سیمه ییز خبرونه
د سولې په ټينگښت كې د ځوانانو رول مهم دى
د سولې عالي شورا د سولې په ټينگښت كې د ځوانانو رول مهم گڼي او وايې، تر څو، چې ځوانان د سولې له پروسې سره همكار نه شي، د سولې ټينگښت ناشونى دى.
د سولې د عالي شورا د بهرنيو اړيكو سلاكار محمد اسماعيل قاسم يار په هېواد كې د سولې په ټينگښت كې د ځوانانو رول مهم بولي او وايې:
تر څو پورې، چې ځوانان د سولې له پروسې سره همكاري ونه كړي، د سولې ټينگښت ناشونى دى.
نوموړي د ځوانانو د شته ستونزو د حل د لارو چارو تر نامه لاندې جوړ شوي سيمينار كې زياته كړه، دولت مكلف دى، چي ځوانانو ته په سياسي، اقتصادي، كلتوري او ټولنيزو برخو كې د فعاليت زمينه برابره كړي.
بلخوا د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مرستيال تېمور اسحاق زى وايې:
د هېواد په گوټ، گوټ كې يې له ځوانانو او د مدني ټولنو له غړو سره خبرې كړي، څو د سولې له پروسې سره همكاري وكړي.
نوموړى زياتوي، د ځوانانو ملي پاليسي د بشپړېدو په حال كې ده، چې د ځوانانو اړونده ستونزې په كې په پام كې نيول شوې دي، خو يو شمېر ځوانان د دغه بنسټ چارې گټورې نه بولي.
دوى وايې، د ځوانانو معينيت په وروستيو څو كلونو كې د ځوانانو په نامه ډېرې پېسې تر لاسه كړي، خو د يوه مسئول ارگان په توگه يې اغېزمن اقدامات نه دى تر سره كړى.
بې كاري، د زدكړو د دوام پر وړاندې ستونزې، د نشه يي توكو كارولو ته مخه هغه سترې ستونزې دي، چې د ځينو ځوانانو په وېنا، د هېواد ځوانه طبقه ور سره مخ ده.
سیمه ییز خبرونه
ایران د امریکا د سولې شرایط رد کړل
چي ډي وینس وایي: «مونږ داسې یوه ټکي ته ونه رسېدو، چې ایرانیان زمونږ شرایط ومني. مونږ اوږدې او پېچلې خبرې اترې کړې دي؛ خو تر اوسه کومې هوکړې ته رسېدلي نهیوو.»
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال جي ډي وینس په پاکستان کې د سولې له تاریخي خبرو اترو وروسته خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا خپلې سره کرښې روښانه کړې؛ خو ایران د دوی شرایطو ته مثبت ځواب ور ورکړی نهدی.
چي ډي وینس وایي: «مونږ داسې یوه ټکي ته ونه رسېدو، چې ایرانیان زمونږ شرایط ومني. مونږ اوږدې او پېچلې خبرې اترې کړې دي؛ خو تر اوسه کومې هوکړې ته رسېدلي نهیوو.»
هغه زیاته کړې؛ دواړه خواوې له ۲۱ ساعتونو راپدېخوا خبرې روانې وساتلې؛ خو اوس هم د هوکړې کومه نښه لېدل شوې نهده.
هغه دا ټینګار هم وکړ؛ امریکا پلان لري، چې له پاکستان ووځي.
وینس د پاکستان د حکومت له هڅو ستاینه هم کړې او وایي: « په دې خبرو کې نیمګړتیاوې له پاکستاني لوري نهوې؛ دوی ښه کار کړی دی.»
سیمه ییز خبرونه
له برید درولو وروسته ایران له امریکا سره پر لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه
دا هوکړه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروټپاڼه کې ولیکل؛ که تهران د هرمز تنګي بېرته پرانېستلو ته چمتو شي؛ واشنګټن به پر ایراني ودانیزو بنسټونو خپل له ګواښه ډک بریدونه وځنډوي.
ایران له امریکا سره د دوه اوونیو لپاره پر اوربند هوکړه کړې، چې موخه یې د کړکېچ کمول او په سیمه کې د تاوتریخوالي د پراخېدا مخنیوی دی.
دا هوکړه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروټپاڼه کې ولیکل؛ که تهران د هرمز تنګي بېرته پرانېستلو ته چمتو شي؛ واشنګټن به پر ایراني ودانیزو بنسټونو خپل له ګواښه ډک بریدونه وځنډوي.
ټرمپ څرګنده کړې: «ما منلې، چې د دوه اوونیو لپاره بریدونه وځنډوم؛ پهدې شرط، چې ایران هرمز تنګی بېرته پرانیزي.»
هغه له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې « نن شپه به یو تمدن له منځه ولاړ شي.»
دا لنډمهالی د دوه اوونیو اوربند د پاکستان پر منځګړیتوب رامنځته شوی دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تائید کړې، چې اوربند به سمدستي نافذ شي او دا چاره به پراخو ډیپلوماټیکو پرمختګونو ته هیلې راوپاروي.
د ایران ملي امنیت عالي شورا هم تائید کړې؛ تهران د اوربند وړاندیز منلی، چې له څو اوونیو کړکېچ وروسته د تاوتریخوالي د کمولو پر لوري د تګ یوه نښه ده.
دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د هېواد وسلهوال ځواکونه به په دوه اوونیو کې د هرمز له تنګي د خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي؛ خو پهدې شرط، چې پر ایران بریدونه ودرول شي.
نوموړی وایي: « که تېری ودرېږي؛ زمونږ ځواکونه به د خوندي تګ راتګ ډاډ ورکړي.»
هغه د هرمز تنګي ته په نغوته( اشاره) کې ویلي؛ د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه تېل ترې لېږدول کېږي.
ایران یاد تنګی له امریکا سره د کړکېچ په غبرګون کې تړلی و، چې ورسره پر نړۍواله کچه د انرژۍ د وړاندې کولو او سمندري امنیت اندېښنې هم راوپارېدلې. د دې لارې بیا پرانېستل؛ که څه هم لنډمهاله تمه ده، خو پر نړۍوالو بازارونو به فشار راکم او د پراخې اقتصادي ګډوډۍ مخه ونیسي.
یاد کړکېچ، چې د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې مخ پر پراخېدو شو؛ په منځني ختیځ کې یې پرلهپسې بریدونه او زیاتېدونکی تاوتریخوالی رامنځته کړ. که څه هم اوربند د جګړې د درېدا اړین پړاو ګڼل کېږي؛ خو مهمې ستونزې( بندیزونه، سیمهییز امنیتي ترتیبات او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو شتون) اوس هم حل شوې نه دي.
ټاکل شوې، چې په راتلونکو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې پیل شي او پاکستان به د آسانتیاوو برابرونکي رول ولوبوي.
شنونکي څرګندوي؛ دا خبرې به پرېکړه کوونکې وي او دا پوښتنه راپورته کوي، چې آیا دا لنډمهالی اوربند به پر اوږدمهاله هوکړه بدل شي که نه؟!
سره له دې پرمختګه څارونکي خبرداری ورکوي، چې وضعیت اوس هم نازک دی او هر ډول نوی تاوتریخوالی کولی شي ترلاسه شوې لاسته راوړنې چټکې له منځه یوسي.
له دې مخکې امریکایي خبري رسنۍ آکسیوس راپور ورکړی و، چې ایران، امریکا او یو شمېر سیمهییز منځګړي(پاکستان، مصر او سعودي عربستان ) د ۴۵ ورځني اوربند لپاره پر یوې داسې طرحې بحث کوي، چې که اوربند ومنل شي؛ نو د جګړې پای به ورسره ډاډمن شي.
سیمه ییز خبرونه
د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هممهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووهپنځوسمه څپه پیل کړې ده.
تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.
راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.
دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.
ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoله برید درولو وروسته ایران له امریکا سره پر لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoچین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باوري فضا د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي – ژاو شینګ
-
څار5 days agoڅار: افغانستان اوس هم د شانګهای ټولنې په پام کې دی
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او کابل ترمنځ د روانو خبرو دوام
-
تازه خبرونه20 hours agoپه اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
-
تحول18 hours agoتحول: په پاکستان کې د ایران او امریکا تاریخي خبرې
-
روغتيا3 hours agoد روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
-
څار20 hours agoڅار: د پاکستان پر کوربتوب د ایران او امریکا خبرې

