تازه خبرونه
کابل له نړۍ سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي – اسلامي امارت
مجاهد ویلي، اوسني حکومت په تېرو پېنځه کلونو کې له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر باور ولاړې اړیکې رامنځته کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، حکومت هڅه کوي له سیمهییزو او له سیمې بهر هېوادونو سره د کابل اړیکې نورې پیاوړې او پراخې کړي؛ ځکه، چې بهرنی سیاست یې پر اقتصاد او سیمهییزې نښلېدا ولاړ دی.
مجاهد ویلي، اوسني حکومت په تېرو پېنځه کلونو کې له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر باور ولاړې اړیکې رامنځته کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان ته د ځینو هېوادونو د لوړپوړیو چارواکو تګ راتګ او له یو شمېر هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا د دغو اړیکو د پراخېدا ښکارندويي کوي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې افغانستان د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او د اقتصادي او سیمهییزې نښلېدا د پالیسۍ د پلي کېدا لپاره د ګاونډ او سیمهییزو هېوادونو همکاریو او اغېزمن رول ته اړتیا لري.
مجاهد ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي له سیمهییزو هېوادونو سره د کابل اړیکې پراخې او ټینګې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، اسلامي امارت اوس په بېلابېلو هېوادونو کې ۴۰ فعالې سیاسي استازولۍ لري.
دغه راز د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکو ويلي، له نړۍ سره د افغانستان د تعامل پراختیا کولی شي د دې هېواد د سیاسي انزوا په کمېدا، د ډیپلوماتیکو اړیکو په پیاوړتیا، د پانګونې په جلب او په پای کې د اقتصادي ودې له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.