سیمه ییز خبرونه
د ولسمشرۍ ماڼۍ په كونړ ولايت كې د ناتو هوايي بريد وغانده
له ولسمشرۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې:
افغان ولسمشر حامد كرزي د ناتو ځواكونو هغه هوايي بريد په كلكه وغانده، چې له كبله يې د كونړ په شيگل ولسوالۍ كې لس ملكي وگړي وژل شوي دي.
دغه بريد د چهارشنبې په شپه(د سلواغې۲۴) ترسره شوى، په كې د ناټو هوايي ځواكونو دوه كورونه په نښه كړي او د ښځو او ماشومانو په گډون يې لس تنه وژلي دي.
د ولسمشرۍ په خبرپاڼه كې راغلي، چې:
ولسمشر يو پلاوي ته دنده سپارلې، چې سيمې ته ولاړ شي او د پېښې د څېړلو تر څنگ د قربانيانو كورنيو ته د ده د خواخوږۍ مراتب وړاندې كړي.
خبرپاڼه زياتوي، حامد کرزي یو وار بیا پر خپل دريځ ټينگار وكړ، چې تروریزم د افغانانو په کلیو او کورونو کې نه دی او دلته به یې په وړاندې جگړه بريالۍ نه شي.
د كونړ ولايت د شگل ولسوالي د پاكستان له باجوړ سره د گډې پولې په لرلو د پام وړ سيمه گڼل كيږي.
سیمه ییز خبرونه
د سې شنبې پر ورځ په ژنیو کې د ایران او امریکا خبرې کیږي
نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ایران او امریکا د خبرو اترو دوهیم پړاو به د سېشنبې پر ورځ په ژنیو کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.
مجید تخت روانچي دې خبرو اترو ته په نغوته(اشاره) ویلي؛ دوی هیله لري، چې د ډیپلوماسۍ له لارې یوې پایلې ته ورسیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ چمتو یوو، چې له واشنګټن سره د یورانیمو د غني کولو په اړه د ۶۰ سلنې په اړه بحث وکړو.
سیمه ییز خبرونه
د عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.
د راپورونو له مخې؛ د عمران خان زوی قاسم خان ویلي؛ هغه او ورور ته دې اجازه ورکړ شي، چې د پلار لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.
په راپورونو کې راغلي؛ عمران خان د زندان له امنیت او خوراکي آسانتیاوو څخه راضي دی؛ خو ځان له پوره روغتیایي آسانتیاوو بې برخې بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سترې محکمې د تحریک انصاف ګوند بنسټوال او پخواني لومړي وزیر عمران خان ته، چې په اډیاله زندان کې دی له خپلو شخصي ډاکټرانو سره د لیدنې او خپلو زامنو قاسم او سلیمان سره د ټیلیفوني خبرو اجازه ورکړې ده.
سیمه ییز خبرونه
د اسلامي امارت سفير د ابوظبۍ د اتحاد هوايي شرکت له مسوولانو سره وکتل
په اماراتو کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې: په دې ليدنه کې د ابوظبۍ– کابل الوتنو د پيل په اړه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۸مه پيل شي؛ د الوتنو د مهالوېش، ټرانسپورټي آسانتياوو او د دواړو ښارونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفير بدرالدين حقاني په ابوظبۍ کې د اتحاد ملي هوايي شرکت له پلاوي سره، چې مشري يې راحيل صديق کوله؛ ليدنه وکړه.
په اماراتو کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې: په دې ليدنه کې د ابوظبۍ– کابل الوتنو د پيل په اړه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۸مه پيل شي؛ د الوتنو د مهالوېش، ټرانسپورټي آسانتياوو او د دواړو ښارونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د اتحاد شرکت مسوولانو ويلي؛ دا شرکت اوس د نړۍ ۹۹ ښارونو ته الوتنې لري او ټينګار يې کړی، چې د کابل– ابوظبۍ الوتنو پيل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا تر څنګ، له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو په پراختيا کې هم اغېزمن رول ولوبوي.
ویل کیږي، چې بدرالدين حقاني د دغو الوتنو له پيل هرکلی وکړ او د مسافرو لپاره يې د هر اړخيزو آسانتياوو پر برابرولو ټينګار وکړ. نوموړي د ټکټونو د بيو او د سفر اړوند لګښتونو د کمولو په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه هم کړې ده.
-
تازه خبرونه5 days agoپه اسلامآباد کې د اهل تشیع پر جومات د ځانمرګي برید وروستي حقایق بربنډ شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
-
تازه خبرونه5 days agoد ختیځ زلزلهځپلو ته د ۲ میلیون یورو مرستې پروګرام پیل شو
-
تازه خبرونه5 days agoد م.م امنیت شورا پر اسلامی امارت د بندیزونو د څار کمیتې واک یو کال نور هم وغځاوه
-
تازه خبرونه2 days agoوروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان
-
تازه خبرونه5 days agoهیڅوک د افغانستان او تاجکستان ترمنځ دوستانه اړیکو ته زیان رسولی نشي – امیرخان متقي
-
سوداگري20 hours agoد تورخم لارې د بندېدا له کبله د پاکستان ورځنی زیان ۲ میلیون ډالر اټکل شوی
-
لوبی20 hours agoافغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

