تازه خبرونه
ایران د افغانستان له پولو څخه د ترهګرو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنه څرګنده کړه
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي ویلي، چې نوي واکمن په سرحدي پوستو کې پوره ځواک نلري او ایران باید په یو اړخیزه توګه د پولو امنیت ټینګ کړي.
ایران د افغانستان له پولو څخه د دغه هېواد خاورې ته د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنه لري.
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي، له افغانستان سره د دغه هېواد پولې اوس پیاوړې شوي او پولو ته نور ځواکونه استول شوي دي.
حسن کاظمي قمي وايي، د افغانستان سرپرست حکومت له دغه هېواد سره سرحدي نقطو ته په کافي اندازه ځواکونه ندي لېږدولي او د افغانستان سرحدي پوستې هم کافي ځواکونه نلري.
نوموړی وایي: امریکا د شر په لټه کې ده. زمونږ له لویو کارونو څخه یو له افغانستان سره مرسته کول دي، چې افغانستان په یوه سم لوري روان شي او د شرارتونو په جال کې راګیر نشي. له نېکه مرغه د افغانستان د حکومت د همکارۍ له کبله داعش ندی توانېدلی، چې زمونږ په پولو کې نفوذ وکړي؛ خو اوس یې هم ګواښ پخپل ځای دی، ځکه د نوي حکومت ځواکونه په ډېرو سرحدي پوستو کې حضور نلري او که وي هم ځانګړی یونیفورم نلري. مونږ اړ یوو، چې د پولو د خوندیتوب لپاره په یو اړخیزه توګه امنیت ټینګ کړو. په افغانستان کې د میدان پریښودل په دې معني دي، چې ترهګري به هلته غښتلې او لمن به یې زمونږ پولو ته پراخه شي.
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، چې له ګاونډ هېوادونو سره د افغانستان په پولو کې یې پر پرمختللیو پوځي تجهیزاتو سمبال ۴۵۰ امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي دي.
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر استازی هم د افغان حکومت د مشروعیت مسلې ته نغوته کوي او وايي؛ د ایران حکومت به له افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي؛ خو تهران به تر هغې، چې یو جامع حکومت جوړ نشي نوی حکومت به پر رسمیت ونه پېژني. هغه وايي، که حکومت د نړيوالې ټولنې لخوا پر رسميت وپېژندل شي، بايد د خلکو ملاتړ ولري او د خلکو هيلې په پام کې ونيسي.
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وایي: له ترهګرۍ سره مبارزه په افغانستان کې د یوه پیاوړي او ټولګډونه حکومت په رامنځته کېدو پورې اړه لري. داسې یو دولت کولی شي له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او د ودانیزو او پرمختیايي پروژو چارې پرمخ بوځي. له همدې کبله مونږ غواړو، په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړو، چې د بیارغونې او رغنیزو چارو پر لوري حرکت وکړي او دا کار د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته امکان نلري. افغانستان باید له نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړي. دا تعامل تر هغو ممکن ندی، چې افغانستان د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني او یو ټولګډونه حکومت جوړ نکړي.
افغان دولت اوسنی حکومت ټولګډونه ګڼي؛ خو ټینګار کوي، چې اصلاحات به راولي.
د یوه کال له تېرېدو سره هیڅ هېواد له افغانستان سره د رسمي دیپلوماتیک تعامل لپاره زړه ندی ښه کړی؛ خو د سیمې یو شمېر هېوادونو له کابل سره په بېلابېلو برخو کې تعامل ته مخه کړې ده.
تازه خبرونه
قطر د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ
د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي په دې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د خلکو ستونزمن وضعیت ډېرو ډیپلوماټیکو هڅو، د همکاریو پراختیا او د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د پرېکړهلیکونو بشپړ پلي کېدو ته اړتیا لري.
قطر د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د افغانستان په اړه د وزیرانو د تماس ډلې د غونډې پر مهال، چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د یو اتیاومې غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه؛ د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د سولې بهیر د پرمخ بېولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي په دې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د خلکو ستونزمن وضعیت ډېرو ډیپلوماټیکو هڅو، د همکاریو پراختیا او د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د پرېکړهلیکونو بشپړ پلي کېدو ته اړتیا لري.
هغه ټینګار کړی، چې د اسلامي همکاریو ټولنې غړي هېوادونه باید له ډېرې همغږۍ سره له رغنده خبرو ملاتړ وکړي او د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
الخلیفي ویلي: قطر له ۲۰۱۳ز.کال راپدېخوا، چې د افغانستان د سولې لپاره د دوحې بهیر پیل شو؛ تل د خبرو او مخنیوي ډیپلوماسۍ پر بنسټ له سولهییزو حللارو ملاتړ کړی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، قطر په تېرو کلونو کې د افغان لوریو ترمنځ د خبرو د څو پړاوونه کوربهتوب کړي دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر زیاته کړې، چې هېواد یې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د افغانستان په اړه د دوحې د بهیر کوربه هم پاتې شوی دی؛ د ۲۰۲۳ز.کال د مې، د ۲۰۲۴ز. کال د فبرورۍ او جولای د میاشتو پرمهال یې په دوحه کې د ځانګړو استازو غونډې جوړې کړې دي.
دغه راز یې د جون او جولای په میاشتو کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې د درېیمې او د خصوصي سکټور د کاري ډلې د دوهیمې غونډې جوړېدا ته نغوته کړې او څرګندوي، چې قطر د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د څلورمې غونډې جوړېدا ته هم سترګې پر لاره دی.
الخلیفي ټینګار کړی، چې د دوحې بهیر دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري او د لاسته راوړنو ساتل او د نړیوالې ټولنې لهخوا د افغانستان په اړه د پاملرنې دوام، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک له مخې ډېر مهم دی.
قطر ویلي، چې د ډیپلوماټیکو هڅو ترڅنګ به په افغانستان کې خپلو بشري او پراختیايي فعالیتونو ته هم دوام ورکړي.
د قطري چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د قطر د پراختیا صندوق، د قطر خیریه ټولنې، «له هر څه پورته زدهکړې» بنسټ او د قطر سرې میاشتې له لارې په افغانستان کې بېلابېلې پروژې پلې شوې دي، چې د ښځو، نجونو او ځوانانو زدهکړه او د کار زمینه ورته برابرول یې له لومړیتوبونو څخه دي.
الخلیفي په پای کې ویلي، چې هېواد یې چمتو دی د اسلامي همکاریو ټولنې په چوکاټ کې له نورو غړو هېوادونو سره د افغانستان د بېړنیو بشري اړتیاوو د حل او د افغانستان د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل د هڅولو لپاره همکاري وکړي.
تازه خبرونه
هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سېشنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د هند بهرنیو چارو وزارت پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه سخت وغندل او څرګندوي، چې پر یوه خپلواک ګاونډ هېواد دا ډول بریدونه د سیمې د سولې او امنیت پر وړاندې بشپړ ګواښ دی.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سېشنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
جېسوال د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدا هیله کړې ده.
نوموړي ویلي، د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې د پاکستان دا ډول بریدونه د سیمې له سولې او امنیت سره په ټکر کې دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وایي، هېواد یې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، او همداراز د افغان وګړو له هوساینې ملاتړ کوي.
نوموړي د پاکستان لهخوا د پولې پورې غاړې د ترهګرۍ په اړه ادعاوو ته په نغوته کې ویلي؛ اسلامآباد باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي او څرګند تعهد وښيي، چې نړیواله ټولنه د دغو ادعاوو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم له دې مخکې په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د کونړ او پکتیکا پر سیمو د هوايي بریدونو په اړه یې د اعتراض یادښت ورکړی و.
تازه خبرونه
د کونړ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه
ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ژوبلې راپور نهدی ورکړ شوی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک ويلي: د سپټمبر د یویشتم سهار مهال په کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو له کزله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي؛ وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ژوبلې راپور نهدی ورکړ شوی.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د روان میلادي کال له پیل راپدېخوا د پولې هاخوا وسلهوالو نښتو له کبله د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدا څه باندې ۱۱۰۰ پېښې ثبت کړې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري قانون پر رعایت ټینګار کړی او څرګندوي، چې ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم لهخوا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو پر مهال لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نررینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ په کې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او هغه ته یې خپل رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.
افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وسلهوالو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه2 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ3 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عینو مېنه او عمر ځواک ۱-۱ مساوي شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ریاض هوايي ډګر ته څېرمه اور او لوګي؛ حوثیانو پر سعودي پلازمېنې له برید خبر ورکړ
