سیمه ییز خبرونه
سپینه مانۍ وایي، طالبان ترهګر نه دی
د سپینې ماڼۍ ویاند که څه هم طالبان یوه ډیره خطرناکه ډله بولي؛ خو زیاتوي چې طالبان یوه ترهګره ډله نه ده؛ بلکې یوه وسلواله یاغي ډله ده، خو د نوموړي په وینا داعش او القاعده یوه ترهګره ډله ده.
د سپینې ماڼۍ په وینا، له طالبانو او القاعده سره مبارزه کې د واشنګټن تګلاره متفاوته ده.
سپینې ماڼي د چهارشنبې د ورځي په خبري غونډه کې ویلي، د اردن او داعش او د امریکا او طالبانو تر منځ د زندانیانو د تبادلې قضیې توپیر کوي.
امریکا د یوه بندي سرتیري باو برګډال په بدل کې د تېر کال د مې په میاشت کې له ګوانتانامو پنځه جګپوړي طالب مشران خوشې کړل.
اریک شولتز- د سپینې ماڼۍ ویاند:
“د بندیانو تبادله یوه متداوله طریقه ده چې د جګړو په پای کې را منځته کیږي. زمونږ سیاست دا نه دی چې باج ورنکړو. مونږ ترهګرو سازمانونو ته امتیاز نه ورکوو. طالبان یوه یاغي وسلواله ډله ده، خو داعش یو ترهګر سازمان دی. مونږ ترهګرو ډلو ته امتیاز نه ورکوو.“
یوه ورځ وروسته له دې د سپینې ماڼۍ ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان یوه ترهګره ډله نه ده، نو ولې د امریکا د مالیې وزارت د ترهګرو په نوملړ کې شامله ده، وویل؛ طالبان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د ترهګرو په څېر بریدونو نه کار اخلي.
جوش ایرنست – د سپینې ماڼۍ ویاند:
“په دوو دلیلونو سره هغوي د امریکا د مالیې وزارت د ترهګرو په نوملړ کې شامل شوي دي: طالبان له هغو تکتیکونو استفاده کوي چې له ترهګرو سره یو شان دي، هغوي ترهګرې حملې د خپلو کارونو د پر مخ بیولو لپاره تر سره کوي. دغه لیست کې د هغوي شاملول امریکا ته اجازه ورکوي چې د دغه سازمان د مشرتابه په وړاندې ځینې مالي بندیزونه ولګول شي؛ خو هغوي په متفاوت ډول ویشل شوي. هغوي له القاعده سره په توپیر کې دي، القاعده خپلو ارمانونو ته د رسېدو لپاره په ټوله نړۍ کې تاوتریخجن اقدامات تر سره کوي او د امریکا د ګټو په ضد فعالیت لري؛ خو شک نشته چې طالبان او القاعده دواړه خطرناک دي، او زمونږ د پاملرنې وړ دي.
د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا، طالبان یواځې د افغانستان دننه له ترهګریزو تکتیکونو استفاده کوي؛ خو القاعده په ټوله نړۍ کې دغه کار کوي.
طالبان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې نشته؛ خو دغه ډله د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې ده چې له مخې یې پانګه کنګل کیږي.
خبریال: فهیم نوري
سیمه ییز خبرونه
له ایران سره د هوکړې لپاره بېړه نه لرو؛ د هرمز تنګي محاصره به روانه وي – ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره بېړه نهلري او په هرمز تنګي کې به د ایراني بېړیو پر وړاندې د امریکا بحري محاصره د وروستۍ هوکړې تر لاسلیک پورې روانه وي.
نوموړي زیاته کړې، دواړه لوري باید د خبرو اترو بهیر پر ځیرتیا او زغم مخ ته یوسي.
ټرامپ د یکشنبې پر ورځ په تروټپانه کې لیکلي؛ امریکایي استازو ته یې سپارښتنه کړې، چې خبرې اترې له بېړې پرته پر مخ یوسي. هغه ټینګار کړی، چې په هرمز تنګي کې د ایراني بېړیو محاصره به تر هغې روانه وي، چې هوکړه «تأیید او لاسلیک» نهشي.
سره له دې، چې پرون ټرامپ ویلي وه؛ واشنګټن او تهران تر ډېره د سولې د یوه هوکړهلیک پر سر هوکړې ته رسېدلي، خو اوس د امریکا حکومتي چارواکي د وروستۍ هوکړې د ژر ترلاسه کېدا احتمال کم بولي. دغه خبرې اترې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې له پیل شاوخوا درې میاشتې وروسته هم روانې دي.
ایران ته نږدې خبري آژانس «تسنیم» راپور ورکړی، چې امریکا اوس هم په بهرنیو بانکونو کې د ایران کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدا لپاره خنډونه جوړوي.
د ټرامپ ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، ایران «په اصل کې» د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو سره هوکړه کړې او په بدل کې به امریکا خپله بحري محاصره پای ته ورسوي.
د دې چارواکي د څرګندونو له مخې: تهران اوس هم چمتو دی، چې د غني شویو یورانیمو زېرمې له منځه یوسي؛ خو د دې کار د عملي کېدا جزئیات اوس هم وروستي شوي نهدي.
امریکایي چارواکو دا ادعا هم کړې، چې د ایران مشر مجتبی خامنهیي د هوکړې عمومي چوکاټ تائید کړی دی.
تهران تر اوسه دا ادعا نهده تائید کړې او دا هم روښانه نهده، چې «په اصل کې هوکړه» دقیقاً څه معنا لري.
د یوه بل امریکایي چارواکي د څرګندونو له مخې؛ وړاندیز شوی پلان به مذاکرهکوونکو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړي، چې د وروستۍ هوکړې پر جزئیاتو کار وکړي.
ایراني سرچینو هم رویټرز ته ویلي، ښایي د شخړو د حل لپاره داسې لارې چارې په پام کې ونیول شي لکه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څار لاندې د غني شویو یورانیمو رقیق کول.
ایران تل د امریکا او اسرائیلو هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي او وایي، چې د یورانیمو غني کول د سولهییزو موخو لپاره د دغه هېواد قانوني حق دی.
لوېدیځ هېوادونه وایي، د ایران د غني کولو کچه د عادي انرژۍ اړتیاوو څخه ډېره لوړه ده.
په امریکا کې د دغو خبرو اترو پر وړاندې د جمهوريپالو او ډیموکراټو سیاستوالو نیوکې هم شوې دي.
د امریکا پخواني بهرنیو چارو وزیرمایک پمپیو او ځینو ډیموکراټ سناټورانو ویلي؛ احتمالي هوکړه له ۲۰۱۵ ز.کال اټومي تړون سره ډېر توپیر نهلري؛ هغه تړون، چې ټرامپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال ترې وتلی و.
په همدې حال کې د احتمالي هوکړې د خبرونو له خپرېدا وروسته د نفتو نړیوالې بیې راټیټې شوې دي. سره له دې، چې د ښکېلو خواوو ترمنځ نازک اوربند روان دی.
کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې که د نړۍ د انرژۍ بحران ژر پای ته ونه رسېږي ښایي د هرمز تنګي له لارې د بېړیو بشپړ تګ راتګ تر ۲۰۲۷ ز.کال پورې عادي نهشي. په ایران، اسرائیلو او لبنان کې جګړو او متقابلو بریدونو تر اوسه زرګونه کسان وژلي او سلګونه زره نور یې بېځایه شوي دي.
سیمه ییز خبرونه
په کویټه کې د زورورې چاودنې له کبله ۲۴ کسان وژل شوي
الجزیرې هم راپور ورکړی، چې په دې چاودنه کې، چې له کبله یې باروړونکی ریلګاډی له پټلۍ وتلی او له ۵۰ ډېر کسان په کې ټپیان شوي دي.
العربیه خبري څانګې د پاکستاني چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر ورځ ورځ چاودنې د کویټې ښار د اوسپنېپټلۍ په لاره کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژلي دي.
الجزیرې هم راپور ورکړی، چې په دې چاودنه کې، چې له کبله یې باروړونکی ریلګاډی له پټلۍ وتلی او له ۵۰ ډېر کسان په کې ټپیان شوي دي.
سیمه ییز خبرونه
پاکستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته سپارلې
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.
پاکستاني سرچینو رویټرز ته ویلي؛ اسلامآباد د منځني ختیځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته لېږدولې؛ په داسې حال کې، چې د هوکړې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې اوس هم بېپایلې پاتې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.
دغه رازډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اوربند په نازک وضعیت کې دی او د ایران د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي پر سر اختلافونه اوس حل شوي نهدي.
ایران ټینګار کړی، تر هغې، چې جګړه په بشپړ ډول پای ته ونهرسېږي؛ د خپل اټومي پروګرام په اړه به خبرې ونهکړي او د بندیزونو لرې کېدل، د سمندري کلابندۍ پای او د تېلو د خرڅلاو بیا پیل غواړي.
-
تازه خبرونه5 days agoچین او پاکستان د افغانستان په اړه د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
-
روغتيا4 days agoروسي شرکت «فارماسینتز» د افغانستان د درملو بازار ته داخلیږي
-
تازه خبرونه5 days agoمحمد یعقوب مجاهد په امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر وکړ
-
تحول4 days agoتحول: روسیې ته د اسلامي امارت د دفاع وړزیر سفر
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان او قطر د اړیکو پر پراختیا ټینګار

