Connect with us

تازه خبرونه

کابل له نړۍ سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي – اسلامي امارت

مجاهد ویلي، اوسني حکومت په تېرو پېنځه کلونو کې له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر باور ولاړې اړیکې رامنځته کړې دي.

خپور شوی

د

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، حکومت هڅه کوي له سیمه‌ییزو او له سیمې بهر هېوادونو سره د کابل اړیکې نورې پیاوړې او پراخې کړي؛ ځکه، چې بهرنی سیاست یې پر اقتصاد او سیمه‌ییزې نښلېدا ولاړ دی.

مجاهد ویلي، اوسني حکومت په تېرو پېنځه کلونو کې له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر باور ولاړې اړیکې رامنځته کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان ته د ځینو هېوادونو د لوړپوړیو چارواکو تګ راتګ او له یو شمېر هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا د دغو اړیکو د پراخېدا ښکارندويي کوي.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې افغانستان د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا او د اقتصادي او سیمه‌ییزې نښلېدا د پالیسۍ د پلي کېدا لپاره د ګاونډ او سیمه‌ییزو هېوادونو همکاریو او اغېزمن رول ته اړتیا لري.

مجاهد ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د کابل اړیکې پراخې او ټینګې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، اسلامي امارت اوس په بېلابېلو هېوادونو کې ۴۰ فعالې سیاسي استازولۍ لري.

دغه راز د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکو ويلي، له نړۍ سره د افغانستان د تعامل پراختیا کولی شي د دې هېواد د سیاسي انزوا په کمېدا، د ډیپلوماتیکو اړیکو په پیاوړتیا، د پانګونې په جلب او په پای کې د اقتصادي ودې له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

که امریکا له افغانستان سره تعامل ونه‌کړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیل‌زاد

خلیل‌زاد ټینګار کړی، چې د افغانستان ثبات د امریکا په ګټه دی او واشنګټن نه‌غواړي افغانستان یو ځل بیا د ړنګېدا او ګډوډۍ پر لوري ولاړ شي؛ ځکه دغه حالت کولی شي تېر ته ورته د ترهګرو ډلو د ودې او پر امریکا د ګواښونو د زیاتېدا زمینه برابره کړي.

Published

on

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، که واشنګټن له افغانستان سره تعامل ونه‌کړي، چین او روسیه به د رامنځته شوې تشې د ډکولو هڅه وکړي.

خلیل‌زاد ټینګار کړی، چې د افغانستان ثبات د امریکا په ګټه دی او واشنګټن نه‌غواړي افغانستان یو ځل بیا د ړنګېدا او ګډوډۍ پر لوري ولاړ شي؛ ځکه دغه حالت کولی شي تېر ته ورته د ترهګرو ډلو د ودې او پر امریکا د ګواښونو د زیاتېدا زمینه برابره کړي.

هغه له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي:« زما له نظره که مونږ تعامل ونه‌کړو او د خپلو ګټو د پرمختګ لپاره هڅه ونه‌کړو؛ نو زمونږ سیالان به زمونږ تشه ډکه کړي. چین افغانستان ته داخل شوی او هڅه کوي د دغه هېواد پر طبیعي سرچینو واک ترلاسه کړي. روسیه هم ډېره فعاله ده.»

خلیل‌زاد زیاته کړې، چې د امریکا اوسنی سیاست باید د افغانستان اوسني او راتلونکي وضعیت ته پام وکړي او روښانه کړي، چې واشنګټن غواړي افغانستان په راتلونکې کې څه ډول هېواد وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې امریکا پرېکړه کړې؛ له مهمو ګټو به یې یوه دا وي، چې افغانستان بیا د امریکا ضد ترهګرو ډلو پر مرکز یا اډې بدل نه‌شي.

هغه ویلي، د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اقتصادي پرمختګ او د افغانستان د سرچینو پراختیا مهمه ده.

خلیل‌زاد همداراز خبرداری ورکړی، چې د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام کولی شي منفي او زیانمنې پایلې ولري.

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، کابل او واشنګټن څو ځله د بېلابېلو چینلونو له لارې خبرې کړې دي؛ خو د نوموړي پر باور د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې د بدلون نشتوالی د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د عملي پرمختګ مخه نیولې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د چین سفیر له متقي سره د مخه‌ښې په لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، امیرخان متقي د اسلامي امارت او چین ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې بللې او د ژاو شینګ د ماموریت په دوره کې یې د نوموړي له هڅو مننه کړې ده.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۲, ۱۴۰۵

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د مخه‌ښې په لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، امیرخان متقي د اسلامي امارت او چین ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې بللې او د ژاو شینګ د ماموریت په دوره کې یې د نوموړي له هڅو مننه کړې ده.

متقي د چین سفیر ته په راتلونکي ماموریت کې د بریا هیله هم څرګنده کړې ده.

بلخوا، د چین سفیر د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه بللې او د خپل ماموریت پر مهال یې د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه کړې ده.

ژاو شینګ هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې نورې هم پراخې او پیاوړې شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بدخشان عملیاتو د امنیتي ځواکونو وړتیا وښوده – په چین کې د اسلامي امارت استازي

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۲, ۱۴۰۵

د افغانستان کورنیو چارو وزارت یوه پلاوي، چې مشري یې د دغه وزارت د عمومي دفتر رییس زین‌الله عابر او لوی سلاکار عبدالرحیم ثاقب کوله؛ په چین کې د امنیت په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازي په بدخشان ولایت کې د امنیتي ځواکونو وروستیو عملیاتو ته په نغوته کې دغه عملیات د امنیتي ځواکونو د هغو وړتیاوو بېلګه وبلله، چې د امنیت د ګډوډوونکو پر وړاندې یې لري.

هغه ویلي:« زمونږ امنیتي ځواکونه د الله تعالی پر نصرت او مرسته دومره وړتیا لري، چې په هېواد کې د هر ډول ناامنۍ مخه ونیسي، شرارت‌کوونکي او د امنیت ګډوډوونکي وځپي او د هغو ډلو ناوړه موخې او نیتونه شنډ کړي، چې د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅه کوي. د هېواد د شمال په بدخشان ولایت کې د امنیت ګډوډوونکو وروستۍ ناکامي د دغې وړتیا یوه څرګنده بېلګه ده.»

د اسلامي امارت استازي ټینګار کړی؛ د افغانستان امنیتي ځواکونه ژمن دي، چې د افغانستان له خاورې د افغانانو، ګاونډ هېوادونو او نورو هېوادونو پر وړاندې د ناامنۍ د رامنځته کولو مخه ونیسي.

هغه همداراز د امنیتي همکاریو پر پراختیا، د استخباراتي معلوماتو پر تبادله، د پولو د امنیت پر ټینګښت او د نشه‌یي توکو او قاچاق پر وړاندې پر ګډه مبارزې ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت استازي د سولې او سیمه‌ییز ثبات په برخه کې د چین د ملاتړ له تګلارې هم مننه کړې او څرګندوي، چې افغانستان له چین او د سیمې له هېوادونو سره د امنیتي همکاریو پراختیا ته چمتو دی.

هغه په پای کې ټینګار کړی، چې افغانستان د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د سولې، امنیت او اقتصادي پراختیا غوښتونکی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!