Connect with us

International Sports

۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام؛ اسټرالیا ترکیې ته ۲ -۰ ماتې ورکړه

د اسټرالیا دوه‌یم ګول د لوبې په پېنځه‌اویاایمه دقیقه کې مټکالف د جزا له ساحې بهر یوه پیاوړی شوټ وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې یقیني کړه.

خپور شوی

د

د اسټرالیا فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه بریالۍ پیل کړه او د منظمې لوبې او اغېزناکو ځوابي بریدونو پر مټ یې ترکیې ته ۲ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه او په D ګروپ کې یې بریالی پیل ثبت کړ.

دغه لوبه د شنبې پر ورځ د کاناډا په ونکوور ښار کې ترسره شوه. په دې سیالۍ کې ۲۰ کلن لوبغاړي نیستور ایراکونونډا او کانر میټکالف ګولونه ووهل او د اسټرالیا بریا یې یقیني کړه.

په دې لوبه کې د اسټرالیا ځوان دروازه‌ساتونکي پاټریک بیچ ښه ځلېد او پر څو مهمو غبرګونونو یې د خپلې لوبډلې دروازه خوندي وساتله او د بریا پر لوري یې ښه رول ولوباوه.

د اسټرالیا روزونکي ټوني پوپوویچ د لوبډلې په لومړني ترکیب کې زړورې پرېکړې وکړې؛ هغه تجربه‌لرونکی دروازه‌ساتونکی میټیو رایان پر احتیاطي څوکۍ کېناوه او بیچ ته یې د لوبېدا فرصت ورکړ؛ هغه پرېکړه، چې په پایله کې د لوبډلې لپاره بریالۍ ثابته شوه.

سره له دې، چې ترکیه تر ډېره پر توپ واکمنه او او پرله‌پسې بریدونه یې کول؛ خو د دې لوبډلې بریدګر څو ځله د بیچ له ډاډمنو ژغورنو سره مخ شو او د ګول وهلو فرصتونه یې له لاسه ورکړل.

اسټرالیا د لوبې په اته‌ویشتمه دقیقه کې د یوه چټک ځوابي برید پر مهال لومړی ګول وواهه. دغه برید د دروازه‌ساتونکي له لوري پیل شو او په پای کې د یوه دقیق او اوږده پاس په وسیله ایراکونونډا یوازې له دروازه‌ساتونکي سره مخامخ شو او د لوبې لومړی ګول یې ثبت کړ.

وروسته ترکیې د ارډا ګولر او نورو لوبغاړو په خطرناکو شوټونو د لوبې د برابرولو هڅه وکړه؛ خو د اسټرالیا د دروازه‌ساتونکي ځلندې لوبې د مساوي ګول مخه ونیوله.

د اسټرالیا دوه‌یم ګول د لوبې په پېنځه‌اویاایمه دقیقه کې مټکالف د جزا له ساحې بهر یوه پیاوړی شوټ وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې یقیني کړه.

ایراکونونډا له لوبې وروسته وویل: «ډېر ښه احساس لرم. له روزنیز پلاوي او هېوادوالو له ملاتړ څخه مننه کوم.»

دغه ځوان لوبغاړی له دې ګول سره د نړیوال جام په سیالیو کې د اسټرالیا د نرینه‌وو د ملي لوبډلې په تاریخ کې تر ټولو ځوان ګول‌وهونکی شو.

د دې ګروپ په بله لوبه کې امریکا پاراګوای ته ۴- ۱ ماتې ورکړې او د جدول په سر کې ځای لري.

International Sports

فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ریکارډ جوړوونکو عملیاتو بېلابېل اړخونه څرګند کړل

د ۴۸ لوبډلو نړیوال جام په کاناډا، مکسیکو او امریکا کې ۳۹ ورځې روان و. په دغو سیالیو کې ۱۰۴ لوبې د ۱۶ کوربه ښارونو په لوبغالو کې ترسره شوې.

Published

on

 

د فوټبال نړیوال فډراسیون(فیفا) د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د تنظیم او ترسره کېدا په اړه بېلابېل اړخونه څرګند کړي او دغه سیالۍ یې د تاریخ تر ټولو ستره سپورټي پېښه بللې ده.

د ۴۸ لوبډلو نړیوال جام په کاناډا، مکسیکو او امریکا کې ۳۹ ورځې روان و. په دغو سیالیو کې ۱۰۴ لوبې د ۱۶ کوربه ښارونو په لوبغالو کې ترسره شوې.

د فیفا د څرګندونو له مخې، ۱۲۴۸ لوبغاړو په دې سیالیو کې ګډون کړی و او د لوبغالو ټولیز حضور له ۶.۸ میلیون اوښتی و.

فیفا ویلي، د دغو سیالیو ترسره کول بې‌ساری عملیاتي او لوژستیکي بهیر و. د شمالي امریکا پر کچه ۶۴۵ رسمي مرکزونه فعال ول او نږدې ۳۰۰ زره تصدیق شویو کسانو د سیالیو په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کولې.

له ۴۳ زره ډېر رضاکاران، ۷۳زره او ۷۰۰ امنیتي پرسونل او د ۱۰۴ هېوادونو ۲۵۰۰ د فیفا کارکوونکو د سیالیو د منظمو ترسره کېدو لپاره کار کړی دی.

د امنیتي چارو په برخه کې له یو میلیون څخه ډېر کاري پړاوونه ترسره شوي او د تصدیق سیسټمونو د سیالیو په بېلابېلو ځایونو کې له پېنځه میلیون ډېر ثبتونه او پلټنې ترسره کړې دي.

د درې هېوادونو ترمنځ د لوبډلو او چارواکو تګ راتګ هم ستره لوژسټیکي ننګونه وه. فیفا د سیالیو پر مهال د لوبډلو ۱۱زره او ۳۳۷ ځله تګ راتګ ثبت کړی دی.

همداراز د لوبغالو او چمتووالي ډګرونو لپاره شاوخوا ۳۰۰زره مټرمربع ځانګړی چمن کارول شوی دی.

د رسنیو فعالیتونه هم په پراخه کچه ترسره شوي دي.

د امریکا د ډالاس په ښار کې د خپرونو نړیوال مرکز د نړیوال ټلویزیوني پوښښ اصلي مرکز و. د تولید ډلو نږدې پېنځه زره کامرې کارولي او له ۲۴زره ډېر بېلابېل مطالب یې چمتو کړي، چې ټولې لوبې نړیوالو لیدونکو ته ورسوي.

فیفا د مینه‌والو د خدمتونو او د لوبغالو د فعالیتونو شمېر هم خپور کړې دي.

د سیالیو پر مهال په لوبغالو کې نږدې ۶۷۵زره هاټ‌ډاګونه، له ۴.۶ میلیون ډېر نرم څښاک او بوتلي اوبه پلورل شوې دي.

له لوبغالو بهر د فیفا د مینه‌والو جشنونو ته په شمالي امریکا کې له ۹ میلیون ډېر کسان ورغلي دي. همداراز د «له تګ مخکې پوه شئ» تر سرلیک لاندې د معلوماتي پروګرام له لارې تر ۲۳۰۰ ډېر واټساپ پیغامونه او ۷.۷ میلیون برېښنالیکونه مینه‌والو ته لېږل شوي دي.

فیفا ویلي، دغه شمېر د پراخ شوي نړیوال جام د تنظیم د کچې او پېچلتیا یوه انځور وړاندې کوي. د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې، دا لومړني اړخونه دی او په راتلونکو میاشتو کې به نور معلومات او عملیاتي جزئیات هم خپاره شي.

Continue Reading

International Sports

انګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ

انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګول‌وهونکي وه.

Published

on

 

د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې فرانسې ته ۶ ـ ۴ ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ.

انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګول‌وهونکي وه.

ساکا وروسته د لوبې په اووه‌اتیاایمه دقیقه کې له پنالټۍ خپل درېیم ګول هم وواهه او هټ‌ټریک یې بشپړ کړ.

د فرانسې لپاره کیلیان امباپه په دوه‌یمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او په دې نړیوال جام کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه. برادلي بارکولا هم د فرانسې لپاره یو ګول وکړ.

عثمان ډیمبلي د اضافي وخت په شپږمه دقیقه کې د فرانسې څلورم ګول وواهه؛ خو له هغه وروسته جوډ بلېنګهم د انګلستان شپږم ګول د فرانسې دروازې ته واستاوه.

امباپه د آرجنټاین له ستوري لیونېل میسي څخه په دوه ګولونو ډېر د روان نړیوال جام د غوره ګول‌وهونکو په سر کې ځای لري.

نوموړی همداراز له میسي څخه په یو ګول ډېر د نړیوال جام د تاریخ د غوره ګول‌وهونکو په جدول کې هم مخکښ دی. په داسې حال کې، چې میسي د یکشنبې د ورځې په پایلوبه کې د اسپانیې پر وړاندې د لوبېدا لپاره چمتووالی نیسي.

Continue Reading

International Sports

ارجنټاین په زړه‌راکښونکې لوبه کې انګلستان مات او پایلوبې ته ووت

انګلستان د دوه‌یمې نیمایي په پیل کې د انټوني ګورډون پر ګول مخکې شو او داسې ښکارېده، چې له ۱۹۶۶ کال وروسته به د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته لار ومومي؛ خو د اوسني اتل ارجنټاین لوبډلې په وروستیو دقیقو کې د لوبې حالت بدل کړ.

Published

on

 

د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې د لوبې په وروستیو شېبو کې د دوه ګولونو پر وهلو انګلستان ته ۲ ـ ۱ ماتې ورکړه او د فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته یې لار وموندله.

انګلستان د دوه‌یمې نیمایي په پیل کې د انټوني ګورډون پر ګول مخکې شو او داسې ښکارېده، چې له ۱۹۶۶ کال وروسته به د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته لار ومومي؛ خو د اوسني اتل ارجنټاین لوبډلې په وروستیو دقیقو کې د لوبې حالت بدل کړ.

انزو فرنانډز په پېنځه‌اتیاومه دقیقه کې مساوي ګول وواهه او بدیل لوبغاړي لائوټارو مارټینز د اضافي وخت په دوه‌یمه دقیقه کې د لیونل مسي پر پاس د سر پر ضربه د بریا ګول وواهه.

ارجنټاین به د یکشنبې پر ورځ د نړیوال جام په پایلوبه کې د اروپا اتلې اسپانیا پر وړاندې لوبه وکړي. دغه لوبه به د نیوجرسي په «میټ‌لایف» لوبغالي کې ترسره شي. انګلستان به بیا د درېیم مقام د ګټلو لپاره د شنبې پر ورځ له فرانسې سره مخ شي.

د لوبې لومړۍ نیمایي په نږدې سیالۍ کې تېره شوه او دواړو لوبډلو ډېر خطرناک فرصتونه جوړ نه‌کړل؛ خو د دوه‌یمې نیمایي له پیل ۱۰ دقیقې وروسته انګلستان د هري کین په جوړ شوي برید کې د مورګن راجرز د پاس له لارې د انټوني ګورډون پر ګول مخکې شو.

له ګول وروسته ارجنټاین پرله‌پسې بریدونه وکړل؛ خو د انګلستان ګول ساتونکي جورډن پیکفورډ څو ځله ښه دفاع وکړه. نیکو ګونزالس یو ښه فرصت له لاسه ورکړ او د الکسیس مک‌الیسټر توپ د ګول له ستنې سره ولګېد.

بالاخره ارجنټاین په پېنخه‌ایاومه دقیقه کې د مسي د پاس پر مرسته د انزو فرنانډز له ډاډمنې هڅې سره مساوي ګول وواهه. وروسته هم ارجنټاین بریدونو ته دوام ورکړ او مک‌الیسټر یو ځل بیا توپ د ګول له ستنې سره ولګاوه.

وروسته مسي بېرته راغلی توپ ترلاسه کړ او په دقیق پاس یې لائوتارو مارټینز ته موقع برابره کړه، چې نوموړي د اضافي وخت په دوه‌یمه دقیقه کې د سر پر ضربه د بریا ګول وواهه.

ارجنټاین اوس د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره پایلوبې ته چمتو کېږي. په داسې حال کې، چې انګلستان یو ځل بیا د یوې سترې سیالۍ په وروستیو پړاوونو کې د مخکېوالي له لاسه ورکولو له کبله له پایلوبې پاتې شو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117