Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې ناامني او بې ثباتي د پاکستان په ګټه نده – امریکا

خپور شوی

د

Last Updated on: تله ۶, ۱۴۰۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د نویو واکمنانو نه لیوالتیا او یا هم د ژمنو نه پلي کېدل به د پاکستان لپاره هم ناوړه پایلې ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون (دوشنبه، د سپتمبر ۲۶) په واشنګتن کې د امریکا او پاکستان د اړیکو د ۷۵ کلیزې په مناسبت ویلي، چې پاکستان د افغانستان د نویو مشرانو په ځانګړي توګه له امریکا سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم ورته ژمنې کړې دي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دې ورځې د ستاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې سره وکتل.

انتوني بلنکن ويلي، چې دوی به له پاکستان سره په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته دوام ورکړي او په افغانستان کې له دوه لسیزو جګړو وروسته به په دې هېواد کې د دواړو هېوادونو ګډه همکاري دوام ومومي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي: مونږ له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه کوو او دې مبارزې ته به دوام ورکوو. مونږ د افغانستان د راتلونکي په اړه ګډ لیدلوری لرو او له دوه لسیزو جګړو وروسته هم په افغانستان کې ګډې هڅې کوو. په دې برخه کې زمونږ اختلافات هم پټ نه دي؛ خو ګډې موخې هم لرو. یو باثباته افغانستان، د افغانانو سوله ییزه او آزاده راتلونکې زمونږ ګډ لومړیتوبونه دي.

د همدې ورځې په مناسبت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له پاکستان سره د لس میلیون دالرو بشري مرستې اعلان هم وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم له امریکا سره دوستانه دیپلوماسي په ډاګه کړه او څرګندوي، چې دا دیپلوماسي تېر کال د پخواني لومړي وزیر عمران خان د واکمنۍ پر مهال کړکېچنه شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري ویلي: زه په بشپړه توګه موافق یم، چې د ګډې همکارۍ له لارې ستر اهداف ترلاسه کیدی شي. د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې نه یوازې پیاوړې شوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکې هم ټینګې شوې، چې که مونږ په ګډه کار وکړو؛ مونږ به لوی اهداف ترلاسه کړو.

له دې غونډې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاکستان په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیک ملګري په توګه یاد کړ او ټینګار یې وکړ، چې واشنګټن هم باید دغه ملګرتیا وساتي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ويلي، دا د پاکستان په ګټه نده، چې په افغانستان کې ناامني او بې ثباتي وي او پاکستان هم د افغانستان د نویو واکمنانو په څېر له امریکا سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ژمنې کړې دي.

نوموړی وایي: په افغانستان کې بې ثباتي او ناامني د پاکستان په ګټه نده. مونږ له خپلو پاکستانيو ملګرو سره خبرې کوو، چې طالبان خپلې ژمنې پوره کړي. پاکستان په دې ډېرو ژمنو کې لاس لري؛ د دې ژمنو د عملي کولو لپاره نه لیوالتیا د پاکستان لپاره مهمې پایلې لرلی شي. په همدې خاطر امریکا د خپلو اندېښنو نوملړ له پاکستان سره شریک کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د نواز شریف وروستۍ څرګندونې په کلکه غندي او وايي، چې د دا ډول څرګندونو د دوام په صورت کې به غلی پاتې نشي.

د وږي پر ۵ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د ګرځندوی د اړوند ورځې په نمانغونډه کې په دې اړه څرګنده کړې؛ پاکستان غواړي د خپلو اقتصادي ستونزو له کبله د افغانستان خلک قرباني کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وايي، امريکا په پرله پسې ډول د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې او دغه هېواد ژمنه کړې وه، چې د تل لپاره به د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نکوي؛ خو په افغانستان کې د واشنګټن اوسنۍ مداخلې به ناوړه پايلې ولري.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستان د امریکا بې پیلوته الوتکو ته د میلیونو دالرو په بدل کې اجازه ورکړې، چې پر افغانستان تېری وکړي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ پاکستان باید د ډوډۍ پیدا کولو لپاره بله لار ولټوي.

تازه خبرونه

هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سې‌شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

Published

on

د هند بهرنیو چارو وزارت پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه سخت وغندل او څرګندوي، چې پر یوه خپلواک ګاونډ هېواد دا ډول بریدونه د سیمې د سولې او امنیت پر وړاندې بشپړ ګواښ دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سې‌شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

جېسوال د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدا هیله کړې ده.

نوموړي ویلي، د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې د پاکستان دا ډول بریدونه د سیمې له سولې او امنیت سره په ټکر کې دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وایي، هېواد یې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، او همداراز د افغان وګړو له هوساینې ملاتړ کوي.

نوموړي د پاکستان له‌خوا د پولې پورې غاړې د ترهګرۍ په اړه ادعاوو ته په نغوته کې ویلي؛ اسلام‌‌آباد باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي او څرګند تعهد وښيي، چې نړیواله ټولنه د دغو ادعاوو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم له دې مخکې په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د کونړ او پکتیکا پر سیمو د هوايي بریدونو په اړه یې د اعتراض یادښت ورکړی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک ويلي: د سپټمبر د یویشتم سهار مهال په کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو له کزله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي؛ وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د روان میلادي کال له پیل راپدېخوا د پولې هاخوا وسله‌والو نښتو له کبله د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدا څه باندې ۱۱۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري قانون پر رعایت ټینګار کړی او څرګندوي، چې ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو پر مهال لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نررینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ په کې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او هغه ته یې خپل رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وسله‌والو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ

واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.

Published

on

د روسیې د سېلانیانو  ۲۲ کسیزه ډله بدخشان ولایت ته ورسېده او ټاکل شوې، چې د واخان ولسوالۍ او د دې ولایت له یو شمېر طبیعي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړي.

په بدخشان کې د افغان‌ټور دولتي شرکت مسوول ظهورالله فخري ويلي، دغو سېلانیانو د پنجشېر له لارې کران او منجان ولسوالۍ ته ځانونه رسولي او وروسته د بدخشان سیاحتي سیمو ته تللي دي.

واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.

د مسوولانو د څرګندونو له مخې، روسي سېلانیان به د خپل سفر پر مهال د بدخشان له طبیعي منظرو او سیمو څخه لیدنه وکړي.

دغه راز افغان‌ټور دولتي شرکت ويلي، د ۲۰۲۶ز.کال په تېرو درې‌میاشتو کې یې له ۱۵۰ ډېرو بهرنيو سېلانیانو د بدخشان له تاریخي، لرغونو او طبیعي سیمو څخه د لیدنې ملتیا کړې ده.

واخان دهلیز له لوړو غرونو، طبیعي درو، یخچالونو او ځانګړي ژويو سره د افغانستان له هغو سیمو څخه دی، چې لږ پېژندل شوې دي او په وروستیو کلونو کې یې طبیعت او سیاحت ته د بهرنیو سیلانیانو پام ور اوښتی دی.

حکومتي مسوولان وايي، د سیاحت د صنعت د پراختیا، د خدمتونو د ښه‌والي او د افغانستان د طبیعي، تاریخي او فرهنګي جاذبو د پېژندنې لپاره هڅې روانې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!