Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانانو لپاره نوی ستراتیژیک چوکاټ وړاندې کړ

خپور شوی

د

د دوشنبې پر ورځ (د چنګاښ پر دولسمه )په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې له افغانانو څخه د ملاتړ لپاره خپل دوه کلن ستراتیژیک چوکاټ خپور کړ، چې په کې د دې ټولنې لومړیتوبونه ځانګړي شوي دي.

د یوې رسمي اعلامیې له مخې؛ د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ د زیان منونکیو خلکو په ګډون د ښځو او نجونو، ماشومانو او ځوانانو، داخلي بې ځایه شویو، راستنیدونکیو، کډوالو، قومي او مذهبي اقلیتونو اړتیاوو او حقونو ته لومړیتوب ورکوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي؛ زمونږ ستراتیژیک چوکاټ یو قوي وړاندیز دی، چې د افغانستان له خلکو سره د اساسي بشري اړتیاوو او بشري مرستو په پوره کولو کې د مرستو یو بشپړوونکی وړاندیز دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ونډوالو او ملاتړیو؛ درې ګډ لومړیتوبونه ټاکلي دي:

  • په کلیدي سکتورونو کې دوامداره اړین خدمتونه لکه: روغتیا، تغذیه، تعلیم، کارموندنه، اوبه، روغتیا ساتنه، ټولنیز خوندیتوب او محافظت، چې ټولو ته د لاسرسي وړ، ارزانه او پرته له کوم تبعیضه وړاندې کیدی شي.
  • د داسې چاپېریال له رامنځته کولو سره، چې اقتصادي وده اسانه او د ښځو لپاره مناسب کاري فرصتونو رامنځته کړي.
  • ټولنیزه همغږي، ګډون کول، جنسیتي مساوات، بشري حقونه او د قانون حاکمیت په افغانستان کې د تلپاتې پراختیا او سولې لپاره د شرطونو په توګه د مدني ټولنې ګډون پیاوړی کوي او د نړیوالو بشري حقونو له سندونو تنظیمي او قانوني ملاتړ ښیي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازي مرستیال او د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دانیل اندرس ویلي: ملګري ملتونه او شریکان یې په دې پوهیږي، چې د افغانانو د دوامداره او مخ پر زیاتېدونکي بشري کړاو د مخنیوي لپاره یوازې لنډمهاله او اوږدمهاله بشري مرستې اړینې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د دې ټولنې ستراتیژیک چوکاټ د هغه محدودیت لرونکي چاپېریال په ځواب کې رامنځته شوی، چې ټول افغانان په ځانګړي توګه ښځې او نجونې ورسره مخ دي او د بنسټیزو مرستو پر برابرولو راڅرخي.

اندرس ویلي، ایا ملګري ملتونه کولی شي دا چوکاټ په بشپړه توګه پلي کړي؛ ځکه، نو دا کار د حکومت د چارواکو له کړنو او د تمویل کوونکیو له ملاتړ سره تړاو لري.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!