ساینس او ټیکنالوژي
مونږ د تیک تاک ټولنیزه شبکه او د پابجي لوبه بندوو- مخابراتي شرکتونه
د شنبې پر ورځ (د وږي شپږویشتمه) د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت او مخابراتي شرکتونو د مسوولینو په ګډه غونډه کې د ټولنیزې شبکې تیک تاک او پابجي لوبې پر بندولو بحث او خبرې وشوې.
دغه غونډه د مخابراتو او تکنالوژۍ د وزیر نجیب الله حقاني په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو د عمومي ریاست، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو وزارت، برښنا شرکت او د چارو ادارې د استازیو پر حضور ترسره شوه.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د اړوند وزارتونو او ادارو څانګوالو ډلو، چې له مخابراتي شرکتونو سره یې د پابجي او تیک تاک د بندولو په برخه کې په ګډه کار کړی، خپلې لاسته راوړنې، راپورونه او هغه لارې چارې یې وړاندې کړې، چې د مخابراتي شبکو د بندولو په برخه کې اغېزمنې دي.
وزارت په ډاګه کړې؛ په پای کې مخابراتي شرکتونو ژمنه وکړه، چې د یوې میاشتې دننه تیک تاک ټولنیز شبکه او په درې میاشتو کې پابجي لوبه بنده کړي.
له هند او پاکستان وروسته افغانستان درېیم هېواد دی، چې پر دې لوبې بندیز لګوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د روان کال په پیل کې د تیک تاک اپلیکیشن او انلاین لوبې پابجي د بندولو امر وکړ، چې ځوان نسل د ګمراهۍ سبب ګرځي.
ساینس او ټیکنالوژي
سایبري برید د اروپا درې لوی هوايي ډګرونه له ګډوډۍ سره مخ کړل
دا برید، چې د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر شلمه پیل شو؛ د لندن هیترو، برلین برانډنبرګ او بروکسل هوايي ډګرونو کې یې ډیجیټل خدمات ګډوډ کړل او هوایي شرکتونه اړ شول، چې د سامانونو د چک کولو او غورځولو لپاره لاسي میتودونه وکاروي.
د اروپا په درې بوختو هوايي ډګرونو کې د رخصتیو پر مهال د کالینز هوایي شرکت د الوتنې سیسټم پر سایبري برید ګډوډ کړ، چې د مسافرینو د چک کولو او پورته کولو لپاره کارول کېده.
دا برید، چې د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر شلمه پیل شو؛ د لندن هیترو، برلین برانډنبرګ او بروکسل هوايي ډګرونو کې یې ډیجیټل خدمات ګډوډ کړل او هوایي شرکتونه اړ شول، چې د سامانونو د چک کولو او غورځولو لپاره لاسي میتودونه وکاروي.
مسافرین له اوږدو کتارونو او پراخ ځنډ سره مخ شول.
د هوایي چلند شنونکي شرکت سیریوم د څرګندونو له مخې؛ یوازې د شنبې پر ورځ ۳۵ بهرنۍ او ۲۵ کورنۍ الوتنې لغو شوې، چې د بروکسل هوايي ډګر تر ټولو ډېر زیانمن شو.
ګډوډي د یکشنبې پر ورځ هم روانه وه، چې ۳۸ بهرنۍ او ۳۳ نورې کورنۍ الوتنې لغو شوې.
د بروکسل هوايي ډګر له هوايي شرکتونو څخه غوښتنه کړې؛ خپلې الوتنې د دوشنبې تر ورځې پورې نیمایي ته راټیټې کړي او خبرداری یې ورکړ، چې تر ۱۴۰ پورې نورې هم لغو کېدی شي.
کالینز هوایي شرکت ویلي، چې دوی د برید د خپرېدا د مخنیوي لپاره اغېزمن شوي سیسټمونه بېل کړي؛ خو د بشپړې رغېدو لپاره یې وخت ندی ورکړی.
په انګلستان، جرمني او بلجیم کې د سایبر امنیت ملي ادارې د پېښې په اړه څېړنه کوي؛ خو دا اوس هم روښانه نده، چې آیا دا برید د تاوان سافټویر و، د خدماتو د بندېدا برید و یا منظم دولتي عملیات.
اروپايي کمیسیون دا ګډوډي “جدي؛ خو منظم نه” وبلله؛ خو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دا پېښه پر مرکزي ډیجیټل سیسټمونو د ډېرې تکیه کولو خطرونه پر ګوته کوي.
هوایی ډګرونو له مسافرینو څخه غوښتنه کړې، چې لږ تر لږه درې ساعته دمخه هوایي ډګر ته راشي او د الوتنې د تازه حالت توضیحاتو لپاره د هوایي شرکتونو وضعیت وګوري.
لکه څنګه، چې هوایي شرکتونه د مسافرینو د بیا الوتنې لپاره هڅه کوي؛ چارواکو خبرداری ورکړی، چې د ځنډ لړۍ ممکن تر راتلونکې اوونۍ وغځیږي.
ساینس او ټیکنالوژي
اپل له آیفون ۱۷ ایر، ایر پاډز پرو ۳ او نوي ځیرک ګړیو مخکتنه وکړه
آیفون ۱۷ پرومکس د شرکت تر ټولو لوړ ماډل دی، چې ۱۰۹۹ ډالره بیه، د زیرمې لوړې وړتیا لرونکې بیټرۍ، المونیمي باډي، د یخولو مایع سیسټم او په درې لینزونو کې ۴۸ میګاپکسله کمره لري.
ایپل د آیفون نوی نسل او څو نوي محصولات معرفي کړل؛ آیفون ۱۷ ایر د اپل په تاریخ کې ترټولو نری ماډل او ۵.۶ ملي مټر پلنوالی لري او ۹۹۹ ډالر بیه لري، چې د وږي پر اتهویشتمه به له ای۱۹پرو چپ او برښنایي سیمکارټرو سره بازار ته وړاندې شي.
آیفون ۱۷ پرومکس د شرکت تر ټولو لوړ ماډل دی، چې ۱۰۹۹ ډالره بیه، د زیرمې لوړې وړتیا لرونکې بیټرۍ، المونیمي باډي، د یخولو مایع سیسټم او په درې لینزونو کې ۴۸ میګاپکسله کمره لري.
د ایر پاډز پرو ۳د کوچني ډیزاین، د لوړ غږ لرې کولو له ځواک، مصنوعي ذکاوت ځواکمنې ژوندۍ ژباړې او زړه ضربان حس سره معرفي شو. د بیټرۍ د زیرمې ساتنه اته ساعته ټاکل شوی او بیه یې ۲۴۹ډالر ټاکل شوی ده.
دغه راز اپل د لړۍ ۱۱ساعتونه هم لري، چې بیه یې ۳۹۹ډالر، SE3 پر ۲۴۹ډالرو او الټرا ۳د ۷۹۹ډالرو لپاره وړاندې شو. نوې ځانګړتیاوې په لړۍ ۱۱کې د وینې فشار خبرتیاوې او په اولټرا ۳کې د سپوږمکۍ اتصال هم رانغاړي.
دغه نندارتون به د کالیفورنیا د کوپرټینو په اپل مرکزي دفتر کې ترسره او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې به پر ژوندۍ بڼه خپور شي.
ساینس او ټیکنالوژي
د روسیې ۶۰۰ کلن غیر فعال اورشیندی فعال شوی دی
روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د اورشیندی چاودنه ښايي د روسیې په ختیځ کې د تېرې اوونۍ له زلزلې سره تړاو ولري. هغه زلزله، چې تېره چارشنبه د روسیې ختیځ ته ورسېده او د آرام سمندر په ځینو هېوادونو کې له سونامي هم خبرداری ورکړ شو.
روسي رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې په لرې پراتهه کامچاتکا ټاپو وزمه کې د کراشنینیکوف اورشیندی په شاوخوا ۶۰۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره چاودلی دی.
روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د اورشیندی چاودنه ښايي د روسیې په ختیځ کې د تېرې اوونۍ له زلزلې سره تړاو ولري. هغه زلزله، چې تېره چارشنبه د روسیې ختیځ ته ورسېده او د آرام سمندر په ځینو هېوادونو کې له سونامي هم خبرداری ورکړ شو.
د یکشنبې پر ورځ د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت د کامچاتکا څانګې راپور ورکړی، چې د اورشیندي له چاودنې وروسته تر ۶۰۰۰ مټر پورې لوړه د ایرو ستنه ثبت شوې ده.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي؛ که څه هم د څپو احتمالي لوړوالی ټیټ دی، خو خلک باید له ساحل څخه لرې پاتې شي.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت د راپور له مخې؛ د ایش ورېځ د آرام سمندر په ختیځ کې روانه ده او اوسمهال نفوس لرونکو سیمو ته ګواښ نهکوي.
د کامچاتکا د اورشیندی د بېړني غبرګون ډلې مشرې اولګا ګیرینا ویلي: “دا په ۶۰۰ کلونو کې د کرشنینیکوف اورشیندی لومړۍ تاریخي تائید شوی اورشیندی دی.
هغې زیاته کړې، چې دا اورشیندی ممکن د ۸.۷ شدت زلزلې سره تړاو ولري، چې تېره اوونۍ ساحل ته نږدې رامنځته شوې ده.
جیو فزیک پوهانو وړاندیز کړی، چې د ځمکې په قشر کې د فشار بدلونونه کولی شي د اورشیندی سیسټمونو د بیا فعالیدو لامل شي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي
-
تازه خبرونه5 days agoبریټانوي ځواکونو په افغانستان کې جرمونه کړي
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د جذام درملنه بیا پیل شوه
-
تازه خبرونه5 days agoسعودي له افغان کروندګرو سره ۱ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد پناه غوښتونکو منل به اوږدمهاله وځنډول شي
-
تازه خبرونه3 days agoایراني ځواکونو ۱۰ افغانانو ته ځاني زیانونه واړول
-
تازه خبرونه2 days agoاسلامي امارت او پاکستان د اوربند پر غځېدا هوکړه وکړه – رویټرز
-
سوداگري3 days agoآریاناافغان او ترکش ایرلاینزهوايي همکاري پراخوي
