Connect with us

تازه خبرونه

د سترو ننګونو پر وړاندې د چمتووالي لپاره له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل اړین ول – امریکا

خپور شوی

د

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د سترو ننګونو پر وړاندې د امریکايي پوځ د چمتووالي لپاره اړین ول.

په تېرو دوه کلونو کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ناندریزې وتنې په امریکا کې دننه هم ډېرې نیوکې راپارولي دي؛ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار په دې وروستیو کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو وتل د دې لپاره اړین ول، چې پر نړیواله کچه له نورو ستونزو سره مبارزې ته ځان چمتو کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د فارن افیرز اوونیزې ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې په اوکراین کې د روسیې برید له غوښتنې ډېر چټک تر سره شو او که امریکا اوس هم د افغانستان په جګړه کې ښکېله وای؛ نو روسیې به د امریکا تمرکز پر افغانستان ساتلی وای.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار څرګنده کړې: له افغانستان څخه د ځواکونو وتل بې له شکه دردناک ول، په ځانګړي توګه د افغانستان د خلکو او د هغو امریکايي پوځیانو او پاتې پرسونل لپاره، چې هلته یې خدمت کړی دی؛ خو دا اړینه وه، چې د امریکا پوځ د راتلونکیو ننګونو لپاره چمتو شي. یو له دغو ننګونو څخه، چې مونږ یې وړاندویېنه کړې وه د ۲۰۲۲ ز.کال د فبرورۍ پر ۲۴ پر اوکراین د روسیې یرغل و، چې زمونږ له اټکله چټک تر سره شو.

که څه هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو د سیمې او نړۍ د هېوادونو تر منځ له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې راپورته کړي؛ خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ټینګار کوي، چې امریکا به په افغانستان کې نړیوال تروریستان له لرې پر نښه کوي؛ خو بیا به هیڅکله اوږدې جګړې ته دننه نه‌شي.

د پوځي چارو شنونکي په دې باور دي؛ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار دغه لیکنه ښيي، چې د نړۍ سیاسي پرمختګونو افغانستان د امریکا له لومړیتوبونو څخه لرې کړی او له همدې کبله امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وایستل.

دوی زیاته کړې، چې افغانستان د امریکا د سترو سیمه ییزو او نړیوالو سیاستونو قرباني شوی دی.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او د اسلامي امارت له رامنځته کېدو سره د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر ۳۱ وروستي امریکايي سرتېري ووت. یو شمېر امریکايي سیاستوال او د امریکا د کانګرس غړي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل بې پلانه، ګډوډ او ناندریز بولي او ټینګار کوي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو روسیه وهڅوله، چې پر اوکراین برید وکړي او په سیمه کې د امریکا دریځ کمزوری کړي.

تازه خبرونه

سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

Published

on

د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمال‌الدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې پانګونه ونه‌کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمه‌ییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.

چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.

د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.

د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.

چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.

محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د غونډې موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ د نظرونو همغږي او د دغه هېواد د وضعیت په تړاو د ګډ دریځ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې به د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه هم ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په دې کلنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر مهمو موضوعاتو سربېره د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.

د اسلامي همکاریو ټولن د افغانستان د وضعیت په اړه د تماس ډله کې د غړیو هېوادونو استازي شامل دي او دغه ډله د افغانستان اړوند د بحثونو او د نظرونو د همغږۍ لپاره جوړ شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!