تازه خبرونه
امریکا او ناتو له طالبانو سره د سولې سیاسي هوکړه ارزوي
د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندانۍ ویلي، چې واشنګتن او ناتو سولې ته د رسیدو او د تاوتریخوالي د کچې راټیتیدو لپاره د پوځي عملیاتو پر ملاتړ هم راڅرخي او له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل سولې ته له رسیدو سره تړلې بولي.
د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان د ملي دفاع وزارت له چارسمبالي او د کورنیو چارو وزارت له امنیتي مرستیال سره یو ځای هرات ته رسیدلي، چې د دې ولایت او نورو لویدیځو ولایتونو امنیتي حالات وارزوي.
دوی هڅه کوي، چې تاوتریخوالی لږ شي او له طالبانو سره سیاسي روغه جوړه شونې شي.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قومندان سکات میلر وایي، چې: بنسټیزه موضوع باید سوله، د تاوتریخوالي کموالی او د افغانستان له خلکو ملاتړ وي. په همدې خاطر مې له دفاع وزیر، امنیت او پولیسو سره دغلته یو ځای سفر کړی، چې په عملیاتو کې مشارکت مو د تاوتریخوالي راټیټ او یوه سیاسي روغه جوړه شونې او وارزول شي.
زلمي خلیلزاد هم په کابل کې د ټولنې له بېلابېلو استازیو سره د سولې په اړه بحث او خبرې کړې او د همدې لیدنو کتنو وړاندیزونه او غوښتنې به قطر ته له ځان سره وړي، چې د طالبانو او د نوموړي ترمنځ د اووم پړاو خبرې ترسره شي. په دې پړاو خبرو کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو او خوندي افغانستان مساله وڅېړل شي.
د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند کول بتلر ویلي، چې: د افغانستان ټول خلک هرومرو له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي؛ خو دا پدې معنا ده، چې مونږ سولې ته لاسرسی ومومو. مونږ افغان امنیتي ځواکونو ته ژمن یو، چې په یو ډول سیاسي روغې ته ورسیږو او دا راز مونږ افغانانو ته ژمن یو، چې سولې ته ورسیږي.
سولې ته د رسیدو د هڅو تر څنګ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جګړو ډګرونه هم تاوده دي او یو شمېر سیمې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ هم لاس په لاس کیږي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند که څه هم وایي، چې د تاوتریخوالي د کچې راټیتیدو ته هیله لري؛ خو په وینا یې په پوځي عملیاتو کې د دولتي ځواکونو ملاتړهم کوي.
ښاغلی کول بتلر وایي: مونږ پوهیږو، چې طالبان له سولې ډډه کوي. مونږ پوهیږو، چې طالبان د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه، چې سوله ده، ردوي؛ ځکه، نو مونږ له امنیتي مشرانو ښاغلي خالد او سادات سره له کابله دلته راغلي یو، چې د هرات له امنیتي مسوولینو سره وګورو. مونږ هڅه کوو، چې د افغانستان د لویدیځ لپاره څرنګه کولی شو غوره کار وکړو او ورسره له سولې ډاډمن شو.
مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وه؛ کابل او واشنګتن هیله من دي، چې په نږدې راتلوونکې کې له طالبانو سره خپلمنځي خبرې د افغان حکومت په حضور کې تر سره شي؛ هغه خبرې، چې موخه یې د تاوتریخوالي کموالی دی.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
متقي او کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هر اړخیز بحث کړې دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.
دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت، ثبات او امنیت ټینګار کړی او له ګاونډ هېوادونو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه اندونه تبادله کړل او د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، چې د رغنده تعامل او سیمهییز ثبات لپاره زمینه برابره شي.
په دې غونډه کې ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګندوي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې عملي ګامونه واخلي.
ویل کیږي، چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنستیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې او د سیمهییز ثبات ترڅنګ اقتصادي نښلېدا پراخه کړي.
تازه خبرونه
په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار شو
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا کار په کونړ ولایت کې پر ملکي موخو او عامه ودانیزو بنسټونو؛ په ځانګړي توګه د سید جمالالدین افغاني پوهنتون او د ډیورنډ فرضي کرښې ته پر نږدې اړوند سیمو د پاکستاني ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن(سژشنبه د غویي اتمه) په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار شوی او د اسلامي امارت رسمي اعتراضلیک ورته وسپارل شو.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا کار په کونړ ولایت کې پر ملکي موخو او عامه ودانیزو بنسټونو؛ په ځانګړي توګه د سید جمالالدین افغاني پوهنتون او د ډیورنډ فرضي کرښې ته پر نږدې اړوند سیمو د پاکستاني ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه د هېواد له هوايي حریم او ځمکني بشپړتیا ښکاره سرغړونه او د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بللی او غندلي دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي: اسلامي امارت د پاکستان هغه ادعاوې، چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي؛ ردوي او ټینګار کوي، چې د دې وضعیت ریښې باید په دقیقه توګه وڅېړل شي.
د بهرنیو چارو وزارت دا ټینګار هم کړی، چې افغانستان د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق لري او له پوځي رژیم یې غوښتي، چې له ورته کړنو څخه ډډه وکړي.
د خبرپاڼې په وروړستۍ برخه کې خبرداری ورکړ شوی، چې د دا ډول «غیرمسوولانه» اقداماتو دوام کولی شي ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
په اسعدآباد کې ملکي مرګ او ژوبله؛ یوناما د ملکي وګړو د ژغورنې غوښتنه وکړه
یوناما خبریالانو ته لیکي؛ دا پېښه پر یوه پوهنتون برید هم رانغاړي، چې په کې ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د تېرې ورځې له غرمې وروسته د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له کبله د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد په ځینو سیمو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله رامنځته شوې ده.
یوناما خبریالانو ته لیکي؛ دا پېښه پر یوه پوهنتون برید هم رانغاړي، چې په کې ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اوښتې ده.
دې بنسټ ټینګار کړی، چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې؛ ملکي وګړي او عامه ځایونه، په ځانګړي توګه ښوونیز مرکزونه باید په هر حالت کې له بریدونو وساتل شي.
یوناما د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د دې پېښې ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی3 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
نړۍ3 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
تازه خبرونه2 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
څار3 days agoڅار: د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې
