لوبی
ګلف جایانتز لوبډلې د ۲۰ آووریز کرکت نړیوال لیګ لومړنۍ اتلولي خپله کړه
د یکشنبې پر ورځ د ګلف جایانتز لوبډلې د ۲۰ آووریز کرکت نړیوال لیګ په وروستۍ لوبه کې د دیزرت وایپرز لوبډلې ته د ۷ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو لومړنۍ اتلولي یې وګټله.
د دوبۍ په کرکت لوبغالي کې ګلف جایانتز لوبډلې د ۱۴۷ منډو د ترلاسه کولو په هڅو کې د دوه لوبغاړيو له سوځېدو سره ځان په ستونزمن حالت کې احساس کړ.
کریس لین او ګرهارد ار اسموس دواړو ۷۳ منډې جوړې کړې؛ خو د ګلف جایانتز لوبډلې د ۴ لوبغاړیو له سوځېدو سره ۹۹ منډې وکړې او اراسموس هم په ۱۵ آوور کې وسوځېدو.
ګلف جایانتز لوبډلې د بریا لپاره له پاتې ۳۳ توپونو څخه ۴۸ منډو ته اړتیا لرله.
د دیزرت وایپرز لوبډلې تام کوران په یوه اوور کې زړهراکښونکې توپ اچونه وکړه او پر ۲۴ توپونو یې ۴۲ منډې جوړې کړې؛ خو وروسته کریس لین او شیمرون هتمایر په زړه پورې لوبه وکړه. دغو دوه لوبغاړیو په ۱۷ آوور کې ۴ منډې وکړې او په بل آوور کې شیمرون هتمایر په پرلپسې ډول ۳ څلوریزې وکړې او په دې توګه لوبه د ۱۲ توپونو پر ۸ منډو بدل شو.
لین په ۱۹ آوور کې دوه څلوریزې جوړې کړې او پدې توګه د ګلف جایانتز لوبډلې لوبه وګټله. لین په دې لوبه کې له ۵۰ توپونو ټولټال ۷۲ منډې وکړې، چې نهه څلوریزې او یوه شپږیزه یې وهلې دي.
د شل آووریز کرکت نړیوال لیګ د لومړي پړاو ۳۴ سیالۍ په دوبۍ، شارجه او ابوظبي ښارونو کې ترسره شوې او د فبرورۍ تر دولسمې ولوبېدل.
په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې( ابوظبي نایت رایدرز، دوبۍ کپیتلز، ګلف جانتز، دیزرت وایپرز، ایم آی امارات او شارجه واریرز) په لاندې جوړښت کې ولوبېدې:
د ابوظبي نایت رایدرز لوبډله: سونیل ناراین (لوبډلمشر) آندرې رسیل، جاني بیرستو، پال سترلینګ، لیهرو کومارا، چریت سلانکا، برندون ګوور، کالین اینګرام، عقیل حسین، سیکوګي پراسانا، راوي رامپال، ریمون ریفر، کینار لیویس، مطیع الله خان، فرهاد نواز، صابر علي، علي خان، زوار فرید او زمان خان.
دیزرت وایپرز لوبډله: کالین مونرو (لوبډلمشر)، ونیندو هسرنگا، سام بیلینګز، الیکس هیلز، تام کوران، سندیپ لمیچاني، ثاقب محمود، شېرفاني روترفورد، بین دوکیت، بیني هاویل، شیلدون کاتریل، روبین ترمپیلمن، اعظم خان، روحان مصطفی، شېراز احمد، علي نصیر، روناک پانولي، آرین لکرا او روزونکی: جیمز فوستر.
د دوبۍ کپیتلز لوبډله: روفمن پاول (لوبډلمشر)، دشمنتا چمیرا، حضرت الله ځاځي، فبیان آلن، مجیب الرحمن، سکندر رضا، ایسورو ادانا، نیروشان دیکویلا، داسون شناکا، بنوکا راجاپاکسا، دان لارینس، بلیسنګ مضرباني، جورج مونسي، فرید کلاسن، جوروت، رابین اوتاپا، روي بوپارا، حضرت لقمان، چراغ سوري، جیش جیاناني، عاکف راجا، یوسف پتان، راهول باتیا او روزونکی: فیل سایمونز.
د ګلف لوبډله: جیمز وینس (لوبډلمشر) کریس جوردن، کریس لین، شیمرون هیتمیر، تام بینتون، دامینیک دریکز، دیوید ویس، لیام داسن، سی پی رضوان، جیمی آورتون، قیس احمد، ریچارډ ګلیسن، ایلی پاپ، ریحان احمد، وین مدسین، آیان افضل خان، انش تاندون، سانچیت شرما، اشونت ولتپا او روزونکی: اندي فلاور.
د ام آی اماراتو لوبډله: کایرون پولارد (لوبډلمشر)، دوین برافو، نیکولاس پوران، ترینت بولت، اندری فلیچر، عمران طاهر، سمیت پتیل، ویل سمید، باسل حمید، جوردن تامپسن، نجیب الله ځدران، ظاهر خان، فضل الحق فاروقي، براد ویل، بیس دی لید، محمد وسیم، ویریتیا اراویند، ظهور خان، لورکان تکر، جانتن فیګي او روزونکی: شین باند.
د شارجه واریرز لوبډله: معین علي (لوبډلمشر) دیوید مالان، ایوین لیویس، محمد نبي، کریس ووکس، نور احمد، رحمان الله ګاربز، نوین الحق، تام کوهلر کادمور، کریس بینیامین، دني بریګز، مارک دیال، بلال خان، جي جي سمیت, کارتیک میاپان, علي شان شرف, جنید صدیق , محمد جاویدالله او روزونکی: پاول فاربریس.
په دې لیګ کې د ټولې نړۍ دغو نومیاليو لوبغاړيو ونډه لرله، چې له شک پرته پرې سیالۍ نورې هم زړه راکښونکې شوې.
د افغانستان ۱۰ لوبغاړيو په دغو سیالیو کې خپلې وړتیاوې وښودلې، چې د حضرت الله ځاځی، قیس احمد، فضل الحق فاروقي، ظاهر خان، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، نور احمد، رحمن الله ګربز، مجیب الرحمن او نوین الحق نومونه یې د یادونې وړ دي.
د ۲۰ آووریز کرکت نړیوال لیګ سیالۍ لومړی پړاو د مرغومي پر ۲۳ نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیل شوی و او آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغانانو تر کورونو ورساوه.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه12 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
لوبی3 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
نړۍ17 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
