سوداگري
چین ته د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزيو صادرات يو ځل بيا پيل شول
د دوشنبې پر وځ ( د تلې ۱۸ ) له څو میاشتني ځنډ وروسته له افغانستان څخه چین ته د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزیو صادرات بېرته پیل شول.
د اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ويلي؛ جلغوزي د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو څخه دي او غواړي، چې له هوايي دهلېز څخه ډېر جلغوزي صادر شي.
ملا عبدالغني برادر زیاته کړې؛ افغانستان غواړي له چین سره سوداګریزې اړیکې پراخې وساتي او له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګریزې همکارۍ کولی شي تر یوه بریده د افغانانو اقتصادي ستونزې اوارې کړي.
ملا عبدالغني برادر وايي، د افغانستان او چین ترمنځ د هوايي دهلېز له جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې وده وکړي او د جلغوزیو تولید او پروسس به ورسره پیاوړی شي.
هغه هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د ترکیې په ګډون نور هېوادونه هم له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، هڅې روانې دي، چې اروپا، پاکستان، امریکا او عربي هېوادونو ته د جلغوزیو صادرات پیل شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي هم هیله من دي، چې د جلغوزیو د صادراتو په بیا پیلېدو سره به یې بهر ته د قاچاق مخه ونیول شي.
د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال محمد یونس مومند څرګندوي: مونږ غواړو یو رښتینی او پر ځان بسیا اقتصاد ولرو. مونږ تل د نړۍ هېوادونو ته ویلي، چې که دوی زمونږ ملي ګټې په پام کې ونیسي؛ مونږ به یې هم په پام کې ونیسو.
د هوايي دهلېز بيا فعالېدل په افغانستان کې د سوداګریز ډګر ستر بدلون دی. له دې مخکې د افغانستان جلغوزي، زعفران، هنګ او تازه مېوې د هوايي دهلېز له لارې د سيمې هېوادونو په ځانګړې توګه چين، هند او عربي متحده اماراتو ته صادرېدل.
سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ تفاهملیکونه لاسلیک شول
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړهلیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.
سوداگري
د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د پنجشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «ایبک سمنت» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، یاد شرکت به د تولید شوي هر ټن سمنټو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ د دولت حق الامتیاز (رویالټي) ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ورکړ شوې او د هغې دوام به د کانونو د اصولو، کړنلارو او په تړون کې د راغلو ژمنو له رعایت سره تړلی وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې له عملي کېدا سره به شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز پانګوال شرکت ژمنه کړې، چې په ټاکلې موده کې به شاوخوا یو میلیون ډالر پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
سوداگري
ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې
دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بېساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.
د سرو زرو د نړیوالې شورا د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو زیاتولو ته مخه کړې ده.
دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بېساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.
د ۷۴ مرکزي بانکونو د دغې سروې له مخې، ۵۴ سلنه ځوابورکوونکو ویلي، چې د سرو زرو زېرمې به یې له بدلون پرته پاتې شي او یوازې یې د یوې سلنې د کمېدا شونتیا یاده کړې ده.
دغه راز ۹۳ سلنه ګډونوالو ویلي، چې اوسمهال سره زر د دوی د بهرنیو اسعارو د زېرمو برخه جوړوي. په داسې حال کې، چې دا کچه تېر کال ۸۱ سلنه وه.
د کړکېچونو پر مهال د سرو زرو ښه چلند، په اوږدمهال کې د ارزښت ساتنه، د زېرمو تنوع او د جیوپولیټیکي خطرونو پر وړاندې خوندیتوب هغه مهم عوامل بلل شوي، چې مرکزي بانکونه یې د دغه ګران بیه فلز د ساتلو لوري ته هڅولي دي.
یاد راپور دا هم ښيي، چې ځینې مرکزي بانکونه د خپلو سرو زرو د زېرمو د ساتنې ځایونه لېږدوي یا یې متنوع کوي. د سرو زرو د نړیوالې شورا د موندنو له مخې، Bank of England اوس هم د نړۍ د مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو د ساتنې تر ټولو محبوب مرکز ګڼل کېږي.
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا
-
تازه خبرونه4 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې
-
سوداگري4 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
تازه خبرونه5 days agoترکیې د داعش خراسان د یوه لوړپوړي غړي له نیولو خبر ورکړ
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه24 hours agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تحول5 days agoتحول:د امریکا له سمندري محاصرې د درې ایرانیو تېللېږدوونکو کښتیو وتل
