تازه خبرونه
د امریکایي ځواکونو د وتو بهیر ته لس ورځې پاتې دي
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، چې په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو لوی قومندان ته د دې هېواد د ځواکونو د وتو امر رسیدلی دی.
په افغانستان کې د سولې راوستلو تړون له لاسلیک وروسته اوس امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتو لپاره لارې – ګودرې ګوري.
د امریکا دفاع وزیر وایي، د طالبانو کړنې له نږدې څاري او د امریکا راتلوونکې پرېکړه د طالبانو له ژمنې سره تړاو پیدا کوي.
دی زیاته کړې، د لس ورځو په بهیر کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ویستل ښیي، چې امریکا هوکړه لیک ته ژمنه ده.
مارک ایسپر د څرګندونو له مخې؛ د امریکا لوی درستیز له طالبانو سره د خپل هېواد له هوکړه لیکه ملاتړ کړی او دا یې یو مشروط جورجاړی ګڼلی دی.
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وایي: د هوکړه لیک له مخې به مونږ په یوسل و پېنځه دېرش ورځو کې خپل ځواکونه اته زره شپږ سوه ته را ټیټ کړو او د ځواکونو د ویستو بهیر به په لس ورځو کې پیل شي. زما امر قومندان ته دا دی، چې په دې برخه کې خپلې هڅې پیل کړو. مونږ کولی شو په همدې اته زره شپږ سوه ځواکونو هم عملیات تر سره کړو.
د امریکا لوی درستیز هم یاد هوکړه لیک د جګړې د پای لپاره یوه لاسته راوړنه ګڼلې او وایي، دا د امریکایي ځواکونو د قربانیو پایله وه، چې باید له دې شېبې څخه د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار واخیستل شي.
د امریکا لوی درستیز مارک میلي وایي: دا ژمنه لکه، چې دفاع وزیر ویلي ؛ یو مشروط جورجاړی دی او د جګړې د پای لپاره یوه ښه شېبه. په دې جورجاړي کې ملي ګټې یو ډېر مهم لومړیتوب دی او دا د افغانستان خلکو ته د سوله ییزې راتلوونکې هیله هم ورکوي.
که څه هم له امریکا سره طالبانو د جګړې پایته رسولو لپاره هڅې پیل کړې؛ خو د افغانستان د سولې په بهیر بل لوی سرخوږی د افغانانو خپلمنځي خبرې دي، چې طالبانو یې د پیل لپاره د پېنځه زره جنګیالیو خوشې کیدل غوښتي؛ خو ولسمشر اشرف غني یې دا غوښتنه رد کړې ده.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ5 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
تازه خبرونه3 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه

