سیمه ییز خبرونه
ملگري ملتونه افغانانو ته د مسئوليتونو د لېږد وروسته د افغانستان د حالاتو په ارزونه بوخت دي
په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال فارياب ته د سفر په ترڅ كې وويل، چې د دوه زره ديارلسم كال تر پاېه امنيتي مسئوليتونه په بشپړه توگه افغانانو ته په داسې حال كې سپارل كېږي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنې هم په مخ كې دي.
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال نيكولاس هسيم فارياب ته د سفر په ترڅ كې د فارياب له مسئولينو سره د تړلو دروازو تر شاه له خبرو وروسته خبريالانو ته وويل:
دوى غواړي افغانانو ته د مسئوليتونو د لېږد د پروسې له بشپړېدو وروسته هغه ستونزې او نيمگړتياوې و ارزوي، چې ښايي افغانان ور سره لاس او گريوان شي.
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال زياته كړه، چې افغانانو ته د مسئوليتونو د لېږد بهير ورو ورو د بشپړېدو په حال كې دى. ولسمشريزې ټاكنې هم په مخ كې دي مونږ به وگورو، چې په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو كې له كومو ستونزو سره مخ كېږو او څنگه كولاى شو دا ستونزې هوارې كړو.
هغه له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغانانو اندېښنو ته اشاره وكړه او زياته يې كړه، چې افغانان بايد د خپل راتلونكي په اړوند په خپله تصميم ونيسي.
د فارياب والي محمد الله بتاش وويل، چې افغان ځواكونو ته د مسئوليتونو له سپارل كېدو سره په فارياب كې هم امنيت ښه شوى دى.
له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغانستان د حالاتو په اړوند په داسې حال كې اندېښنې مخ په زياتېدو دي، چې د ملگرو ملتونو يوې څانگې وړاندوينه كړې، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته به د افغانستان حالات بحراني شي.
سیمه ییز خبرونه
پوتين د ستراتيژيکو همکاريو د پراختيا لپاره بېجينګ ته رسېدلی
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نن (پنجشنبه د غویی اووهویشتمه ) بېجينګ ته پر دوه ورځني سفر رسېدلی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ پوتین به چین ته په خپل سفر کې له خپل چینايي سیال شي جینپینګ سره د ستراتیژیکو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
مسکو د دوه ځواکمنو هېوادونو ترمنځ، چې د امریکا “ژیوپولیټیک” سیالان دي؛ “ستراتیژیکه ملګرتیا” پراخه کړي.
پوتين له شينهوا خبري اژانس سره په مرکه کې له شي جينپينګ څخه مننه وکړه، چې له روسيې سره يې د ملي ګټو او متقابل باور پر بنسټ د همکارۍ په جوړولو کې مرسته کړې ده.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې: مونږ به هڅه وکړو، چې د صنعت او پرمختللې ټکنالوژۍ، فضا او سوله ییزې اټومي انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، د نوي کیدونکي انرژۍ د سرچینو او نورو نوښتګرو برخو کې نږدې همکارۍ رامنځته کړو.
پوتین د شپږ کلنې دورې له لوړې وروسته د خپل لومړي بهرني سفر لپاره چین وټاکه او غواړي، چې نړۍ ته د خپلو لومړيتوبونو پیغام په ځانګړي توګه له شي جينپينګ سره د لیدنې له لارې وړاندې کړي.
٧١ کلن پوتين او ٧٠ کلن شي جينپينګ به د پخواني شوروي اتحاد د چين د ولسي جمهوريت د پېنځهاویایمې کليزې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړي، چې په ١٩٤٩ ز.کال کې د مائو تسهتونګ لخوا اعلان شوی و.
چین او روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې بیجینګ ته د پوتین د سفر پر مهال “غیر محدوده ملګرتیا” اعلان کړه.
امریکا چین د خپل لوی سیال په توګه او روسیه د خپل حکومت او خلکو لپاره تر ټولو لوی ګواښ ګڼي.
په دغه سفر کې پوتین به د چین په شمال ختیځ کې د هاربین ښار ته هم ولاړ شي، چې له روسیې سره ژورې اړیکې لري.
دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې چین په وروستیو کلونو کې د امریکا او متحدینو لهخوا یې پر دغو دوه هېوادونو د لګول شویو بندیزونو له کبله له روسیې سره خپلې سوداګریزې او پوځي اړیکې زیاتې کړې دي.
د یادولو ده، چې د لویدیځو هېوادونو مشرانو په ځانګړي توګه امریکا له روسیې سره د بندیزونو په معامله کې د چین رول مهم بللی دی.
سیمه ییز خبرونه
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي
د ملګرو ملتونو د عدالت نړیواله محکمه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د جنوبي افریقا پر غوښتنه د غزې د جګړې پر مهال پر رفح د اسرائیلو د بریدونو په اړه بحث وکړي.
د نړیوالې محکمې د څرګندونو له مخې؛ د جنوبی افریقا پر غوښتنه به د غویی پر اووه ویشتمه او اتهویشتمه / د می پر شپاړلسمه او اووهلسمه پر رفح د اسرائیلو پر بریدونو ناستې تر سره شي.
دا غوښتنه د هغو دوسیو یوه اړینه برخه ده، چې سویلي افریقا د جنوري په میاشت کې د اسرائیلو پر وړاندې ثبت شوې او دا هېواد یې په غزه کې د فلسطینیانو پر نسلي وژنې تورن کړی دی.
د یکشنبې پر ورځ مصر له ترکیې او کولمبیا سره د اسرائیلو پر ضد د درېدو غوښتنه وکړه.
د مصر حکومت په نړیواله محکمه کې د اسرائیلو پر ضد له درېدو وروسته اوس له دې رژیم سره د سیاسی اړیکو د کچې پر کمولو غور کوي.
د سکای نیوز د راپور له مخې؛ د مصر حکومت له اسرائیلو سره د سیاسي اړیکو د کمولو په اړه هڅې پیل کړې دي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې هېواد یې په رسمي توګه د جزا په نړیواله محکمه کې د اسرائیلي رژیم پر ضد د جنوبي افریقا له غوښتنې ملاتړ کوي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي: مونږ یو ځل بیا د ملګرو ملتو له امنیت شورا او نفوذ لرونکیو خواوو غواړو، چې د غزې په تړانګه کې د اوربند د ټینګولو او پر رفح د پوځی عملیاتو د بندولو لپاره بېړنۍ هڅې وکړي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د تېرې میاشتې په پیل کې پر غزه د صهیونیسټ رژیم لهخوا د ډلهییزې وژنې د ترسره کولو په اړه د جنوبی افریقا پر غوښتنه بیا کتنه وکړه.
دې محکمې له صهيونیسټ رژيم څخه وغوښتل، چې په غزه کې د نسلي وژنې د مخنيوي لپاره ټولې اړینې هڅې ترسره کړي.
دې محکمې امر وکړ، چې په يوه مياشت کې دننه د ټولو هغو اقداماتو راپور نړيوال عدالت ته وړاندې کړي، چې د نسلي وژنې د مخنيوي لپاره يې کړي دي. همداشان د دغې محکمې قاضي ویلي، چې د جزا حکم د صهیونیسټي رژیم لپاره نړیوال مکلفیتونه رامنځته کوي .
د دې ترڅنګ نړیوالې محکمې صهیونیسټ رژیم ته امر وکړ، چې په غزه کې د بېړنیو خدماتو او بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره بېړني اقدامات وکړي؛ خو د اوربند رامنځته کولو حکم یې صادر نکړ.
سیمه ییز خبرونه
پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.
پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.
ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.
۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.
د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.
د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.
امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.
د آلمان خبري آژانس او د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.
ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.
-
لوبی4 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه4 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
-
تازه خبرونه5 days ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
سوداگري3 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
تازه خبرونه5 days ago
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
نړۍ5 days ago
انټوني بلینکن اوکراین ته رسېدلی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي