Connect with us

تازه خبرونه

ترکش ایرلاین کابل او مزارشریف ته خپلې الوتنې بیا پیلوي

خپور شوی

د

ترکش ایرلاین هوايي شرکت، چې له یوه کال راپدیخوا یې افغانستان ته خپلې الوتنې ځنډولې وې؛ اوس چمتو شوی، چې د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې یو ځل بیا کابل او مزارشریف ته الوتنې پیل کړي.

یاد شرکت د پخواني پرځېدلي حکومت پر مهال لس کاله افغانستان ته خپلې الوتنې روانې ساتلې وې؛ خو په تېر یو کال کیږي یې خپلې الوتنې وځنډولې. اوس دا شرکت بیرته د کابل او مزار شریف نړیوالو هوايي ډګرونو ته الوتنې پيلوي.

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ويلي؛ د هېواد هوايي ډګرونه پر نړيوالو معیارونو برابرو  خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دي او دا مهال د هېواد له هوايي ډګرونو څخه هره ورځ دېرش کورنۍ او نړيوالې الوتنې تر سره کېږي.

 مسوولینو زیاته کړې، چې  په نږدې راتلونکي کې به يو شمېر نور نړيوال شرکتونه هم افغانستان ته خپلې الوتنې پيل کړي.

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي: ټاکل شوې، چې فلای دوبۍ هوايي شرکت له مهالوېش سره سم په یوه میاشت کې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي؛ ځکه، چې د هېواد هوايي ډګرونه ټول اړین چمتووالی لري.

د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې قطري تخنیکي ډلې کابو یو کال د رغونې چارې روانې ساتلې وې. په دې وروستیو کې پای ته ورسېدې او د کابل هوايي ډګر نړیوالو الوتنو ته چمتو شو.

د اقتصاد پوهانو د څرګندونو له مخې؛ د نړیوالو الوتنو پیل د سوداګرۍ په وده، د کورنیو عوایدو په زیاتوالي او د هېواد په نړیوال وقار کې اغېزمنه هڅه ده.

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وایي: د الوتنو پیل به نه یوازې نړیواله سوداګریزه سیالي زیاته او خلکو ته آسانتیاوې برابرې کړي، بلکې کورني عواید هم ورسره لوړیږي.

اوس د افغانستان د څلورو هوايي ډګرونو هوايي او ځمکنیو خدمتونه د اماراتي شرکت GAC لخوا وړاندې کیږي. تمه دا ده، چې دغه شرکت به وکولی شي د باکیفیته خدمتونو له وړاندې کولو سره د نړیوالو شرکتونو پام ځانته راواړوي.

تازه خبرونه

د تورخم دروازه هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوه

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

Published

on

تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې بندېدا وروسته نن ماسپښین ۲ بجې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شوه.

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه سوداګریزه لار ده، چې په وروستیو نږدې څو اوونیو کې د پاکستانیو پوځیانو د تاوتریخوالي له کبله تړلې وه.

د دې دروازې بندېدا د کډوالو لپاره د پام وړ ننګونې رامنځته کړي او د تګ راتګ مخه یې نیولې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار کې سېلابونو ۱۷۷ کورنیو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

Published

on

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د څرګندونو له مخې؛ د تېرې ورځې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د یاد ولایت په مرکز کې شاوخوا ۸۵ کورونه بشپړ او نسبي ویجاړ شوي دي.

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ سربېره پر دې په دامان ولسوالۍ کې د سېلابي اوبو له کبله ۲ کسان د یوې ۵ کلنې ماشومې په ګډون پر شهادت رسېدلي دي.

ویل کیږي، چې اړوند زیانمنو سیمو ته د موسيساتو ګډې ډلې استول شوي، چې له زیانمنو کورنیو سروي ترسره او عاجلي بشري مرستي ورسره وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” تر سرلیک لاندې د وزیرانو غونډې ته د اوبو د سرچینو پر مدیریت د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

هغه دا هم ویلي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې او د آمو سیند د غاړو د ویجاړېدا مخنیوي لپاره ګډه همکاري هغه مهمې مسلې دي، چې د سیمې د هېوادونو له‌خوا ګډې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ګاونډ هېوادونو حقونو ته ژمن دی.

د دې غونډې په څنډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت خامرایوف سره هم ولیدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ.

په دې سیمه‌ییزه غونډه کې د افغانستان ګډون د اوبو په اړه په نړیوالو او سیمه‌ییزو بحثونو کې د هېواد د فعال شتون د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. دا یوه داسې هڅه ده، چې کولی شي د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل لپاره لار اواره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!