تازه خبرونه
په دوحه کې له دمې وروسته د نهم پړاو خبرې بیا پیلیږي
د قطر په دوحه کې د پنجشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د امریکایي او طالب پلاوو تر منځ د افغانستان د سولې په اړه خبرې پیل شوې؛ خو د جمعې پر ورځ په کې دمه رامنځته شوه.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د خبرو نهم پړاو د جمعې پر ورځ( د وږي پر لومړۍ) ودرید او ټاکل شوې، چې ماښام مهال بیا له سره پیل شي.
پر لومړۍ ورځ د دغو خبرو اترو مشري په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی قومندان سکات میلر او طالب استازي شېر محمد عباس ستانکزي کړې ده.
له دغو خبرو څخه با خبره سرچینو ویلي؛ د دې خبرو اترو پر لومړۍ ورځ دواړه لوريو د امریکا د استخباراتي ځواکونو پر حضور او یا نه حضور، د طالب بندیانو پر آزادولو او دا، چې د سولې تړون به په کومه کچه لاسلیک شي، مشورې کړې دي.
یو شمېر سیاسیونو ویلي؛ د امریکایانو او طالبانو تر منځ کوم داسې خنډ ندی پاتې، چې د سولې هوکړې لاسلیک وننګوي.
په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال ویلي، چې سره کرښه نشته؛ خو په ژیړه کې لږ اختلاف شته او دا هم دومره د ټینګار وړ نده، چې د سولې هوکړې د لاسلیک مخه ونیسي.
د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندیوال څرګنده کړې؛ مونږ په تمه یو، چې امریکا به په افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه عادلانه پرېکړه وکړي.
د امریکا د ځمکنیو ځواکونو د قومندانۍ پخواني مرستیال جک کین ویلي؛ د هغه هوکړه لیک له مخې، چې د دواړو لوریو تر منځ به لاسلیک شي امریکا به له ځنډه پرته له خپلو څوارلس زره سرتېرو څخه اته زره شپږ سوه سرتېري له افغانستان وباسي او ټاکل شوې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر تر میاشتې خپل ټول سرتېري له دې هېواد وباسي.
نوموړی وایي، د سولې هوکړې چورلیز دا دی: امریکا له طالبانو سره هوکړې ته رسیدلې، چې له دې هېواده به د ۲۰۲۰ کال تر پایه ووځي. دا کار له اوس څخه څوارلس تر ۱۵ میاشتې وخت اخلي او په بدل کې مونږ څو شرطونه لرو:
لومړی طالبان او افغان حکومت به په خپلو کې خبرې اترې کوي.
دوه یم مونږ په ۱۴۰ ورځو کې په بیړه خپل اته زره شپږ سوه سرتېري له افغانستان څخه وباسوو او ټول به هم وباسوو. د دې لپاره، چې ډاډمن شو د طالبانو او افغان حکومت تر منځ هوکړه شوې.
درېیم هغه څه دي، چې مونږ یې له ستونزو سره مخ کړي یو: لومړی؛ طالبان به امریکا ته تضمین ورکړي، چې القاعده به په افغانستان کې خوندي جنت جوړ نه کړي. دوه یم دا، چې طالبان باید داعش ته ماتې ورکړي. مونږ پوهیږو، چې طالبان د باور وړ ندي او په دې اړه شواهد هم شته.
تمه کیږي، چې په دې پړاو کې دا هوکړې نهایي شي؛ خو معلومه نده، چې دا خبرې به څومره اوږدې شي. دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت ویلي؛ تر هغې، چې امریکا او طالبان لومړنۍ هوکړې ته ونه رسیږي، د خپل مرکچي پلاوي د غړو نومونه نه په ډاګه کوي.
خبریال: شاهپور فرهمند
تازه خبرونه
پر کونړ د پاکستاني پوځ توغندیز بریدونه؛ ۴ «شهیدان» او لسګونه ټپیان
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ نن(دوشنبه د غویي اوومه) د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۴ کسان«شهیدان» شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.
په کونړ ولایت کې ځایي سرچینو آریانا نیوز ته تأیید کړې، چې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له کبله ګڼشمېر ملکي وګړي «شهیدان» او ټپیان شوي دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ نن(دوشنبه د غویي اوومه) د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۴ کسان«شهیدان» شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.
سرچینو زیاته کړې، چې ډېری ټپیان ښځې او ماشومان دي، چې دا چاره په دې سیمه کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي.
ځایي سرچینو همدارنګه ویلي، چې پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د دې ولایت د مرکز د یارګل اړوند سیمه هم پر نښه کړې ده.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې بریدونو کې د کونړ ولایت د پوهنتون لیلیه هم زیانمنه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځیانو تېره شپه او نن غرمه هم په سپین بولډک کې یو ماشوم «شهید» کړ او پر ملکي سیمو یې توغندیز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۶ پوځیان وژل شوي او لسګونه وسلې هم تر لاسه شوي دي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د غویي اوومه وغندله او اتمه یې ویاړلې ورځ وبلله
اسلامي امارت ویلي، چې د ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د غویي اووهمې کودتا په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې ته لار هواره کړه.
د افغانستان اسلامي امارت د غویي اوومې او اتهمې د کلیزې پر مناسبت یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې یې د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند لهخوا د محمد داوود خان د حکومت پر وړاندې پوځي کودتا غندلې او د مجاهدینو د بریا ورځ یې ویاړلې بللې ده.
اسلامي امارت ویلي، چې د ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د غویي اوومې کودتا په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې ته لار هواره کړه.
اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د افغانستان خلکو د ۱۴ کلنې وسلهوالې مبارزې له لارې د بهرني حضور پر وړاندې ټینګار او مقاومت وکړ او په پای کې یې د ۱۳۷۱ لمریز لېږدیز کال د غویي پر اتمه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
دغه راز اسلامي امارت دا یادونه هم کړې، چې د جهاد له پای وروسته افغانستان له کورنیو اختلافاتو او تنظیمي جګړو سره مخ شو، چې د یوه سوچه شرعي نظام د جوړېدا هیلې یې پر ناهیلۍ واړولې.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې اسلامي امارت د ګډوډۍ د پای ته رسولو، د یووالي د ترویج او د شرعي نظام د نافذولو لپاره رامنځته شوی او دغه موخې تر لاسه شوې دي.
اسلامي امارت همدارنګه د اوسني نظام د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی او له افغانانو یې غوښتي، چې په هېواد کې د ثبات ساتلو او د حکومتي جوړښتونو د پیاوړتیا لپاره یو موټی او ژمن پاتې شي.
تازه خبرونه
په جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د یتیمتاق د سمنټو کارخونې جوړولو چارې پیل شوې
په دې مراسمو کې ملا برادر ټینګار وکړ، چې د کورني صنعت پیاوړتیا او له کورنیو تولیداتو ملاتړ د افغانستان د اقتصادي ودې بنسټیزه برخه ده او هېواد ورو ورو له تولیدي اقتصاد سره مخ کوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن دوشنبه( د غویي اوومه) په جوزجان ولایت کې د یتیمتاق د سمنټو د تولیدي کارخونې د جوړولو کار پرانیست.
په دې مراسمو کې ملا برادر ټینګار وکړ، چې د کورني صنعت پیاوړتیا او له کورنیو تولیداتو ملاتړ د افغانستان د اقتصادي ودې بنسټیزه برخه ده او هېواد ورو ورو له تولیدي اقتصاد سره مخ کوي.
هغه وویل، د دې سترې صنعتي پروژې پیل د کورني تولید د ظرفیت د پراختیا، پر وارداتو د تکیا کمولو او د دوامداره اقتصادي پرمختګ د ترویج لپاره د پرلهپسې هڅو ښکارندویي کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: د اسلامي امارت اقتصادي پالیسي پر کورنيو تولیدات راڅرخیږي او خام مواد د دې پر ځای، چې بېپروسسه صادر شي؛ په هېواد کې دننه پروسس شي.
ملا برادر همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل؛ له افغانستان سره اقتصادي تعامل له رسمي لارو پیاوړی کړي او هغه څه یې، چې د هېواد د امنیتي وضعیت ښهوالی، سیاسي ثبات او نهکارېدلي اقتصادي فرصتونه وبلل، وځلول.
هغه خبرداری ورکړ، چې د نړیوالې اقتصادي همکارۍ محدودول، د انزوا پالیسۍ تعقیبول او د بندیزونو اوږدېدل نه یوازې نړیوالې اقتصادي ستونزې نه حلوي، بلکې نوي خطرونه هم رامنځته کوي او سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ کمزورې کوي.
نوموړي هېوادوالو ته د دې پروژې د پیل مبارکي وویله او له اړوند مسوولانو او قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، چې د لوړ کیفیت لرونکی کار او پر وخت بشپړول یقیني کړي.
ویل کېږي، چې د یتیمتاق د سمنټو کارخونه د ۱۶۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د یوه ترکي شرکت له لوري جوړېږي. تمه ده، چې له بشپړېدا وروسته به دغه کارخونه هره ورځ ۳۰۰۰ ټنه سمنټ تولید او شاوخوا ۵۰۰۰ مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه به رامنځته کړي. دا پروژه به په دوه کلونو کې بشپړه شي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
-
تازه خبرونه4 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ
-
تازه خبرونه4 days agoولس د استخباراتي کړیو د توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او متحد دی -نوراللهنوري
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی1 day agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او امریکا تر منځ د اوربند غځېدا
-
سیمه ییز خبرونه11 hours agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
