مناظره @ps
گفتگوی ویژه آریانانیوز با زلمی خلیلزاد
مرکه
مناظره: ځوانان- بشپړ اکثریت
مناظره @ps
Debate – 23 Feb 2019 | مناظره: صلح و مردم افغانستان
تازه خبرونه
د ترمپ وروستۍ څرګندونې د افغانانو له بېلابېلو غبرګونو سره مخ شوې
له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا ولسمشر ترمپ په خپلو څرګندونو کې څو ګامه مخکې تللی او ویلي یې دي، چې روسیه، هند او پاکستان باید د افغانستان په امنیت کې ښکېل شي او د منځنۍ آسیا امنیت وساتي.
د ترمپ دغو څرګندونو ته په غبرګون کې یو شمېر د نظر خاوندان وايي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د امریکا دنده نده، بلکې د سیمې هېوادونو ته هم په کار ده، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ونډه واخلي.
د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند شیدا محمد ابدالي وایي: زه په دې باور یم، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یوازې د امریکا مسوولیت ندی؛ ټول هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې سوله او په سیمه کې ثبات غواړي باید لدې ډلې سره مبارزه وکړي.
ځينې نور بیا وايي، چې امریکا په افغانستان کې خپله اوږدمهاله جګړه او ماموریت پای ته رسوي؛ غواړي روسیه، هند او پاکستان افغانستان ته رامخکې کړي.
پوځي کارپوه جاوید کوهستاني ویلي؛ فکر کوم، چې د امریکا مسوولیت پای ته رسیدلی او غواړي په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي. د همدې لپاره امریکا د روس، پاکستان او هند پر ماموریت ټینګار څرګند کړی دی.
دغه راز ترمپ د دفاع له پخواني وزیر او هغو جنرالانو هم ناخوښه دی، چې په افغانستان کې یې دندې تر سره کړي دي.
ترمپ ویلي، چې دوی په خپلو دندو کې پاتې راغلي؛ نو، ځکه اوس له وسلوالو طالبانو سره د خبرو بهیر پیل شوی دی.
د نظر ځينې خاوندان هم د ترمپ څرګندونې تائيدوي او زیاتوي، چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې ده.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وایي، چې د تروریزم په وړاندې مبارزه – مبارزه ده؛ څه توپیر لري، چې دا جګړه امریکا کوي او یا که روس، هند او پاکستان؛ خو مهمه داده، چې له تروریزم سره په جګړه کې ترمپ خپله ماته منلې ده.
ترمپ په وروستیو څرګندونو کې نده روښانه کړې، چې له افغانستان څخه به خپل سرتېري وباسي او که نه؛ خو لدې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وه، چې ترمپ غواړي تر اوړي پورې له افغانستان څخه اووه زره سرتېري بېرته ستانه کړي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی3 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه2 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
تازه خبرونه3 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
نړۍ4 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
څار3 days agoڅار: په نړۍ کې د کډوالۍ ضد څپې پراخېدا

