Connect with us

نړۍ

یمني حوثيانو په سره بحیره کې پر دوه کښتیو یو بل توغندیز برید کړی

خپور شوی

د

د حوثيانو یوه ویاند د سې شنبې پر سهار ( د سلواغې اوو‌لسمه ) څرګنده کړې، چې په سره بحیره کې یې پر دوه کښتیو توغندي وتوغول، چې له کبله یې د یمن د حدیده له سواحلو څخه تېرېدونکې باري کښتۍ ته لږ څه زیان اوښتی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ حوثيانو د تېر کال د نومبر له نیمایي راپدیخوا په سره بحیره کې پر بې پیلوټه الوتکو او توغندیو سوداګریزې کښتۍ پر نښه کړي، چې دا کړنې یې د غزې په جګړه کې د اسرائیلو پر ضد له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ ښکارندویي کوي.

د حوثيانو پوځي ویاند ویلي، چې د دوی توغندي پرMorning Tide و Star Nasiaنومو دوه کښتیو توغول شوي، چې د څرګندونو له مخې یې د بریټانيا او امریکا دي. په داسې حال کې، چې دې کښتیو د مارشال ټاپوګانو او بارباډوس بیرغونه لېږدول.

د بریټانیا د بحري امنیت آمبري شرکت نن څرګنده کړه؛ د بریټانیا د بارباډوس بیرغ لېږدوونکې باروړونکې کښتۍ، چې د بارباډوس بیرغ یې لېږداوه د سرې بحیرې له لارې سویل ختیځ ته پر لاره د بې پیلوټه الوتکې پر توغندیز برید زیانمنه شوې ده.

د آمبري شرکت د څرګندونو له مخې، په دې پېښه کې کومه مرګ او ژوبله نه‌ده اوښتې او بېړۍ له لږ ځنډ وروسته خپل سفر روان ساتلی دی.

د دوه‌یمې بریټانیایي بیړۍ مارننګ ټایډ نومې خاوند رویټرز ته ویلي، چې کښتۍ اوس‌مهال پرته له کومې ستونزې تېریږي؛ خو نور جزئیات یې ورنه‌کړل.

د انګلستان د بحري سوداګرۍ عملیاتو سازمان (UKMTO) د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې دوی پر کښتۍ د توغندیز برید راپور ترلاسه کړی او ورته نږدې یوه کوچنۍ کښتۍ لیدل شوې ده.

په سره بحیره کې د حوثیانو بریدونو نړیوال سوداګریز لیږد ګډوډ کړی؛ شرکتونه یې اړ کړي، چې د افریقا په سویلي کې اوږد او خورا ګران بیه سفرونو ته مخه کړي او ورسره دا اندېښنې هم راپورته شوی، چې د اسرائیل او حماس جګړه به د مینځني ختیځ سیمو ته وغځیږي او سیمه به بې ثباته کړي.

دا په  داسې حال کې ده، چې تېره ورځ امریکایي ځواکونو پر یمني حوثیانو بریدونه کړي دي.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!