Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک

خپور شوی

د

ښاغلی ولسمشره! هیله من یم، چې دا لیک تاسې ته ورسيږي. زه به د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله ته هم ورته لیک  ولیږم.

زه ویاړم، چې د خبرو او د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ د بیاکتنې فرصت مو راکړ؛ ستاسو او ستاسو د ملګرو اندونو زمونږ بیاکتنې ته ارزښت ورکړی دی.

زه نن تاسې ته لیکم او له اوسني وضعیته مو خبروم؛ هغه بېړنی غوراوی، چې زمونږ په مخکې پروت دی او بېړني مدیریت، چې جوبایډین او زه به یې په راتلونکیو اوونیو کې له تاسې وغواړو. که څه هم  زمونږ د تګلارې بیاکتنه وروستۍ شوې نده؛ خو لومړنیو پایلو ته رسیدلي یو، چې د ګډو ګټو پرمخ وړلو غوره لار د سولې خبرو ګړندۍ کولو لپاره هر ډول هڅې کول دي، چې ښکېلې خواوې د ژمنو تر سره کولو لپاره راټولې کړو.

د دې لپاره، چې دایمي او هراړخیز اوربند ته ورسیږو؛ مونږ به سمدستي له ګوندونو، له سیمې هېوادونو او ملګرو ملتونو سره د لوړې کچې ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړو، چې ټولې مسلې پوره او ګړندۍ په پام کې ونیول شي:

لومړی- مونږ غواړو، چې ملګرو ملتونه د روسیې، چین، پاکستان، ایرا، هند او امریکا د بهرنیو چارو وزیران او استازي راټول کړي، چې د افغانستان د سولې له بهیره د ملاتړ لپاره پر یوه ګډ چلند خبرې وکړي. زه باور لرم، چې دا هېوادونه د یو باثباته افغانستان لپاره ګډې ګټې لري او مونږ باید کار وکړو، چې دې موخې ته ورسیږو.

دوه یم ـ ولسمشر جو بایډن او ما له استازي خلیلزاد څخه وغوښتل، چې خپله اړینه دنده روانه وساتي، تاسو او طالب مشرانو ته د همکارۍ لپاره یو لیکلی پلان چمتو کړي، چې موخه یې د خبرو ګړندی کول دي، چې حل لارې او اوربند ته د رسیدو لپاره پیل شوې دي. دا پلان پر اندونو راڅرخي، چې د سولې د لارې نقشه ده او محب له ویلسن سره ترې یادونه کړې ده. د دغو سندونو له شریکولو مو نیت دا ندی، چې پر لوریو یو څه ومنو. دا سندونه اسلامي جمهوریت او طالبانو ته اجازه ورکوي، چې سمدلاسه لاندې دندې تنظیم کړي: الف ـ هغه اساسي اصول، چې راتلونکی اساسي قانون او د افغانستان د حکومت کولو لار ټاکي. ب – د نوي او ټولګډونه حکومت لپاره د لارې نقشه او  شرایط چمتو کوي. ج ـ  د تلپاتي او هر اړخيز اوربند رامنځته کېدل. زه له تاسو څخه غوښتنه کوم، چې جوړوونکي دریځونه خپل کړئ او له استازي خلیلزاد سره پرې خبرې وکړئ.

درېیم – مونږ به د ترکیې له حکومته وغواړو، چې په راتلونکیو اوونیو کې د دواړو لوریو د غونډې کوربتوب وکړي، چې د سولې تړون وروستی شي. زه له تاسې او یا ستاسو له واک لرونکي استازي څخه غواړم، چې په دې ناسته کې د اسلامي جمهوریت له نورو استازیو سره ګډون وکړي.

څلورم – مونږ به ستاسې د نظر له مخې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د لوړې کچې د راکمولو لپاره هڅې وکړو، چې د افغانستان خلکو ته د نه منلو وړ زیان اړوي او سولې ته د رسیدو لپاره ژورې هڅې زیانمنوي. مونږ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره  ۹۰ ورځنی تعدیل وړاندیز کړی، چې موخه یې د طالبانو د پسرلنيو بریدونو مخنیوی دی او په ورته وخت کې زمونږ له ډیپلوماتیکو هڅو سره سم د ګوندونو ترمنځ له سیاسي هوکړه لیک ملاتړ کوي. زه له تاسې څخه غوښتنه کوم، چې د استازي خلیلزاد لخوا د وړاندیز شوی مثبت وړاندیز ارزونه وکړئ.

زما پر اند د اسلامي جمهوریت په لیکو کې راټولېدل د هغه سخت کار لپاره اړین دی، چې ورته اړتیا ده. لکه څنګه، چې تاسې او هېوادوال مو پوهیږئ؛ د ۱۹۹۰  کال په لومړیو کې د افغانستان د مشرانو تر منځ اختلافات ناورین رامنځته کوونکي وه او مونږ باید اجازه ورنکړو، چې رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکړو. د ملي پخلاینې عالی شورا له مشر عبدالله سره ستاسې ګډ کار او د سولې لپاره د یوې بلې متحدې جبهې د جوړولو لپاره له پخواني ولسمشر کرزي او استاد سیاف سره ستاسې همکارۍ ښه زیری لري. زه له تاسې څخه غوښتنه کوم، چې له دې څلور کسيزې ډلې سره مشورې وکړئ، چې افغانان ټولګډونه او ارزښتمن بولي او په دې توګه له طالبانو سره د اجماع رامنځته کولو، د حکومتدارۍ ، ځواک شریکولو او اړینو ملاتړیو اصولو په اړه خبرې وکړي. ټول پیغامونه، چې خلکو ته ورکول کیږي باید د هوکړې او  یووالي ښکارنویي وکړي. مونږ به د امریکا د کار د پرمخ بیولو لپاره په دې لار کې له ټولو هڅو کلکه ملاتړ وکړو.

زه باید دا په ډاګه کړم، چې په واشنګټن کې زموږ د پالیسۍ بهیر روان ی او امریکا تر دې دمه کوم غوراوی نلري. مونږ پلان لرو، چې د می تر لومړۍ خپل ټول ځواکونه وباسو؛ ځکه، چې مونږ نور غوراوي هم په پام کې لرو. ان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ستاسو ځواکونو ته د امریکا دوامداره تمویل. زه اندېښمن یم، چې په افغانستان کې به امنیتي وضعیت خراب شي او طالبان به وکولی شي سمدلاسه ډېرې سیمې ترلاسه کړي. اجازه راکړئ په ډاګه کړم؛ هیله من یم، چې په دې لیک کې د لیکل شوي کار په اړه زما پر ټینګار پوهیدلي یاست.

مونږ به له تاسې سره د شریک په توګه کار کولو ته دوام ورکړو.

په درنښت

انتوني بلینکن

تازه خبرونه

د خامنه‌يي جنازې ته د اسلامي امارت رییس‌الوزراء وبلل شو

دا بلنلیک په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د ریاست‌الوزراء د دفتر لوی ريیس ملا عبدالواسع ته سپارلی دی.

Published

on

ایران د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزراء ملا محمدحسن آخوند ته د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

دا بلنلیک په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د ریاست‌الوزراء د دفتر لوی ريیس ملا عبدالواسع ته سپارلی دی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالواسع په دې لیدنه کې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هوکړه‌لیک له لاسلیک هرکلی کړی او هغه یې د سیمې د ثبات پر لور مثبت ګام بللی دی.

د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران اړیکې تاریخي او ژورې بللې او د جګړې پر مهال یې د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو له خواخوږۍ مننه کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې له سختو شرایطو سره – سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې بې‌له ځنډه روانې پاتې دی.

ملا عبدالواسع هم د افغانستان او ایران اړیکې ټینګې او نه بېلېدونکې بللې او ټینګار یې کړی، چې د جګړې پر مهال هم د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړېدل د کابل او تهران ترمنځ د نږدې اقتصادي او امنیتي اړیکو څرګندونه کوي.

نوموړي په ګاونډ هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته په نغوته کې هیله څرګنده کړې؛ ایران به د افغان کډوالو د استوګنې او بېرته ستنېدا په بهیر کې پوره آسانتیاوې برابرې کړي، چې پر وینا یې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

د یادونې ده، چې علي خامنه‌يي شاوخوا څلور میاشتې مخکې په تهران کې د امریکا او اسرائیل په ګډ برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان سره تعامل د بې‌ثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی

توکوموف په هغه لیکنه کې، چې پهEuAlive  خپرونه کې خپره شوې لیکلي؛ له افغانستان سره همکاري او تعامل د هغو ګډو ننګونو د مهار لپاره بنسټیز اهمیت لري، چې ترهګري، ناقانونه کډوالي او د نشه‌یي توکو قاچاق رانغاړي.

Published

on

 

د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر دوام ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی؛ د اقتصادي، بشري او بنسټیزو تشو رامنځته کېدل کولی شي په دې هېواد کې بې‌ثباتي پراخه او امنیتي ګواښونه ډېر کړي.

توکوموف په هغه لیکنه کې، چې پهEuAlive  خپرونه کې خپره شوې لیکلي؛ له افغانستان سره همکاري او تعامل د هغو ګډو ننګونو د مهار لپاره بنسټیز اهمیت لري، چې ترهګري، ناقانونه کډوالي او د نشه‌یي توکو قاچاق رانغاړي.

هغه ویلي: «د تېرو څو لسیزو تجربو ښودلې: هرکله، چې په افغانستان کې اقتصادي، بشري او بنسټیزه تشه رامنځته شوې؛ نو ژر د ورانوونکو بهیرونو له‌خوا ډکه شوې ده.»

د نوموړي د څرګندونو له مخې، افغانستان اوس هم له جدي بشري ستونزو سره مخ دی او نږدې ۲۹ میلیون کسان په دې هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو بېرته ستنېدا د هېواد پر اقتصاد او عامه خدمتونو نور ډېر فشار اچولی دی.

توکوموف د افغانستان ټولنیز وضعیت ته له نغوتې سره ویلي، چې شاوخوا ۳.۷ میلیون افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او د امنیت، حکومتولۍ او د ښځو او نجونو د حقونو موضوعات اوس هم د نړیوالې ټولنې له مهمو اندېښنو څخه دي؛ خو هغه ټینګار کړی، چې د لومړنیو اټکلونو خلاف افغانستان په تېرو نږدې پېنځه کلونو کې له اقتصادي او سیاسي سقوط سره مخ شوی نه‌دی.

هغه زیاته کړې، د دولت عواید پر تدریجي ډول لوړ شوي، کوچنيو او منځنيو کاروبارونو وده کړې او د هېواد په لویو ښارونو کې صنعتي پارکونه جوړ شوي دي.

د قزاقستان ځانګړي استازي زیاته کړې، هېواد یې د افغانستان په اړه د« رسمیت له نه پېژندلو سره عمل‌ګرا تعاملي» سیاست روان ساتلی دی.

نوموړي څرګنده کړې، چې په قزاقستان کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت ایستل، د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه‌لري او آستانه په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو ملاتړ کوي.

دغه راز توکوموف د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې د منځنۍ آسیا د مخ پر ډېرېدونکي رول یادونه کړې او څرګندوي، چې د سیمې هېوادونه افغانستان ته د انرژۍ او خوراکي توکو مهم برابرونکي ګرځېدلي دي. د توکوموف پر وینا، په وروستیو کلونو کې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

هغه ښوونه او روغتیايي خدمتونه په افغانستان کې د قزاقستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ له مهمو برخو وبللې او وړاندیز یې وکړ، چې دواړه لوري دې د روغتیايي پروژو په پلي کولو، د روغتیايي مرکزونو په جوړولو او لرو پرتو سیمو ته د ګرځنده طبي خدمتونو رسولو کې همکاري وکړي.

توکوموف په پای کې ټینګار کړی، چې بشري مرستې او اقتصادي همکارۍ باید د امتیاز ورکولو په توګه ونه‌ګڼل شي، بلکې دا د راتلونکو بحرانونو د مخنیوي او په افغانستان کې د تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره عملي وسیلې دي. هغه زیاته کړې، چې د ښوونې، روغتیا او بشري سرچینو د پراختیا په برخو کې پانګونه کولی شي د افغانستان او سیمې لپاره د بشپړ باثباته راتلونکي زمینه برابره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه

ژومانګارین ویلي، افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او ګاونډ هېوادونه دي، چې باید خپل ټول اختلافي‌مسائل خبرو ته وړاندې او له همدې لارې یې حل کړي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱, ۱۴۰۵

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین کابل ته د سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې د دواړو هېوادونو اختلافات باید د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو هوار شي.

ژومانګارین ویلي، افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او ګاونډ هېوادونه دي، چې باید خپل ټول اختلافي‌مسائل خبرو ته وړاندې او له همدې لارې یې حل کړي.

هغه زیاته کړې؛ قزاقستان د رسمي غوښتنې په صورت کې چمتو دی، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د منځګړیتوب او د کړکېچ د هواري لپاره رول ولوبوي.

هغه ویلي: «هر ډول شخړه باید د خبرو له لارې حل شي. د قزاقستان ولسمشر هم پر همدې موضوع ټینګار لري او مونږ له دواړو لوریو غواړو، چې خپلې لانجمن مسائل د ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي.»

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال همداراز له افغانستان سره د خپل هېواد پر نږدې اړیکو ټینګار کړی او څرګندوي، چې آستانې ان په سختو کلونو کې هم خپله سفارت فعال ساتلی و.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، قزاقستان له هغو لومړیو هېوادونو څخه و، چې خپل سفارت ته یې رسمي حیثیت ورکړ او په کابل کې یې میشت سفیر معرفي کړ.

ژومانګارین زیاته کړې؛ قزاقستان لومړنی هېواد و، چې د اسلامي امارت نوم یې د خپلو ممنوعه ډلو له نوملړه ایستلی دی. هغه همداراز ویلي، چې په قزاقستان کې د افغانستان سفارت او کونسلګري اوس هم فعالیت کوي.

نوموړی هیله شوی، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې موضوع به هم د ډیپلوماټیکو او سیاسي بهیرونو په چوکاټ کې مخته ولاړه شي او په نږدې راتلونکي کې پایلې ته ورسېږي.

کابل ته د قزاقستان لوړپوړی پلاوی د سریک ژومانګارین پر مشرۍ د غبرګولي پر دېرشمه کابل ته راغلی و او له افغان چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!