Connect with us

تازه خبرونه

امریکا کولی شي په لس ورځو کې افغانستان د نړۍ له مخې لیرې کړي- ترمپ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه کې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د افغانستان په تړاو د خپل هېواد د تګلارې تشریح کولو پر مهال څرګنده کړې، چې که امریکا وغواړي په لس ورځو کې به افغانستان د نړۍ له مخې لیرې کړي.

د امریکا ولسمشر په لس ورځو کې د افغانستان د له منځه وړلو خبره وکړه، چې د پاکستان لومړی وزیر یې هم وخنداوه.

هغه دغه راز د یوه امریکایي خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې په لس ورځو کې کولی شي روانه جګړه وګټي؛ خو په وینا یې نه غواړي میلیونونه کسان ووژل شي او افغانستان هم له منځه ولاړ شي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ څرګنده کړې: که مونږ وغواړو په افغانستان کې داسې وجنګیږو، چې ګټونګي شو؛ ویلی شم، چې په لس ورځو کې به بریالي شو. زه نه غواړم، چې لس میلیون کسان ووژل شي. زه د افغانستان په اړه پروګرام لرم. که وغواړو، چې دا جګړه وګټو؛ افغانستان به د نړۍ له مخې پاک شي. هغه هم په لس ورځو کې.  زه نه غواړم، چې دا کار وکړم او نه غواړم، چې دا کار وکړم او نه غواړم په دې لار ولاړ شم.

ښاغلي عمران خان هم په واشنګتن کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي: زه فکر کوم، چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې حساس رول لوبولي شي او کولی شم ښاغلي ترمپ ته ‌ډاډ ورکړم څه، چې مونږ غواړو ووایو رښتیا به وي او دوی به وروسته لدې د پاکستان په اړه شک ونکړي. مونږ په بشپړ ‌ډول د سولې غوښتوونکي یو.

هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړې؛ مونږ د افغانستان سولې ته ډېر نږدې شوي یو په دې اړه پوځي حل لار شتون نلري او هیله لرم، چې په راتلوونکیو ورځو کې مونږ وکړای شو طالبان اړ کړو، چې له افغان دولت سره خبرې وکړي او یوې سیاسي حل لارې ته چمتو شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ترمپ په افغانستان کې د داعش پر سنګرونو د بمونو مور، چې تر ټولو ستر غیراتومي بم و، وغورځاوه؛ خو دا ځل یې داسې خبره کړې، چې له دې بم یې هم تخریب ډېر ښکاري او بېلابېل غبرګونونه یې راوپارول.

ولسمشرۍ ماڼۍ له دیپلوماتیکو او دولتي مراجعو له لارې په دې اړه له واشنګټن څخه د سپیناوي غوښتنه کړې او په ډاګه کوي، چې: مونږ د سولې راوستو لپاره د امریکا له همکاریو ملاتړ کوو؛ خو زمونږ د هېواد اساسي برخلیک د افغانانو د زعامت له حضور پرته ټاکل کیدای نشي.  زمونږ افغانستان به د سیاست په صحنه کې له خپل دې جوړښت او ستروالي سره پاتې وي.

د افغانستان د سولې  لپاره د امریکا ځانګړي استازي، چې کابل ته رارسیدلی په خپل تویت کې ویلي؛  له عمران خان سره د ترمپ په کتنه کې د هغه خبرې ښیي، چې د افغانستان په جګړه کې هیڅ پوځي حل لار نشته او سوله باید د سیاسي خبرو اترو له لارې  ترلاسه شي.

سیاسي مخکښ صدیق پتمن وايي، چې د ځمکې له مخه د افغانستان د لیرې کولو ګواښ؛ څه معنا لري؟ کله ، چې په نظام کې دننه د افغانستان د جوړولو فرصتونه له ناسمو موخو، تېروتنو او انحصارغوښتنو قرباني کیږي؛ پایله به همدا وي، چې ترمپ په پوره سپین سترګۍ د افغانستان د له منځه وړلو او د نورو لس زره انسانانو د وژلو فکر کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي؛ د ترمپ خبرې د افغانستان د خلکو په تړاو د هغه خپل خیال او فکر دی او ښیي، چې امریکا انساني کراماتو ته هیڅ درناوی نلري.

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.

د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!