تازه خبرونه
پاملرنه، په افغانستان کې د ښځو په ګډون خپلې ځنډېدلې روغتیایي او خوراکي هڅې بیا پیلوي
په افغانستان کې د پاملرنې نړیوالې موسسې له اسلامي امارته له ډاډ ترلاسه کولو وروسته څرګنده کړې، چې د روغتیا او تغذیې په برخو کې به د ښځو په ګډون خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.
پاملرنې نړیوالې موسسې تېره ورځ پخپله خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت د عامې روغتیا له وزارت څخه یې کارځیو ته د خپلو ښځینه کارکوونکیو د خوندي او له محدودیت پرته د تګ په تړاو ډاډ ترلاسه کړی، چې د روغتیا او تغذیې په برخو کې به خپل ځنډول شوي فعالیتونه له سره پيل کړي.
پاملرنې موسسې ویلي؛ زمونږ ښځینه کارمندانې زمونږ د بنسټ اړینه برخه ده، چې له شتون پرته یې د دې بنسټ په چارو کې خنډ او ځنډ رامنځته کیږي.
دا په تېرو پرلپسې دوه ورځو کې دوهیم نړیوال خیریه بنسټ دی، چې د طالبانو د حکومت لخوا د خپلو ښځینه کارمنانو د کار د دوام او خپلو ځینو ځنډېدلیو پروګرامونو له بیا پیله څرګندونې کوي.
وړمه ورځ د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې موسسې هم په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او پوهنې اړوند ځینو پروګرامونو د بیا پیلولو اعلان کړی.
پاملرنه له ۱۹۶۱ز. کال راپدیخوا په افغانستان کې کار کوي او په ۷ ولایتونو کې یې ۳۰ ګرځنده روغتیايي ډلې کار کوي.
د تېر ۲۰۲۲ ز. کال د دسمبر پر ۲۴ د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د ټول افغانستان په انجوګانو او موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی و.
تازه خبرونه
له افغانستان سره پولې ته نږدې د تاجکستان دوه سرتېري ووژل شول
د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.
تازه خبرونه
ملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه( د مرغومي څلورمه ) د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د المونیمي ډبیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
ویل کیږي، چې دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي
فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمانالله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.
امریکايي سرچینو ویلي: هغه افغان، چې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور نیول شوی؛ اوس له داسې نویو تورونو سره مخ دی، چې ورته د مرګ سزا هم غوښتل کېدی شي.
فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمانالله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.
د ملي ګارد یوه غړې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د نومبر د شپږویشتمې په برید کې ووژل شوه او انډریو وولف سخت ټپي شوی دی.
امریکایي څارنوال جینین پیرو ویلي؛ د لکنوال د دوسیې لېږد به له سترې محکمې څخه فډرالي محکمې ته د بیاکتنې او ارزونې داسې اجازه ورکړي، چې ووایي: آیا نوموړي ته د مجازاتو که د مرګ سزا ورکړ شي.
لکنوال د واشنګټن ډي سي د قانون له مخې د وسلې د لېږدولو، د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې پر نیت برید او د وسلو د غلا پر څو جرمونو تورن دی.
د افبيای په یوه څرګندونه کې راغلي: هغه تومانچه، چې په ډزو کې کارول شوی؛ د ۲۰۲۳ کال په می کې د سیاټل ښار له یوه کور څخه غلا او بیا وروسته په واشنګټن ایالت کې لکڼوال ته ورکړ شوې او هغه هلته اضافي مهمات هم پېرودلي وه.
-
تازه خبرونه4 days agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه3 days agoد ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی
-
تازه خبرونه4 days agoایران ته د ناقانونه تېرېدا پر مهال درې افغان کډوال له سختې یخنۍ مړه شول
-
تازه خبرونه2 days agoد ټول عمر لپاره د عاصم منیر بښل د اسلام خلاف عمل دی
-
تحول5 days agoتحول: له افغانستان سره د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره د ایران هڅې
-
تازه خبرونه3 days agoکابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
-
لوبی3 days agoد افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoپر کابل برید د هیڅ پلمې له مخې د منلو وړ ندی
