Connect with us

تازه خبرونه

ترمپ د افغانستان د سولې په اړه له امریکایي چارواکو سره ولیدل

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د احتمالي سولې په اړه، چې په افغانستان کې به ورسره جګړه پای ته ورسیږي د خپل هېواد له لوړپوړیو چارواکو سره ولیدل. 

د امریکایي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ ښاغلی ترمپ تېره ورځ د خپل هېواد له مشرانو( بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، امنیتي سلاکار جان بولتن، دفاع وزیرمارک سپر، د مرکزي استخباراتو رییس جینا هاسپل، د افغانستان د سولې په اړه د امریکایې استازي زلمي خلیلزاد او د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف دانفورد) سره ولیدل.   

ویل کیږي، چې دغه لیدنه له طالبانو سره د سولې پر بهیر، د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو او د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په اړه د یوې سیاسي حل لارې پر موندنې راڅرخیدلې ده.

د امریکا ولسمشر له خپلې لیدنې وروسته په خپل تویت کې په ډاګه کړې، چې همدا اوس مو د افغانستان په اړه یوه ښه ناسته تر سره کړه. د ۱۹ کلنې جګړې ټول اړخونه او مونږ غواړو، چې یوې هوکړې ته ورسیږو… خو که ممکنه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم په خپل تویت کې څرګنده کړې، چې امریکا د افغانستان د سولې بهیر پر پرمختګ ځانګړی کار کوي.  

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ له افغانستان سره په نږدې همکارۍ کې یوې هراړخیزې سولې ته ژمن یو او غواړو، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه او اوربند وشي، د افغانستان له خاورې د امریکا او د هغه د متحدانو د نه ګواښلو ډاډ رامنځته او سولې ته د رسیدو لپاره افغانان چمتو شي.

د افغانستان حکومت د دونالد ترمپ او د ده د سلاکارنو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه له خبرو ځان خبرول غواړي او د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې ټینګار کړی، چې د امریکا او طالبانو تر منځ هر راز هوکړه باید اوربند رامنځته او د وینې توئیدل ودروي او دغه راز طالبان حاضر شي، چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له خې؛ د امریکایانو او طالبانو هوکړه وروستۍ شوې نده او د لاسلیک ځانګړی وخت یې هم ناڅرګنده دی.

نوموړي دا هم ویلي، چې امریکا د افغانستان له حکومت سره اوږدمهاله ژمنې لري او له طالبانو سره له هوکړې وروسته هم له دې هېواد سره خپلې همکارۍ روانې ساتي.

ویل کیږي، چې امریکا به لومړی ۵۰۰۰ زره سرتېري له افغانستان وباسي. دا هېواد اوس په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري؛ خو امریکایي سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکړی، چې پر طالبانو د هر ډول باور  پایلې به له ایران سره د اتمي تړون له هوکړې هم بدې وي.

نوموړی څرګنده کړې؛ دا باور، چې طالبان د ترهګرۍ ضد ځواکونو پر ځای القاعده، داعش او نورې اسلام پالې رادیکالې ډلې کنترول کړي؛ له ایران سره به له اتومي هوکړې هم لویه تېروتنه وي. له طالبانو سره هر ډول هوکړه، چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه جدي ونه نیسي؛ دا د سولې یوه هوکړه نه؛ بلکې دا پر امریکا او د  نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دې هېواد پر ګټو برید ته لار اواروي.

په کابل کې د اندونیزیا سفیر عارف رحمان ،  چې هېوادیې د سولې په بهیر کې په نسبي ډول دخیل دی؛ هم وایي، ښایي د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې پر ورځ، چې  دوشنبه ده، لاسلیک شي.

نوموړي زیاته کړې؛ وروستۍ خبرې اترې ښیي، چې په افغانستان کې سوله راتلوونکې ده؛ خو باید د افغانستان خلک د سولې لپاره زمینه برابره کړي.

ویل کیږي، چې د نړۍ ځینې هېوادونه د روسیې، جرمني، فرانسې او قطر په ګډون د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک د لاسلیک مراسمو ته بلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې زلمي خلیلزاد لږ تر لږه اته ځله د قطر په دوحه کې له طالب مشرانو سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر څرنګوالي خبرې او بحثونه کړې دي.

تازه خبرونه

پر کونړ د پاکستاني پوځ توغندیز بریدونه؛ ۴ «شهیدان» او لسګونه ټپیان

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛  نن(دوشنبه د غویي اوومه) د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۴ کسان«شهیدان» شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

Published

on

په کونړ ولایت کې ځایي سرچینو آریانا نیوز ته تأیید کړې، چې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له کبله ګڼشمېر ملکي وګړي «شهیدان» او ټپیان شوي دي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛  نن(دوشنبه د غویي اوومه) د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۴ کسان«شهیدان» شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

سرچینو زیاته کړې، چې ډېری ټپیان ښځې او ماشومان دي، چې دا چاره په دې سیمه کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي.

ځایي سرچینو همدارنګه ویلي، چې پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د دې ولایت د مرکز د یارګل اړوند سیمه هم پر نښه کړې ده.

د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې بریدونو کې د کونړ ولایت د پوهنتون لیلیه هم زیانمنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځیانو تېره شپه او نن غرمه هم په سپین بولډک کې یو ماشوم «شهید» کړ او پر ملکي سیمو یې توغندیز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۶ پوځیان وژل شوي او لسګونه وسلې هم تر لاسه شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د غویي اوومه وغندله او اتمه یې ویاړلې ورځ وبلله

اسلامي امارت ویلي، چې د ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د غویي اووه‌مې کودتا په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې ته لار هواره کړه.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د غویي اوومې او اته‌مې د کلیزې پر مناسبت یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې یې د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند له‌خوا د محمد داوود خان د حکومت پر وړاندې پوځي کودتا غندلې او د مجاهدینو د بریا ورځ یې ویاړلې بللې ده.

اسلامي امارت ویلي، چې د ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د غویي اوومې کودتا په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې ته لار هواره کړه.

اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د افغانستان خلکو د ۱۴ کلنې وسله‌والې مبارزې له لارې د بهرني حضور پر وړاندې ټینګار او مقاومت وکړ او په پای کې یې د ۱۳۷۱ لمریز لېږدیز کال د غویي پر اتمه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.

دغه راز اسلامي امارت دا یادونه هم کړې، چې د جهاد له پای وروسته افغانستان له کورنیو اختلافاتو او تنظیمي جګړو سره مخ شو، چې د یوه سوچه شرعي نظام د جوړېدا هیلې یې پر ناهیلۍ واړولې.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې اسلامي امارت د ګډوډۍ د پای ته رسولو، د یووالي د ترویج او د شرعي نظام د نافذولو لپاره رامنځته شوی او دغه موخې تر لاسه شوې دي.

اسلامي امارت همدارنګه د اوسني نظام د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی او له افغانانو یې غوښتي، چې په هېواد کې د ثبات ساتلو او د حکومتي جوړښتونو د پیاوړتیا لپاره یو موټی او ژمن پاتې شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د یتیم‌تاق د سمنټو کارخونې جوړولو چارې پیل شوې

په دې مراسمو کې ملا برادر ټینګار وکړ، چې د کورني صنعت پیاوړتیا او له کورنیو تولیداتو ملاتړ د افغانستان د اقتصادي ودې بنسټیزه برخه ده او هېواد ورو ورو له تولیدي اقتصاد سره مخ کوي.

Published

on

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن دوشنبه( د غویي اوومه) په جوزجان ولایت کې د  یتیم‌تاق د سمنټو د تولیدي کارخونې د جوړولو کار پرانیست.

په دې مراسمو کې ملا برادر ټینګار وکړ، چې د کورني صنعت پیاوړتیا او له کورنیو تولیداتو ملاتړ د افغانستان د اقتصادي ودې بنسټیزه برخه ده او هېواد ورو ورو له تولیدي اقتصاد سره مخ کوي.

هغه وویل، د دې سترې صنعتي پروژې پیل د کورني تولید د ظرفیت د پراختیا، پر وارداتو د تکیا کمولو او د دوامداره اقتصادي پرمختګ د ترویج لپاره د پرله‌پسې هڅو ښکارندویي کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: د اسلامي امارت اقتصادي پالیسي پر کورنيو تولیدات راڅرخیږي او خام مواد د دې پر ځای، چې بې‌پروسسه صادر شي؛ په هېواد کې دننه پروسس شي.

ملا برادر همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل؛ له افغانستان سره اقتصادي تعامل له رسمي لارو پیاوړی کړي او هغه څه یې، چې د هېواد د امنیتي وضعیت ښه‌والی، سیاسي ثبات او نه‌کارېدلي اقتصادي فرصتونه وبلل، وځلول.

هغه خبرداری ورکړ، چې د نړیوالې اقتصادي همکارۍ محدودول، د انزوا پالیسۍ تعقیبول او د بندیزونو اوږدېدل نه یوازې نړیوالې اقتصادي ستونزې نه حلوي، بلکې نوي خطرونه هم رامنځته کوي او سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ کمزورې کوي.

نوموړي هېوادوالو ته د دې پروژې د پیل مبارکي وویله او له اړوند مسوولانو او قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، چې د لوړ کیفیت لرونکی کار او پر وخت بشپړول یقیني کړي.

ویل کېږي، چې د یتیم‌تاق د سمنټو کارخونه د ۱۶۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د یوه ترکي شرکت له لوري جوړېږي. تمه ده، چې له بشپړېدا وروسته به دغه کارخونه هره ورځ ۳۰۰۰ ټنه سمنټ تولید او شاوخوا ۵۰۰۰ مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه به رامنځته کړي. دا پروژه به په دوه کلونو کې بشپړه شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!