تازه خبرونه
ګاونډ هېوادونو ته لېږدول شوې چورلکې به د نظام مخالفانو ته ونهسپارل شي
اسلامي امارت په ډاګه کړې، چې د جمهوريت له نسکوریدو سره ازبکستان او تاجکستان ته لیږدول شوې چورلکې به هیڅکله هم د نظام مخالفانو ته ونهسپارل شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: هغه چورلکې، چې د جمهوريت له ړنګیدو وروسته تاجکستان او ازبکستان ته لیږدول شوې دي؛ هیڅکله به د نظام د مخالفانو لاس ته ونه ولویږي، چې ناوړه استفاده ترې وکړي.
د اسلامي امارت ویاند وایي؛ له ازبکستان او تاجکستان سره خبرې روانې دي چې دا الوتکې بیرته افغانستان ته راولېږدول شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وایي: هغه چورلکې او ځینې الوتکې، چې له افغانستان څخه بهر دي؛ د افغانستان د خلکو ملکیت دی او ان شاالله دا رامنځته شوې ستونزه به اواره شي. مونږ هغو هېوادونو ته خپلې غوښتنې څرګندې کړي، چې باید افغانانو ته بېرته ورکړ شي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: دا ممکنه نده، چې له دغو چورلکو څخه ناوړه ګټه پورته شي او یا هم د دښمنانو لاس ته ورشي او په دغو هېوادونو کې د ځینو قانوني مسایلو له اواري سره ښايي دغه چورلکې بیا افغانستان ته انتقال شي.
یو شمېر پوځي کارپوهان هم وايي، چې دا الوتکې د افغانانو دی او باید بېرته افغانستان ته وسپارل شي.
سیاسي شنونکي محمد بشار ویلي: دا چورلکې د افغانستان ملکیت دی او باید ژر تر ژره دا موضوع حل شي او د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شي.
د یو لړ څرګندونو له مخې: افغانستان د تېر حکومت له نسکورېدو مخکې له ۱۶۴ ډېرې پوځي الوتکې درلودې. که څه هم تر اوسه څرګنده نده، چې څومره دغه الوتکې له افغانستان څخه ایستل شوي؛ خو راپورونه وايي، چې د تېر حکومت د نسکورېدو پر وخت له ۴۰ ډېرې پوځي الوتکې د افغانستان شمالي ګاونډ هېوادونو ته لېږدول شوې دي.
له دې مخکې د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ یا سنتکام ویلي وه؛ له افغانستان څخه تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې پوځي الوتکې د افغانستان اوسني حکومت ته نه ورکوي او د امریکا متحده ایالات د تاجکستان له حکومت سره د دې الوتکو د ساتنې او ښې استفادې لپاره کار کوي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.
د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.
ټاکل شوې، چې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو استازي، د نړیوالو ټولنو استازي، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې څانګوال(متخصصان) او د خصوصي سکټور استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي.
په غونډه کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ پراختیا، ډیجیټلي حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي بېخبناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د تجربو او لاسته راوړنو او د ډیجیټلي بدلون په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي.
همدارنګه، ټاکل شوې د افغانستان پلاوی د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوند ادارو سره دوهاړخیزې لیدنې ولري او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه نن(پنجشنبه) په مسکو ښار کې پیلیږي او درې ورځې به روانه وي.
#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #ډیجیټليټکنالوژي #مخابرات #معلوماتيټکنالوژي
تازه خبرونه
یو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو
د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټکټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نهدي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ۳۲ کلن افغان محمد داوود الکوزي د اوکټوبر پر شپږمه د ټکزاس ایالت په فورتورټ فډرالي محکمه کې د ځانمرګي برید د ترسره کولو په اړه د انلاین ګواښیز پیغام د لېږلو پر تور پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټکټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نهدي.
چارواکو ویلي، داسې شواهد یې هم موندلي نهدي، چې نوموړي په رښتیا د برید د ترسره کولو نیت درلود.
الکوزی اوس د پېنځه کلونو له فډرالي بند، ۲۵۰ زره ډالرو جریمې او تر درې کلونو پورې قضايي څارنې سره مخ دی. د نوموړي د سزا د اعلان نېټه تر دې دمه ټاکل شوې نهده.
تازه خبرونه
په مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې «سياسټياو» څرګنده کړې، چې د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه به په مسکو کې د دې ټولنې، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ګډه غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.
دغه راز د ډلهییز امنیت تړون ټولنه د ګډ امنیت شورا غونډه به د نومبر پر لسمه او یوولسمه په مسکو کې جوړه شي، چې په کې به د ډلهییز امنیت د نظام پیاوړتیا او د غړیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا وڅېړل شي.
ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې به د ډلهییز امنیت نظام د پیاوړتیا او د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره هم پرېکړې وشي.
-
تازه خبرونه4 days agoآریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سوداگري3 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد یمن دولتي ځواکونو د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې
-
نړۍ4 days agoسعودي، ترکیې او پاکستان ګډ دفاعي تړون پلي کړ
-
تازه خبرونه3 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
-
تازه خبرونه2 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
