم نغوته(اشاره) شوې او د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د اړیکو او د ستونزو د حل پر دوام ټینګار شوی دی.
-
تازه خبرونه3 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه2 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه3 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
تازه خبرونه2 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
تازه خبرونه3 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
