Connect with us

تازه خبرونه

د سرتېرو او طالبانو د تلفاتو په اړه، د ولسمشر څرګندونې له غبرګون سره مخ شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې غړي د ولسمشر وروستیو خبرو ته ګوته نیسي، چې ویلي یې دي: د طالبانو او افغان ځواکونو پر تلفاتو یې زړه ماتیږي.

دوی وایي، د حکومت د بې کفایتۍ له کبله امنیتي ځواکونه وژل کیږي او حکومت د وضعیت په کابو کولو کې پاتې راغلی دی.

په ولسي جرګه کې د نورستان استازی احمد الله موحد وایي: د طالبانو د تلفاتو په اړه د ولسمشر غني څرګندونې شرموونکې دي. آیا له دغو څرګندونو سره د طالبانو مبارزه رښتینې ده؟ دا خبرې د پوځیانو روحیه کمزورې کوي.          

دوی پر حکومت نیوکه کوي، چې په خبره یې د دوست او دښمن څرګند تعریف یې نه دی کړی.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی عبدالستار درزابي وایي، چې د حکومت مشرتابه د افغان ځواکونو قربانۍ د ترورستانو له تلفاتو سره مساوي کړي. دا څرګندونې د اندېښنې وړ دي؛ د امنیتي، عدلي او قضایي بنسټونو صلاحیتونه یې هم له منځه وړی دی.      

د ولسي جرګې ځینې غړي ټینګار کوي، چې د امنیتي مسوولینو د بې کفایتۍ له کبله د امنیتي ځواکونو تلفات لوړ شوي دي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازی خلیل الله شهید زاده وایي، چې خلک او امنیتي ځواکونه د اړوند مسوولینو د بې پروایۍ او بې کفایتۍ له کبله وژل کیږي؛ خو حکومت یې له ټولو امکاناتو سره سره مخنیوي نشي کولی.             

په ولسي جرګه کې د کابل استازی الله ګل مجاهد وایي، ورځ تر بلې حالات خرابیږي او امریکا یې نه مخه نیولې او نه یې امنیتي تړون پلې کړې دی.                 

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وایي، ټاکنې د وسلوالو مخالفانو اصلي موخه ده او هم د دې بهیر د ګډوډولو لپاره پراخ پلانونه تر لاس لاندې نیول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امنیتي ځواکونه باید د ټاکنې د ورځې لپاره خپلې امنیتي طرحې پلې کړي.

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې امنیتي وضعیت خلک اندېښمن کړي او که حکومت د خلکو د امنیت ښه والي لپاره کار ونکړي؛ خلک به له حکومت ډېر واټن ونیسي.

خبریال: رفیع صدیقي

تازه خبرونه

د دفاع وزارت چارسمبالي د آذربایجان له سفیر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۳)

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د چارشنبې پر ورځ د غویی پر دولسمه په کابل کې د آذربایجان سفارت له چارسمبالي سره د کتنې پرمهال  ویلي؛ د سفارت بیا پرانستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام دی.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد یعقوب مجاهد ویلي: د دوه مسلمانو هېوادونو ترمنځ دوستي او مشترکات ډېر د ویاړ خبره ده.

محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د آذربایجان د سفارت بیا پرانستل یو مثبت ګام یاد کړ او څرګندوي: د دې اوږدمهاله اړیکو د ټینګښت لپاره مونږ غواړو، چې په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې همکارۍ ژر تر ژره پیل کړو.

د آذربایجان سفیر الهام محمدوف هم ویلي؛ مونږ چمتو یو، چې د اسلامي امارت او د دغه هېواد له خلکو سره د اړیکو د ټینګښت په برخه کې همکارۍ پراخې کړو.

Continue Reading

تازه خبرونه

ولس دې د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره همکاري وکړي – محمد خالد حنفي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت چارسمبالي نن چارشنبه په کابل کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ملت د یووالي تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ویلي: اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د خلکو د ستونزو د حل او د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره خدمت او همکاري وکړو.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه غونډه د اسلامي امارت د یو شمېر مسوولینو په حضور کې ترسره شوې ده.

محمد خالد حنفي په دې ناسته کې زیاته کړې: د جهاد موخه د اشغال خاتمه، خپلواکي ترلاسه کول او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګول ول.

نوموړی وایي: دا د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې مونږ افغان ولس د پخوا په څېر خپلمنځي اختلافات نلرو، د یو رهبر تر امر او د اسلامي نظام د بیرغ ترسیوري لاندې ژوند کوو.

هغه ویلي: دا اسلامي نظام د خلکو نظام دی. خلک له دې نظام څخه جلا نه ګڼل کیږي او د نظام او خلکو ترمنځ هیڅ واټن نشته؛ نو له اسلامي نظام سره همکاري د ټولو خلکو شرعي دنده ده.

ویل کیږي، چې د ښځو د شرعي حقونو د خوندیتوب او ساتنې تر څنګ زرګونه شکایتونه دې وزارت حل کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي؛ هېوادنۍ ګټې واشنګټن اړ کوي، چې له اسلامي امارت سره له خبرو او تعامل ډډه ونکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې پر ورځ ( د غویی یوولسمه) یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې له اسلامي امارت سره تعامل مستقیمو خبرو ته زمینه برابروي.

ویډانټ پټل څرګنده کړې، چې له اسلامي امارت سره تعامل نه یوازې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره ښه دی، بلکې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره هم غوره لار ده.

د پټل د څرګندونو له مخې؛ دا تعامل پر اسلامي امارت د هغو امریکايي وګړو په ځانګړي توګه، چې په ناحقه نیول شوي له شرط پرته د خوشې کولو لپاره یو فشار هم دی.

هغه زیاته کړې، چې امریکا به د دغو فرصتونو پر کارولو له اسلامي امارت څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دوی له ژمنو هم ګټه پورته کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د بشري حقونو مسله هم د اجنډا په سر کې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!