تازه خبرونه
چین دې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي – امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر؛ د چین د ولسمشر له لوري د افغانستان اسلامي امارت د استازي د باور لیک د منلو په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه د بیجینګ دریځ اوس هم روښانه نهدی.
هغه ويلي، چې په دې اړه به د چين د حکومت د رسمي څرګندونو له اورېدو وروسته خپل نظر څرګند کړي.
هغه یوه خبري کنفرانس ته څرګنده کړې: ما هغه راپورونه لیدلي او زه فکر کوم، چې د چین حکومت باید [له طالبانو سره د بیجینګ د اړیکو] په اړه خبرې وکړي او دا، چې آیا دوی (چین) طالبان (اسلامي امارت) پر رسمیت پېژندلي او که نه ! ما د دوی ځینې بېلابېل نظرونه لیدلي دي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د چین او اسلامي امارت اوسنۍ اړیکې به د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه د امریکا تګلاره بدله نهکړي او دغه ډله باید د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د وضعیت د ښه والي په ګډون ځانګړي ګامونه پورته کړي.
هغه زیاته کړې: … مخکې له دې، چې په دې اړه خپله ارزونه ولرو؛ په دې اړه به د چین د حکومت څرګندونو ته په تمه پاتې شو.
هغه له چین او نورو هېوادونو وغوښتل، چې د اسلامي امارت په چلند کې د بدلون لپاره له خپل نفوذه کار واخلي.
دغه راز د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ ( د سلواغې لسمه ) د یو لړ انځورونو پر خپرولو څرګنده کړې؛ د چین ولسمشر شي جینپینګ د اسلامي امارت د سفیر او ځانګړي استازي اسدالله بلال کریمي باورلیک منلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې دا هم لیکلي، چې د بلال کریمي باورلیک د ۴۱ نورو هېوادونو د سفیرانو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې شي جین پینګ ته وړاندې شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د کړکېچ نړیوالې ډلې د سې شنبې پر ورځ په یوه راپور کې له لویدیځو هېوادونو غوښتي، چې د سوداګرۍ د وضعیت د ښه کولو او له وسلهوالو مخالفانو سره د مبارزې په برخه کې دې له افغانستان سره د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د عملي ګامونو د پورته کولو مخه نهنیسي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو په شبکو کې پر پانګونې ټینګار وکړ
ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زدهکړو او فرصتونو بې برخې شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ښځو او نجونو د حقونو او روغتیا ساتنې لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی اړین دی او له حکومتونو او اړوند بنسټونو یې په دې اړه د عملي هڅو غوښتنه کړې ده.
ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زدهکړو او فرصتونو بې برخې شي.
ګوټرش د اوبو په اړه په سږنۍ څرګندونه کې «چېرته، چې اوبه بهېږي؛ هلته برابري وده کوي» تر سرلیک لاندې ټینګار کړی؛ اوبو ته د لاسرسي ښهکول کولی شي د جنسیتي برابرۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.
هغه له حکومتونو وغوښتل، چې د خدمتونو د وړاندې کولو په ښه کولو، د کاري ځواک د ظرفیت پر پیاوړتیا او دوامدار تمویل د اوبو او حفظالصحې په شبکو کې پانګونه زیاته کړي.
هغه همدارنګه له پرمختللو هېوادونو وغوښتل، چې د ټکنالوژۍ، تخصص او بودجې پر وړاندې کولو د بنسټیزو سرچینو د جوړولو لپاره له دغو هڅو ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو پر اړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ښځې باید د پرېکړو په بهیرونو کې برخه ولري، چې د اوبو سیسټمونه د ټولنې له اړتیاوو سره سم جوړ شي.
ګوترس ویلي، چې د اوبو کمښت کولی شي شخړو ته لمن ووهي؛ اوبه کولی شي همکاري او سوله هم پیاوړې کړي.
هغه وایي: “راځئ، چې په ګډه اوبه د جنسیت د برابرۍ لپاره پر یوه ځواک واړوو.”
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه22 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی23 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه22 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
