Connect with us

نړۍ

که اسرائیلي یرغمل خوشې نشي دوزخ به جوړ شي – ټرمپ

حماس د دوشنبې پر ورځ مخکې له دې، چې اسرائیل له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړي وویل؛ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر به تر بلې خبرتیا وځنډوي.

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر د ځنډولو ګواښ “وحشتناک” وباله او وایي، چې که ټول یرغمل شوي کسان له غزې څخه خوشې نشي؛ نو د دوزخ دروازې به خلاصې شي.

حماس د دوشنبې پر ورځ مخکې له دې، چې اسرائیل له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړي وویل؛ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر به تر بلې خبرتیا وځنډوي.

د اوربند د تړون په چوکاټ کې حماس ژمن دی، چې یو شمېر اسرائیلي یرغمل خوشې کړي. لکه څنګه، چې یې د تېرو درې اوونیو راپدېخوا هره شنبه اسرائیلي یرغمل د یو شمېر فلسطیني بندیانو په بدل کې.خوشې شوي دي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې که د شنبې تر غرمې پورې هر اسرائیلی یرغمل خوشې نشي؛ نو د دوزخ به جوړ شي.

دغه راز هغه د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند د پای ته رسولو غوښتنه هم وکړه.

هغه ویلي: “شنبه ۱۲ بجې مونږ ټول یثرغمل غواړو. زه خپله خبرې کوم؛ اسرائیل کولی شي هغه لغوه کړي. “خو زما لپاره، د شنبې پر ورځ د غرمې پر ۱۲ بجو که هلته نه‌وي؛ نو ټول د دوزخ دروازې به خلاص شي.”

ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې، چې آیا “دوزخ” د اسرائیلو د غچ اخیستنې معنا لري؛وویل:” تاسې به وګورئ، دوی ټول به یې وویني. حماس به هم پوه شي، چې زما مطلب څه دی.”

د امریکا ولسمشر د یکشنبې پر ورځ د حماس له بند څخه د خوشې شویو درې یرغملو د انځورونو له لیدلو وروسته اعلان وکړ، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند تړون په اړه یې صبر پای ته رسیدلی دی.

هغه وویل، چې خوشې شوي یرغمل د هولوکاسټ له قربانیانو سره ورته ول؛ ځکه، چې په ناوړه شرایطو کې ساتل شوي وه.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې دوی د حماس د خبرپانې په اړه د یرغمل شویو ټولو کورنیو ته خبر ورکړی دی. په داسې حال کې، چې د اوربند تړون ته یې پخپله ژمنتیا هم ټینګار کړی دی.

ټرمپ دا خبرداری هم ورکړ، چې که مصر او اردن د هغه پلان( د غزې اوسیدونکي دې په خپله خاوره کې قبول کړي) ونه‌مني؛ نو هغه به ورسره د امریکا مرستې بندې کړي.

له هغې وروسته، چې حماس د یرغملو کسانو خوشې کول ودرول؛ د اوربند خبرې اترې له یوې نوې ننګونې سره مخ شوې دي. په داسې حال کې، چې اسرائیل او حماس یو بل له تړون څخه پر سرغړونې تورنوي. د غزې د راتلونکي په اړه د ټرمپ څرګندونو او د دې دریځ لپاره د نتنیاهو ملاتړ تاوتریخوالی زیات کړی او د خبرو اترو دوام یې پر ټپه درولی دی.

د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې، چې فلسطینیان باید له غزې ووځي او د امریکا تر کنټرول لاندې ساحلي سیمه باید د املاکو پروژې په توګه پراخه شي؛ له جګړې وروسته د راتلونکي په اړه تمې بدلې کړې دي.

فاکس نیوز د دوشنبې پر ورځ له ټرمپ سره د مرکې یوه برخه خپره کړې؛ له هغه څخه د پلان په اړه پوښتنه وشوه، چې آیا فلسطینیان به د بېرته راستنېدو حق ولري؛ په ​​ځواب کې ویلي: “نه! وبه یې نلري.”

ټرمپ ویلي: “زه د دوی لپاره د دایمي ځای د جوړولو په اړه خبرې کوم؛ ځکه، چې که دوی اوس بېرته راشي، نو کلونه وخت به ونیسي، چې هلته ژوند کول ممکن شي.”

هغه زیاته کړې، چې هغه کولی شي د فلسطینانو د میشتولو لپاره له مصر او اردن سره یوې هوکړې ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې د ولسمشر په ګډون د سیمې هېوادونو د ټرمپ او نتنیاهو ګډ پلان رد کړی او عملي یې نه بولي.

نړۍ

په آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس

پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.

Published

on

د آسټرالیا پولیسو څرګنده کړې، چې د سیډني ښار په بونډي ساحل کې پر یهودي نندارې مرګونی ډزې پلار او زوی کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

پولیسو زیاته کړې؛ دا پېښه د یکشنبې پر ماښام هغه وخت رامنځته شوې، چې نږدې ۱۰۰۰ کسان بونډي ساحل ته نږدې په یوه پارک کې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره راټول شوي وه. برید شاوخوا ۱۰ دقیقې روان و او د سیمې د ګډونوالو او اوسېدونکو ترمنځ یې پراخه وېره خپره کړه. د ځاني زیانمنو عمرونه د ۱۰ او ۸۷ کلونو ترمنځ راپور شوي دي.

پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.

چارواکو دا پېښه هدفي او یهود ضد ګڼلې او ټینګار کوي، چې یوازې دوه بریدګر په دې پېښه کې ښکېل ول.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پېښې په بهیر کې احمد الاحمد نومی مسلمان بریالی شو، چې یو بریدګر بې وسلې کړي او د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.

د آسټرالیا لومړي وزیر دا برید غندلی؛ دا یې “ترهګریز عمل” وباله او د هېواد له یهوديانو سره یې پیوستون څرګند کړ.

ویل کیږي، چې دا ډزې له نږدې درې لسیزو راپدېخوا په آسټرالیا کې ترټولو بد وسلوال تاوتریخوالی ثبت شوی دی.

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ

د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.

Published

on

د چارشنبې پر ورځ د امریکا حکومت د ټرمپ طلایي کارت نومی د ویزې یو داسې پروګرام پیل کړ، چې بهرنیانو ته به په دې هېواد کې د یو میلیون ډالرو د ورکولو په بدل کې د دایمي استوګنې د تر لاسه کولو اجازه ورکړي.

د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.

د پړاوونو له ترسره کولو وروسته د ویزې غوښتونکي باید “شنه کارت” ته ورته؛ په امریکا کې د ژوند او کار اجازې ته د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ۱ میلیون ډالر ورکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “دا په اصل کې شین کارت دی؛ خو ډېر غوره، ډېر ځواکمن او ډېره پیاوړی لار. د لارې جوړول یوه اړینه مسئله ده؛ باید د منلو وړ خلک اوسئ”.

د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک وایي، چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو د طلایي کارت د ترلاسه کولو لپاره نوم‌لیکنه کړې او تمه ده، چې نور به هم دا کار وکړي.

لوټنیک رویټرز ته ویلي: “زه تمه لرم، چې د وخت پر تېرېدا به زرګونه کارتونه وپلورو او میلیارډونه ډالر راټول کړو.”

لوټنیک ویلي، چې د طلایي کارت پروګرام به هغه کسان امریکا ته راولي، چې اقتصاد ته ګټه ورسوي.

د ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده. امریکا سلګونه زره کسان، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې ول؛ له هېواده ایستلي او د قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې بېلابېل ګامونه پورته کړي دي.

لوټنیک یادونه کوي؛ د طلایي کارت یوه شرکتي نسخه هم شته او شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې د ۲ میلیون ډالرو پر سپارلو یې د هر کارمند لپاره ترلاسه کړي.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.

Published

on

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ د امریکا د کنټاکي ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو زده‌کړیال وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.

ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.

دغه پېښه د سې‌شنبې پر ورځ د کنټاکي ایالت په مرکز فرانکفورت ښار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د یوه وسله‌وال د شتون په اړه لومړني راپورونه خپاره شول. پولیسو چټکه هڅه تر سره کړه؛ شکمن ونیول شو او سیمه یې خوندي کړه.

نیویارک ټایمز د پوهنتون د ویاند د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ شکمن کس زده‌کړیال نه و، خو دواړه قربانیان د پوهنتون زده‌کړیالان دي. ډزې د زده‌کړیالانو د استوګنې له ودانې بهر ترسره شوې دي.

کنټاکي پوهنتون د تورپوستو لپاره د امریکا یو تاریخي ښوونیز مرکز ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۱۷۰۰ زده‌کړیالان لري. په دې اړه تر دې دمه نور جزئیات خپاره شوي ندي؛ خو ویل کېږي، چې وروسته به رسمي اعلامیه خپره شي.

د فرانکفورت پولیسو د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو وایي جنایي څېړنې روانې دي، چې د پېښې انګېزه او څرنګوالی معلوم شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!