لوبی
د ۲۰۲۳ اسیا جام په اړه د پوهېدا لپاره اړین ټکي
د ۲۰۲۳ اسیا جام سیالۍ به چارشنبه (د وږي ۸ / د اګست ۳۰ ) د ورځې بر ۱:۳۰ پیل شي او شپږ لوبډلې د دې سیالیو د اتلولۍ لپاره سیالۍ ته چمتو دي او د سږنیو سیالیو ګډ کوربهتوب سریلانکا او پاکستان کوي.
افغانستان هم له بنګله دېش او سریلانکا سره ځای په ب ګروپ کې راغلی او هند، پاکستان او نیپال په الف ګروپ کې دي.
دا به په دې سیالیو کې د نیپال لومړۍ لوبه وي.
د نیپال لوبډلې د اسیا کرکت شورا د غوره لیګ د لومړي پړاو له ګټلو سره د اسیا جام سیالیو ته لار وموندله او په پای لوبه کې یې عربي متحده اماراتو ته پر اووه ویکتو ماتې ورکړه.
اسیا جام په ۱۹۸۴ ز.کال کې د یو ورځنیو نړیوالو بڼو له لارې پیل شو. که څه هم وروستي پړاوونه یې د یو ورځنیو نړیوالو او شل اوریزو بڼو ترمنځ بدل شوي دي.
د ۲۰۲۳ پړاو به د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په توګه ترسره شي.
هند په دې تورنمنت کې له اووه اتلولیو سره تر ټولو بریالۍ لوبډله ده. سریلانکا د شپږ اتلولیو له لرلو سره دوهیم ځای لري او پاکستان دوه ځله د اسیا جام اتلولي ګټلې ده.
د ۲۰۲۳ ز.کال اسیا جام په سیالیو کې د درې – درې لوبډلې په دوه ګروپونو کې لوبیږي او هره لوبډله به په خپل ګروپ کې لوبې کوي. بیا به د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې څلورم پړاو ته لار مومي.
غوره څلور لوبډلې به یو بل ګټي او دوه غوره لوبډلې به فاینل ته ځي، چې د وږي پر ۲۶ / د سپتمبر پر ۱۷ به په کولمبو کې ترسره شي.
ټولټال ۱۳ لوبې به د وږي له ۸ / د اګست له ۳۰ څخه د وږي تر ۲۶ / د سپتمبر تر ۱۷ پورې ترسره شي. د دې تورنمنت یا سیالیو ګروپي پړاو به وږي له ۸ / د اګست له 30 څخه د وږي ۱۴ / د سپتمبر تر ۵ پورې ترسره شي، چې درې لوبې به یې په پاکستان او پاتې په سریلانکا کې ترسره کیږي.
د غوره څلورو لوبډلو پړاو به د وږي له ۱۵ څخه د وږي تر ۲۴ / د سپټمبر له 6 څخه تر 15 پورې، چې پېنځه لوبې به په سریلانکا او یوه په پاکستان کې ترسره شي. فاینل به د وږي پر ۲۶ / د سپتمبر پر ۱۷ د سریلانکا د کولمبو د آر پریماداسا لوبغالي کې ترسره شي.
د اسیا جام سیالۍ به د پاکستان او سریلانکا په څلورو ځایونو کې ترسره شي؛ ملتان او لاهور به په پاکستان کې او کینیدي او کولمبو به په سریلانکا کې د لوبو کوربه وي.
افغانستان دغه تورنمنت ته په داسې حال کې ځي، چې دې لوبډلې ته په دې وروستیو کې پاکستان ۳-۰ ماتې ورکړه؛ خو د افغانستان لوبډله کولی شي په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې خپلې زړه راکښونکې هڅې وکاروي.
افغانستان د جون په میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې ۲-۱ مات شو؛ خو زړورتیا یې وښوده او د جولای په میاشت کې یې د بنګله دیش پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله. دا لوبډله به په اسیا جام سیالیو کې د خپلو برلاسو لوبغاړیو پر مټ ښه وځلیږي.
د افغانستان د لوبغاړو نوملړ:
حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر) رحمان الله ګربز(ویکت ساتونکی) اکرام علي خېل (ویکت ساتونکی) ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشد خان، عبدالرحمن، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نوراحمد، محمد سلیم ساپی او فضل الحق فاروقي.
آریانا تلویزیون به هره ورځ په ټول هېواد کې د کرکت مینهوالو لپاره د وږي پر ۸ / د اګست پر ۳۰ د چارشنبې پر ورځ ۱:۳۰ پر ژوندۍ بڼه خپروي. فاینل لوبه به د وږي پر ۲۶ / د سپتمبر پر ۱۷ په کولمبو کې ترسره شي.
په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي، چې پر دوه ګروپونو وېشل شوې دي؛ هند، نیپال او پاکستان په الف ګروپ کې او افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش په ب ګروپ کې دي.
افغانستان به په ګروپي پړاو کې لومړۍ لوبه د وږي پر ۱۲ / د سپتمبر پر ۳ د پاکستان په لاهور ښار کې له بنګله دېش سره کوي. له دې وروسته به لوبډله د وږي پر ۱۵ / د سپتمبر پر پېنځمه په لاهور کې هم له سریلانکا سره لوبه کوي.
د یادونې ده، چې ټولې لوبې به هره ورځ اریانا تلویزیون پر ژوندۍ بڼه خپروي.
د سیالیو پر مهالوېش د پوهیدو لپاره داځای کېکاږئ!
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
تازه خبرونه12 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
لوبی3 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
نړۍ17 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
