سوداگري
د هېواد په ۷ ولایتونو کې د ۱۸ کانونو د کېندنې تړونونه له خصوصي سکتور سره لاسلیک شول
د کانونو او پترولیم وزارت لخوا د هېواد په اووه ولایتونو کې د نفریتو، رخام، مرمر او تراورتین ډبرو په ګډون د ۱۸ کانونو تړونونه د آزادې داوطلبۍ له مخې خصوصي سکتور ته ورکړ شول.
د کانونو پطرو لیم وزارت مسوولینو ويلي، چې د هېواد د ټولو کانونو امنیت خوندي او د غیر قانوني کېندنو مخه نیول شوې او ټول کانونه به د رڼو تړونونو له مخې د ملي ګټو پر بنسټ له خصوصي سکتور سره تر سره شي.
د کانونو او پترولیم وزارت مسوولینو ويلي، چې د دې کانونو د پروژو له پیل کیدو سره به د هېواد د اقتصادي پراختیا ترڅنګ به زرګونه هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.
د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور ویلي: دا د اتلس کانونو تړونونه به ورکړو. دا به مو د هېواد پر اقتصاد خورا مهم او مثبت اغېز ولري او د خصوصي سکتور او د هغو د پانګونې د امنیت خوندي کولو لپاره ټول تدابیر نیول شويدي.
د کانونو وزارت مسوولین وايي، چې افغانستان د نړۍ پر کچه یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې جامد او غیر جامد کانونه لري.
دوۍ وايي، چې ورځ تر بلي په هېواد کې پر کانونو د پانګونې لیوالتیا د پراختیا په حال کې ده. د کانونو وزارت هیله څرګندوي، چې په روان کال کې به يي د عوایدو کچه څو برابره لوړه شي.
د خصوصي سکتور غړي، چې په ننۍ داوطلبۍ کې برخه درلوده وایي، چې د کانونو اوسني تړونونه د پوره روڼتیا له مخي تر سره شول.
د خصوصي سکتور غړی عبدالغني نورزی وایي: د نن ورځي تړونونه، چې له خصوصي سکتور سره ترسره شوي؛ هغه ټول د پوره روڼتیا له مخي شوي او دا تړونونه ټول افغان شرکتونو ته وسپارل شول.
د کانونو او پترولیم وزارت مسوولین ټولو خصوصي شرکتونو ته خبرداری ورکړ، چې خپلې چارې باید د تړونونو د اوصولو پر اساس پلې کړي او که ترې سرغړونه رامنځته شي شوي تړونونه به ورسره فسخه شي.
د دې وزارت مسوو لینو ويلي، چې له دې وروسته به د وزارت لخوا د هر معدن د استخراج او پروسس د بهیر د څارنې لپاره درې درې کسان وګومارل شي.
د یادونې ده، چې دغه قراردادونه پېنځه کلن دي.
سوداگري
له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.
د نړیوال خبري آژانس «کازاینفورم» د راپور له مخې؛ له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو صادرات د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو درې میاشتو کې د پام وړ زیات شوي او له څلور چنده څخه یې ډېر وده کړې ده.
د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.
دغه راز د قزاقستان د غنمو ټول صادرات هم له ۱۸ سلنه زیاتوالي سره ۳.۲ میلیون ټنو ته رسېدلي دي. همدارنګه د دغه هېواد دننه د غنمو صادرات ۸ سلنه زیات شوي او ۰.۹ میلیون ټنو ته رسېدلي دي.
قزاقي چارواکو ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس ظرفیت د پراخولو پلان لري او تمه ده، چې تر ۲۰۲۸ز.کال پورې به د غلېدانې نوي تاسیسات په کال کې ۵.۸ میلیون ټنو محصولاتو د مدیریت وړتیا ولري.
سوداگري
د ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سبسټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې د بېلابېلو سکټورونو لپاره ۱۲ اړینې پروژې منظورې شوي او د پلي کولو لپاره اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.
د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سبسټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.
دغه راز اړینې پروژې لکه د نور الجهاد سبسټیشن څخه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برښنا مزو غځول، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ سیدان کلي ته د برښنا رسول او په نورو ولایتونو کې برښناکوټونه پراخول هم دا پروژې رانغاړي.
د ودانیزو بنسټونو په سکټور کې د کندهار له ختیځ سبسټیشن څخه د ترینکوټ نوي مرکز ته د برښنا اتصال او همدارنګه له کجکي بند څخه نوي ترینکوټ ته د برښنا رسولو پروژه هم تصویب شوې ده.
پردې سربېره په فاریاب ولایت کې د اوبو لګولو پروژې، په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز عینو مېنې روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د نیمروز ولایت په مرکز کې د ۴۰زره عبادتکوونکو ظرفیت لرونکي جومات جوړول او د تورغونډۍ-هرات او اندخوی- شبرغان- مزار شریف د اوسپنېپټلیو پراختیا هم په دې پروژو کې دپاملرنې وړ دي.
سوداگري
د افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغیزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
د منځنۍ آسیا نړیوال صنعتي نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان جمهوریت د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف او د قرغزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت مرستیال سکندر اسینګلدیویچ آسیلکولوف ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو لپاره درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
په پای کې د ټرانزیټ، سوداګرۍ او په ځانګړي توګه د افغان صادراتي توکو لپاره د اړینو آسانتیاوو برابرولو لپاره د ګډ کاري ګروپ پر جوړولو سربیره د منځنۍ آسیا په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هوکړه وشوه.
د یادونې ده، چې دغه نړیوال صنعتي نندارتون د منځنۍ آسیا هېوادونو، روسیې او بېلاروس په ګډون جوړ شوی او د افغانستان له غړیتوب سره به افغان صنعتي شرکتونه وکولی شي د غړیتوب امتیازونو پر کارولو خپل تولیدات په نړیواله کچه نندارې ته وړاندې کړي.
-
تازه خبرونه5 days agoپه امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو
-
تازه خبرونه5 days agoاټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي
-
تازه خبرونه5 days agoپه بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کانکېندونکي له ژوند بېبرخې کړل
-
سوداگري15 hours agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه2 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
-
تازه خبرونه2 days agoد کورنیو چارو او کار وزیرانو د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه19 hours agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري2 days agoد ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
