Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په تخار ولایت کې اووه داعش وسلوال ووژل شول

خپور شوی

د

په تخار ولایت کې امنیتي ځواکونو د داعش وسلوالو پر یوه مرکز عملیات کړي، چې په کې پر اووه داعشیانو سربېره  دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د شبنې پر ورځ د غبرګولي ۲۱ د  تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د څلورمې حوزې د ختیځې پروژې په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو او د داعش وسلوالو ترمنځ نښته شوې وه.

د تخار پولیسو ويلي، د داعش پر پټنځي پوځي عملیات د استخباراتي معلوماتو له مخې تر سره او دا ډله له پښو وغورزول شوه.

د تخار امنیه قومندان مولوي حبیب الله شاکر ویلي؛ دغه دوه تنه په تخار ښار کې د ورانکارو ډلو په ډله کې ول، چې د کشفي معلوماتو له مخې مرکز يې کشف او وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا پرې عملیات ترسره او له شاوخوا يو ساعت نښتې يې اووه وسلوال غړي ووژل شول او درې نور یې ژوندي ونيول شول.

هغه زیاته کړې؛ له دغو وسلوالو څخه یو شمېر بېلابېل مهمات او وسلې ترلاسه شوي دي.

هغه وایي؛ په خواشینۍ، چې په دې عملیاتو کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دې عملیاتو کې د داعش د تمویلو تجهیز او روزنې مرکز له منځه وړل شوی او د قومندان یونس ازبکستانی په ګډون د داعش اته کسان وزل شوي دي.

ویل کیږي، چې نن په کونړ، کندوز او بدخشان ولایتونو کې چاودنې شوې، چې مرګ و ژوبله هم لري.

د کونړ ولایت امنیه قومندان مولوي عبدالحق څرګنده کړې؛ نن سهار شاوخوا نهه بجې په اسعد آباد ښار کې پر رینجر موټر ځای پرځای شوي نښلېدونکي ماین چاودنه کړې؛ یو پولیس وژل شوی او پېنځه نور ټپیان دي.

دغه راز د بدخشان ولايت په مرکز فيض آباد ښار کې د سړک د غاړې د ماين چاودنې له کبله يو ماشوم ټپي شوی او په کندوز ولايت کې هم يوې چاودنې درې کسان ټپيان کړي.

د دغو بریدونو مسوولیت چانه دی منلی.

سیمه ییز خبرونه

که امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران

د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پیغام له هغې وروسته د لوړې کچې ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د سیمې هېوادونو ته رسول شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د انرژۍ پر شبکو او بنسټیزو تاسیساتو د برید ګواښ کړی و.

Published

on

 

رویټرز راپور ورکړی، چې ایران د خلیج عربي هېوادونو ته خبرداری ورکړی؛ که امریکا پر دې هېواد بیا بریدونه وکړي، تهران ښايي په سیمه کې د انرژۍ مهم تاسیسات پر نښه کړي.

د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پیغام له هغې وروسته د لوړې کچې ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د سیمې هېوادونو ته رسول شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د انرژۍ پر شبکو او بنسټیزو تاسیساتو د برید ګواښ کړی و.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سعودي عربستان، قطر، ترکیې او پاکستاني چارواکو سره په اړیکو کې له هغو هېوادونو غوښتي، چې د امریکا متحدین دې واشنګټن پر تهران له نوي پوځي اقدام څخه منع کړي.

یوه سیمه‌ییز چارواکي ویلي، د ایران پیغام روښانه و:« د ځواب لپاره چمتو یوو؛ خو ډیپلوماټیکه حل‌لاره د شخړې د پراخېدا او په سیمه کې د ډېرو ویجاړیو د مخنیوي غوره لار ده.»

خلیجي سرچینو ويلي: ایران خبرداری ورکړی، چې که د دې هېواد پر بنسټیزو تاسیساتو برید وشي؛ ښايي د سیمې د انرژۍ تاسیسات، د تېلو چاڼ‌ځایونه، د برښنا او اوبو شبکې، د ټرانسپورټ آسانتیاوې او د تېلو اړوند برخې پر نښه کړي.

دغه راز سعودي عربستان، قطر او عمان له امریکا غوښتي، چې له ایران سره خبرې اترې بېرته پیل کړي او د کړکېچ د زیاتېدا مخه ونیسي.

ډونالډ ټرمپ له دې مخکې ویلي وه، چې پر ایران یې برید درولی؛ خو په دې شرط، چې ژر هوکړې ته د رسېدا امکان موجود وي.

ایران په وروستیو کلونو کې له یو شمېر خلیجي هېوادونو او سعودي عربستان سره خپلې اړیکې ښې کړي دي؛ خو اوس هم په سیمه کې د امریکا پوځي حضور او له واشنګټن سره د عربي هېوادونو امنیتي همکارۍ د ځان پر ضد ګواښ بولي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې پرمختګ شوی

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، چې د خبرو اترو بهیر« ډېر پرمختللي پړاو» ته رسېدلی او قطر، پاکستان او عمان پر ګډه د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو د آسانتیا او د وړاندیزونو د تبادلې لپاره نږدې همغږي کوي.

Published

on

قطر ویلي، د امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړو په هڅو کې پرمختګ شوی او د دواړو لوریو ترمنځ د اختلافونو د کمولو لپاره هڅې روانې دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، چې د خبرو اترو بهیر« ډېر پرمختللي پړاو» ته رسېدلی او قطر، پاکستان او عمان پر ګډه د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو د آسانتیا او د وړاندیزونو د تبادلې لپاره نږدې همغږي کوي.

د قطر د امیر دفتر هم ویلي، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اختلافونو د کمولو او د یوې تلپاتې هوکړې د رامنځته کېدا پر لارو چارو خبرې کړې دي. د قطر امیر د خبرو اترو پر دوام او د جون میاشتې د هوکړه‌لیک پر عملي کېدا ټینګار کړی دی.

ایران د ټرمپ هغه څرګندونې رد کړي، چې ګواکې له امریکا سره خبرې پیل شوې دي.

د ایران چارواکي وایي، دا مهال له واشنګټن سره هیڅ ډول مذاکرات نه‌ترسره کېږي.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي د تګ راتګ په اړه خبرې مثبتې او روانې دي او موخه یې د بېړیو لپاره د خوندي سمندري لارې برابرول دي.

بل لور ته د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو په اړه روانو خبرو ته هیله‌من ښکاره شوي دي. روبیو ویلي، په خبرو کې پرمختګ شوی، خو وروستۍ هوکړه لا نه ده شوې.

په هرمز تنګي او شاوخوا سمندري لارو کې امنیتي ګواښونه اوس هم دوام لري.

د راپورونو له مخې، یوه باروړونکې بېړۍ د عمان ساحل ته نږدې د نامعلوم توغندي په برید کې زیانمنه شوې او عملې یې بېړۍ پرېښې ده.

همدارنګه د هند د لېږد رالېږد وزیر ویلي، یمن ته نږدې یوه هندي بېړۍ هم په برید کې ډوبه شوې؛ خو ټول ۱۴ سپاره کسان یې ژغورل شوي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د امریکا او ایران د خبرو ناڅرګند برخلیک، هرمز تنګي ته نږدې پر بېړۍ برید اندېښنې زیاتې کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې خبرې روانې دي او ایران ته یې د«ښې هوکړې» د لاسلیک لپاره «وروستی فرصت» ورکړی دی؛ خو ایران دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې نه خبرې روانې دي او نه هم د داسې خبرو کوم پلان شته.

Published

on

د امریکا او ایران ترمنځ د پېنځه میاشتني کړکېچ د پای ته رسېدا لپاره د خبرو په اړه د دواړو هېوادونو متضادو دریځونو د سې‌شنبې پر ورځ ناڅرګندتیا او په هرمز تنګي کې عمان ساحل ته نږدې پر یوې باروړونکې بېړۍ برید د نړۍ د انرژۍ د لېږد په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې خبرې روانې دي او ایران ته یې د«ښې هوکړې» د لاسلیک لپاره «وروستی فرصت» ورکړی دی؛ خو ایران دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې نه خبرې روانې دي او نه هم د داسې خبرو کوم پلان شته.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي؛ خبرې د ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر د غوښتنې پر بنسټ روانې دي او ایران ته دا وروستی فرصت دی، چې یوه مناسبه هوکړه لاسلیک کړي.

د ټرمپ دا څرګندونې له هغې وروسته شوي، چې نوموړي د اوونۍ په پای کې پر ایران د هغو« پراخو بریدونو» له لغوه کېدا خبر ورکړ، چې د ده پر وینا د خبرو د ترسره کېدا له کبله یې اجازه بېرته اخیستې وه.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، له امریکا سره نه کومې خبرې روانې دي او نه هم کومه ناسته ټاکل شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، ایران نه په نږدې ورځو کې د کوم بهرني پلاوي د کوربتوب پلان لري او نه هم خپل مرکچیان بهر ته استوي. هغه زیاته کړې: د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي پرته، چې د عراق په مذهبي سفر کې و؛ نور ټول ایراني مرکچیان په هېواد کې دي او یوازې له عمان سره د هرمز تنګي د مدیریت په اړه خبرې روانې دي.

دغه راز د عمان ساحل ته نږدې په هرمز تنګي کې یوې باروړونکې بېړۍ اعلان کړی، چې د نامعلوم توغندي له لګېدا سره مخ شوې ده. د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې هم دغه پېښه تائید کړې ده.

د معلوماتو له مخې، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ اوس هم کم شوی او د دوشنبې پر ورځ یوازې شپږ سوداګریزې بېړۍ له دې لارې څخه تېرې شوې دي.

سره له دې، چې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ احتمالي کمېدا د تېلو نړیوالې بیې راټیټې کړې او د ونډو بازارونه یې هم اغېزمن کړل.

ټرمپ وروسته په ټروت سوشیل کې د ایران مشران« بې‌ساري دوه‌مخي» وبلل او ادعا یې وکړه، چې ایران د نورو خبرو غوښتنه کړې او په نږدې راتلونکې کې به نوې خبرې وشي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د امریکا سمندري ځواک پر هرمز تنګي بشپړ واک لري او څرګندوي: تر هغې، چې هوکړه یا« بشپړه تسلیمېدنه» ونه‌شي؛ ایران ته به هیڅ شی ونه رسېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117