تازه خبرونه
د کابل-جلالآباد دوهیم سړک رغول په پام کې نیول شوي – ملا برادر
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر تېره ورځ ننګرهار ولایت ته په سفر کې ویلي، چې د هېواد د سوداګرۍ او ټرانزیټ د زیاتولو لپاره د کابل-جلالآباد د لویې لارې د دوهیم سړک رغونه هم په پلان کې نیول شوې ده.
د اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا عبدالغني برادر یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې د دغه ولایت د سوداګرو د ملاتړ لپاره به د شوکاڼو پر صادارتو ګمرکي تعرفه راکمه کړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال یو ځل بیا په بهر کې پر مېشتو افغان کډوالو غږ کړی، چې هېواد ته راستانه شي.
ویل کیږي، چې په دې سفر کې له له ملا عبدالغني برادر سره د ټولګټو چارو وزارت چارسمبالی محمد عیسی ثانی هم مل و.
ویل کیږي، چې ملا برادر د ننګرهار ولایت له چارواکو، سوداګرو او د بېلابېلو برخو له مشرانو سره له لیدنې وروسته د جلالآباد ښار له ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه هم لیدنه وکړه.
نوموړي له روغتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي؛ اړوند ارګانونو ته به لارښوونه وکړي، چې د دغه روغتون پاتې چارې بشپړې او پخپل وخت يې ترسره کړي.
د ننګرهار ولایت د ۱۰۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي او د پاتې کار له بشپړېدو سره به د ختیځ زون د خلکو روغتیايي ستونزې تر ډېره حل شي.
د یادونې ده، چې ملا برادر د علمانو، مخورو، سوداګرو او ولایتي چارواکو ته د افغانستان د پرمختګ او صنعتي کېدو ډاډ څرګند کړ او وایي، چې په ټول هېواد کې یې د اړتیا وړ برښنا د تولید په برخه کې هڅې ګړندۍ کړي او هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا پر لوري ډاډمن ګامونه اخلي.
تازه خبرونه
پاکستان پر جوماتونو او مدرسو نه د ترهګرو پر وړاندې عملیات کوي – خواجه آصف
خواجه آصف په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د پاکستان عملیات د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د تائید شویو مرکزونو پر نښه کولو راڅرخي، چې پر وینا یې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د سېشنبې پر ورځ هغه هڅې رد کړل، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیات؛ له هغه څه سره پرتله کوي، چې هغه یې “پر جوماتونو او مذهبي مدرسو د هند ناقانونه بریدونه” بولي.
خواجه آصف په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د پاکستان عملیات د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د تائید شویو مرکزونو پر نښه کولو راڅرخي، چې پر وینا یې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دې عملیاتو پرتله کول له هغو بریدونو سره، چې هند د بهاولپور او مریدکې پر دیني ځایونو کړي؛ « بشپړ ناسم او د منلو وړ ندي».
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د پاکستان ناامني د دوی کورنۍ مسئله ده او هیڅ ډلې ته اجازه نهورکول کېږي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر وړاندې فعالیت وکړي.
تازه خبرونه
آلمان یو افغان او یو سوریایي له خپل هېواده وایستل
د آلمان کورنیو چارو وزارت د څرګندونوله مخې: د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي دوهیمه / د ډسمبر درویشتمه؛ ۳۷ کلن سوریایي، چې په نوردراین– وستفالن ایالت کې د وسلهوالې غلا، د سخت بدني زیان اړولو او باجاخیستنې پر تورونو محکوم شوی و د بند له تېرولو وروسته د الوتنې له لارې دمشق ته ولېږدول شو. د جرمني فډرالي پولیسو هغه تر دمشق پورې بدرګه کړ او ځایي چارواکو ته یې وسپاره.
د آلمان حکومت د لومړي ځل لپاره یو سوریایي او دغه راز یو افغان خپلو خپلو هېوادونو ته جبري استولي، چې د برلین د کډوالۍ په سیاست کې د یوه اړین بدلون نښه ګڼل کېږي.
د آلمان کورنیو چارو وزارت د څرګندونوله مخې: د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي دوهیمه / د ډسمبر درویشتمه؛ ۳۷ کلن سوریایي، چې په نوردراین– وستفالن ایالت کې د وسلهوالې غلا، د سخت بدني زیان اړولو او باجاخیستنې پر تورونو محکوم شوی و د بند له تېرولو وروسته د الوتنې له لارې دمشق ته ولېږدول شو. د جرمني فډرالي پولیسو هغه تر دمشق پورې بدرګه کړ او ځایي چارواکو ته یې وسپاره.
د کورنیو چارو وزارت هممهاله تائید کړې، چې په همدې مخینې یو بل کس افغانستان ته شړل شوی او برلین له دمشق چارواکو او په کابل کې له میشتو استازو سره داسې هوکړو ته رسېدلی، چې په راتلونکي کې د خطرناکو مجرمانو او د امنیت ګواښوونکو کسانو «منظمې» ایستنې ته لار اواره شي.
د جرمني کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینډت د دې سیاست په ننګه کې ویلي: «مجرمان باید زمونږ هېواد پرېږدي. مونږ د کنټرول، پایلو او د مجرمانو او ګواښونو پر وړاندې د صفر زغم د پالیسۍ پلوي یوو.»
نوموړي زیاته کړې، چې د جرمني ښاروالۍ او ځایي بنسټونه د محکومو بهرنیو وګړو د شتون له کبله تر سخت فشار لاندې دي او دا وضعیت یوې بحراني کچې ته رسېدلی دی.
دا پرېکړه له میاشتو میاشتو ډیپلوماټیکو هڅو وروسته او د ۲۰۲۴ز. کال د ډسمبر په میاشت کې د بشار الاسد د حکومت له پرځېدو وروسته شوې، چې د سوریې ۱۴ کلنه جګړه یې پای ته ورسوله او دې هېواد ته د کډوالو د بېرته ستنېدا پر اوږدمهاله بندیز د بیاکتنې لامل شوه.
د جرمني د واکمن ائتلاف د ګوندونو ترمنځ د هوکړې له مخې؛ په لومړي پړاو کې سوریې او افغانستان ته د جبري ایستلو بیا پیل به مجرمان او هغه کسان رانغاړي، چې د امنیتي ګواښ په توګه پېژندل کېږي.
د بشري حقونو بنسټونه بیا د سوریې امنیتي وضعیت ته پر کتو بېرته ستنېدونکو ته د احتمالي خطرونو په اړه خبرداری ورکوي.
تازه خبرونه
د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د داعش په اړه افشاګرۍ پایله ورکړه
مجاهد زیاته کړې: «مونږ دا موضوع رسنیزه کړه او په خبري کنفرانسونو کې مو هم ترې یادونه کړې. همدا افشاګري وه، چې نن یې د پایلې لیدونکي یوو.»
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د داعش ډلې د یوه غړي د وروستۍ نیونې په اړه په یوه غږیز پیغام کې آریانا نیوز ته ویلي، چې اسلامي امارت له دې مخکې هم څو ځله د یادې کرښې هغې غاړې ته د داعش له شتون او هڅو پرده پورته کړی او دا موضوع یې علني له رسنیو سره شریکه کړې هم ده.
مجاهد زیاته کړې: «مونږ دا موضوع رسنیزه کړه او په خبري کنفرانسونو کې مو هم ترې یادونه کړې. همدا افشاګري وه، چې نن یې د پایلې لیدونکي یوو.»
د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د داعش د مهمو غړو نیول دا ادعا ثابتوي، چې د دغې ډلې پټنځایونه او مرکزونه هلته دي او د داعش لوړپوړي کسان په هماغو سیمو کې حضور لري.
نوموړي زیاته کړې؛ پر خواشینۍ، چې د دغو کسانو له شتون څخه ناوړه ګټه اخیستل شوې؛ دا هغه موضوع ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې هم څو ځله راپورته کړې ده.
له دې مخکې د ترکیې دولتي رسنیو راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد د استخباراتو ادارې (میت) د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ فرضي کرښې په اړوند سیمه کې د پراخو عملیاتو پر مهال یو ترکي وګړی ونیوه، چې د داعش د لوړپوړي غړي رول یې لرلی دی.
د اناتولي خبري سرچینې د امنیتي څرګندونو له مخې ویلي؛ نیول شوی کس «مهمت ګورن» نومېږي او ادعا یې کړې، چې د «داعش خراسان» په څانګه کې یې فعالیت کاوه.
سرچینې دا هم ویلي؛ ګورن «په افغانستان، پاکستان، ترکیه او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د ملکي وګړو پر وړاندې د ځانمرګو بریدونو د تنظیم مسوولیت درلود».
د دغه راپور له مخې؛ د ترکیې ملي استخباراتو موندلې، چې ګورن له ترکیې څخه د افغانستان– پاکستان د ډيورنډ فرضي کرښې سیمو ته سفر کړی و او د داعش په روزنیزو کمپونو کې یې فعالیت درلود او ورو ورو یې په دې ډله کې د مشرتابه مقام خپل کړ.
-
تازه خبرونه4 days agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه2 days agoد ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی
-
تازه خبرونه5 days agoنړۍ دې د بندیزونو او فشارونو پر ځای اقتصادي اړیکې پراخې کړي – ملابرادر
-
تازه خبرونه4 days agoایران ته د ناقانونه تېرېدا پر مهال درې افغان کډوال له سختې یخنۍ مړه شول
-
تحول4 days agoتحول: له افغانستان سره د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره د ایران هڅې
-
تازه خبرونه2 days agoد ټول عمر لپاره د عاصم منیر بښل د اسلام خلاف عمل دی
-
لوبی3 days agoد افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
-
روغتيا4 days agoد عامې روغتیا وزارت پلاوي په نوي ډیلي کې له همدرد بنسټ څخه لیدنه وکړه
