Connect with us

تازه خبرونه

د احصایې ملي ادارې ۲۷ زره جعلي پېژندپاڼې له رای نوملړه لیرې کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د احصایې ادارې د پنجشنبې پر ورځ د یوه مکتوب له لیږلو سره د رای ورکوونکیو د نوملړ په اړه د خپل کار له بشپړولو خبر ورکړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دوه میاشتې مخکې د ۹،۱ میلیون رای ورکوونکیو نوملړ د روڼتیا او جعلي تذکرو د پېژندنې لپاره د احصایې ادارې ته سپارلی و.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارلانشا رییس حبیب الرحمان ننګ ویلي، چې مرکزي احصایې له څېړنو وروسته په دې نوملړ کې ۲۷ زره جعلي پېژندپاڼې موندلې دي.

ټاکنڅاري بنسټونه وايي، د جعلي پېژندپاڼو شمېر له دې ډېر دی او په دې برخه کې د احصایې د ملي ادارې کار ناکام ګڼي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ رییس یوسف رشید د جعلي پېژندپاڼو د پېژندنې په برخه کې د  احصایې د ملي ادارې کړنې د قناعت وړ نه ګڼي او د ولسمشرۍ د راتلونکیو ټاکنو د روڼتیا په اړه اندېښمن دي.

د ټاکنو د چارو شنونکي د رای ورکوونکیو په نوملړ کې رښتیني روڼتیا راوستلو به د ټاکنو پر کمیسیون د خلکو د باور جوړولو ته لار اواره کړې وه؛ خو ولې داسې ونه شول.

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوودعلی نجفي ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د رای ورکوونکیو نوملړ  له روڼتیا بې برخې نکړ ؛ نه خیالي تذکرې له منځه ولاړې او نه هم نوملړ روڼ شو.         

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو ورځې ته نیږدې کیږي؛ خوکارپوهان وايي، که دا بنسټ خپلې چارې بشپړې او کره نکړي، نو لویې ستونزې به رامنځته کړي.

تازه خبرونه

له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.

پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.

مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر ویلي، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.

د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته څرګنده کړې، چې هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی.

هغه وایي: ترکمنستان د ټاپي د طبیعي ګاز نل‌لیکې جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې موخه یې جنوبي آسیا ته په کال کې ۳۳ میلیارډ مټر مکعب ګاز رسول دي.

امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نل‌لیکې د غځولو چارې بشپړې شوي او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دي.

د ټاپي پروژې اجرائیوي رییس همداراز څرګنده کړې، چې د طبیعي ګازو له کارولو سره به په هوا کې د کاربن ډای اکساید ګازو د خپرېدا کچه راټیټه شي.

 

 

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!